و، نه، و يو شپون و، د استاد شپون اټوبيوګرافي ده چې په (۱۳۸۴) کال خپره شوه.
تر دې د مخه د استاد لنډې كيسې او ناولونه خپاره شوي وو. داستانونه د خپل پلاټ، تلوسې، رومانتيكو اړخونو، ډراماتيكو حالتونو او خيالي دنيا په خاطر هم ډېرلوستونكي لرلى شي.
خو و، نه، و يو شپون و، د استاد د ژوند بيان دى او لكه څنګه چې اورم د استاد د دغه اثر هم تود هركلى شوى دى.
ما پخپله، درې، څلور ځله لوستى دى. دا خو داستا ن هم نه دى، ولې دومره خوږ دى؟ په تېرو لس، پنځلس كلونو كي افغانانو د خاطرو او ټوبيوګرافي ليكنو ته ډېر پام كړى دى.
څو كاله پخوا چې د ګلبدين حكمتيار د خاطرو كتاب بازار ته راووت، لوستونكو په مينه ولوست او د اورېدو له قراره څو ځله چاپ شو.
د خلق او پرچم ځينو مشرانو او د ظاهر شاه او د داود خان د حكومتونو د ځينو چارواكو كتابونه هم ډېر لوستونكي لري.
دا اثار ځكه ښه لوستل كېږي چې ليكونكي يې مشهور سياستوال او جګپوړي چاوراكي وو. نن سبا د جنرال پروېز مشرف يادښتونه هم ډېر لوستونكي لري چې د مينه والو زياتوالى يې د دۀ د قلم له قوت سره دومره تعلق نه لري لكه د ده د مقام له اهميت سره.
خو استاد نه سياسي سړى دى او نه چارواكى و. د ده اټوبيوګرافي ځكه لوستونكي لري چې په قلم كې يې قوت دى.
زه غواړم د دغه اثر د نثر په ځينو تخنيكونو او سبك وغږېږم.
د بيوګرافي ليكونكي د خپل ژوند كيسه راته كوي خو د اټوبيوګرافي ليكوال د خپل ژوند حال راته وايې.
كله چې د ځان په باره كې غږېږو، ليد لورى مو طبعاً اول ګړى وي. زموږ د عادي خبرو لويه برخه له همدې ليدلوري سره تعلق لري.
د اټوبيوګرافيو او ګڼو كيسو لپاره مناسب ليدلورى همدا دى خو كامياب استعمال يې ځيني باريكۍ لري چې استاد شپون ورته د پښتو تربل هر ليكوال ښه توجه كړې ده.
كه زه د ځان په باره كې غږېږم او هڅه كوم چې ځان تر نورو هوښيار او په اخلاقي لحاظ تر نورو بر وښيم، دا په اورېدونكي ښه نه لګېږي. البته ژوند د كاميابيو او ناكاميو مجموعه ده. يوازې خپل كمزوري پاينټونه بيانول بې ځايه تواضع ده او بې ځايه تواضع د كبر يو بل ډول دى.
متكلم ته پكار ده چې خپل مثبت پاينټونه هم بيان كړي خو ډېر ټينګار ورباندې كول اوله لږ څه، ډېر څه جوړول بېله خبره ده.
استاد شپون په خپل دې اثر او هم په خپلو داستاني اثارو كې د اول ګړي ليدلوري دغو باريكيو ته پوره پام كړى دى.
د مصر نامتو ليكوال ډاكټر طه حسين په خپله اټوبيوګرافي (الايام) كې د فعل متكلمې صېغې نه بلكې غايبې صېغې راوړي. مثلاً داسې نه وايې چې:
زه يې په ښوونځي كې شامل كړم، بلكې وايې:هغه يې په ښوونځي كې شامل كړ.
د اټوبيوګرافي لپاره د نااشنا ليد لوري انتخاب د هغه د ليكنې اغېز ډېر كړى دى.
شايد د هغه د استثنايې ژوند د بيان له پاره ( چې په ماشومتوب كې نابينا كېږي او بيا د علم و ادب يو اتل ځيني جوړېږي) او د هغه د نثر د طرز لپاره به همدا ليد لورى مناسب و، مګر، د استاد په نثر كې وينو چې د اټوبيوګرافيو په همدې اشنا او طبيعي ليد لوري ( متكلم ليد لوري) كې هم د تنوع امكان شته.
د كتاب په ۱۸۸ مخ كې ( د مېرمنې كيسه) داسې پيلېږي:
((…. چې ته لاړې، په سبا يې چا ور وټكاوه، چې خلاص مې كړ، نو دوه برېتور وو.
ستا پوښتنه يې وكړه او چې ما ورته وويل، په رسمي سفر امريكا ته تللى نو هغوى په تعجب يو بل ته وكتل، يوه يې په وارخطايۍ وويل: د چا په اجازه؟ ما وويل چې هم ستا په اجازه، ستاسو په پاسپورت او وېزې.
دوى وويل چې كله بېرته راځي؟ ما وويل زه خبره نه يم، خو لكه چې يوه مياشت تېروي. خداى خداى مې لرل چې نورو كوټو ته سر ورښكاره نه كړي، چې تشې تورې پرتې وې، فرش او سامان مې ټول څه ستا د سكرترې، شفيقې بابكر خېل كورته چلولي، څه مې په هزاره ګانو په نيمه بيه خرڅ كړي وو….))
دلته وينو چې حال د راوي د مېرمنې له ليد لوري بيانېږي. دغه بدلون د ناڅاپي والي په خوند سر بېره دا ګټه هم كړې چې نثر يې انځوريز كړى دى ځكه د مېرمنې د خبرو مفهوم نه بلكې پخپله د هغې خبرې اورو.
كه ليد لورى نه واى بدل نو بيا به د جملو د فعلونو زمانه بعيده ماضي وه: چې زه تللى وم په سبا يې چا ور ټكولى وو. مېرمنې مې په ورۀ كې دوه برېتور ليدلي وو. زما پوښتنه يې ورنه كړې وه او چې دې ورته ويلي وو چې په رسمي سفر امريكا ته تللى نو هغوى په تعجب يو بل ته كتلي وو…..)) د بعيد ماضي جملې چې سر په سر راشي، نثر ممكن بې خونده كړي او د مطلب اغېز هم ورسره كمېږي ځكه لوستونكي ته له پېښو د ډېر لرې والي احساس وركوي.
دغه راز په كتاب كې څو ځايه وينو چې د اول ګړي راوي ځاى دوهم ګړي راوي نيولى دى.
( د تېښتې لار) تر عنوان لاندې لولو: (( چې سړى په خپل كلي كور وي، كه له يوې خوا سېلاب راشي، بلې خوا ته به ځان ګوښه كړې.
كه ابا په غوسه شي ادې ته به پناه وېسې، كه لمر درسره لوبې نه كولې، د سرور سره به يارانه ټينګه كړې.
كه سرور دې هم ورټي نو بيا د نجونو سره كېنه او دا كيسۍ ګردانوه. اكو بكو سر سيندكو غوا مې ولاړه په ترپكو اباسين بېلې بېلې پكې ناسته درخانۍ ، درخانۍ خورې راووځه په لستوني كې دې څه دي؟ غټې غټې مۍ ، اليشرنګه ډبولۍ.
كه نجونې در نه وتښتي نو د باغ د دېوال لاندې كېشپ راوباسه د خټو كلا يې پر شا جوړه كړه، د خټو نامزكه پرې سپره كړه بيا نو مزې پرې واخله چې بېغمه د ناوي پالنګ په شا دېخوا اخوا چكر لګوې، كه هغه و نه شو د باغ مڼه راوشكوه په چاقو ورنه څرخ جوړ كړه د نهر نه په لاس نرى لښتى را بېل كړه جړوبي ته يې څرخ ونيسه او داسې وګڼه چې ژرنده ګړى پاينده خان يې.)
لوبې د ماشومانو د ژوند يوه برخه ده. ماشومان د عادت له مخې او بيا بيا لوبې كوي.
دا هغسې پېښې نه دي چې صرف يو ځل واقع كېږي، لكه دوه كسه برېتور چې د راوي كورته ورغلي او دده له مېرمنې يې د دۀ تپوس كړى وي.
په ژوندۍ ژبه كې، په هغه پښتو كې چې ورباندې غږېږو، د ورځني ژوند د تكرارېدونكو واقعاتو د بيان لپاره يوه مناسبه طريقه همدا د دويم ګړي ليدلوري انتخاب دى. په داسې انداز لكه زمونږ مخاطب چې دا كارونه بايد تر سره كړي.
د خلكو پښتو ته د اهميت وركولو په بركت د استاد نثر فصيح او خوږو خبرو ته ورته كېږي لكه څوك چې څه اوري.
استاد د ليكلو هغه طرز نه خوښوي چې له ويلو ډېر بېل وي. دى ليكي چې د امريكا راډيو په پښتو څانګه كې به يې (( تل په دې جنجال و چې د پښتو ښكلا او قوت خو په همدې كې دى چې لا تر اوسه د هغې د ليكلو او ويلو ژبه دومره فرق سره نه لري.)) د كتاب ۲۲۶ مخ
دى همدې مقصد ته د رسېدو لپاره دغه كارونه كوي:
۱- هغه لغت غوره ګڼي چې د افغانستان عام پښتانه يي استعمالوي. دا لغت ممكن پښتو وي او يا د بلې ژبې، خو چې عوام يې وايي د استاد خوښ دى.
۲- عاميانه اصطلاحاتو او محاورو ته ډېر پام كوي.
۳- كله نا كله د عادي خبرو په پيروي د جملې فعل حذفوي. مثلاً د كتاب په لسم مخ كې لولو: (( صندلۍ ته خوګياڼيوالو چرګۍ ويله، بس مينځ كې نغرى، پكې غټې سكروټې، په خوږلن پټې.
هغه وخت لا د وسپنې نه جوړ شوى منقل نه و، بس د كوټې په منځ كې نغرى، درې خوا يې نيالچې.
برسر يې د ابا و، د دېوال خوا د لالا، د كړكۍ يا وره خوا د موراو خويندو…))
دلته د (و)، (وې) او(وه) فعلونونه څو څايه حذف شوي دي.
۴- دغه راز د عادي خبرو په پيروي يو نيم ځاى د جملې د اجزاوو ځاى بدلوي. مثال: (( په رښتيا چې هماغه كله منار و چې ما يې په داستانونو كې نوم اورېدلى و، د هډوكو كوپړۍ، د سترګو ژورغالي خالي، ژامې جينګې.)) ۱۰۶ مخ
دلته د صفت او موصوف ځايونه سره بدل شوي دي.
۵- استاد د خلكو خبرو ته د دقت كولو په بركت ډېر ځله د نورو اقوال هوبهو را اخلي او په دې ډول خپل نثر لا ډېر، خبرو ته نژدې كوي.
۶- موږ په رسمي رواجې نثر كې مقدمو ته اهميت وركوو او چې له يوې خبرې بلې ته ځو په دې منځ كې يو څه ويل ضروري ګڼو.
استاد د عادي خبرو غوندې ډېر ځله له يوې خبرې بلې ته نا څاپي ځي چې دا كارهم د ليكني د بې ځايه اوږدوالي مخه نيسي او هم لوستونكى د ناڅاپي توب له ښكلا سره مخامخ كوي.
د ناڅاپي توب ښكلا زموږ په دوديزه ادب پېژندنه كې نه ده معرفي شوې، حال دا چې ښه اغېزناكه وسيله ده ځكه هغه څه چې توقع يې لرو دومره ټكان نه راكوي لكه هغه څه چې توقع يې نه لرو.
مثال د كتاب له سريزې راوړم: (( ژوند يو ستوى نه دى. داسې نه دى چې سړى اوږد عمر وكړي نو خامخا به يې قصه نورو ته مهمه او په زړه پورې وي. د اوړي يوه غرمه په استالف كې د يوه دوست كره د ترخې، تورشې ښوروا مېلمانه وو. ډوډۍ مو د استالف د تخت د پاسه په چمن كې وخوړله. هلته د چوترې په ګوټ كې يو بوډا ناست ؤ چې ده ويل نيكه يې دى. د دغسې خلكو تجربې تل ما ته په زړه پورې وي.
نو پوښتنې مې ور نه كولې خو ده راكې وچه كړه، ويې ويل چې په دې نوي كالونو كې دى حتى د استالف تخت ته چې د نيم ساعت مزل دى هم نه دى ورختلى، نو مايوسه شوم…..))
زموږ په رواجي نثر كې د سر د دوو جملو او د مېلمستيا د خبرې تر منځ معمولاً يو څه نوره توضيح هم وي.مثلاً داسې: زه به په دې باره كې د يو بوډا كيسه درته وكړم چې ډېر كاله پخوا مې په يوه مېلمستيا كې ليدلى و.))
استاد په خپله اټوبيوګرافي كې يو ځاى ليكي: (( زه د هماغه اول سر نه ياغي پاتې شوى يم. مسلط ارزښتونه مې په ناغېړۍ منلي……)) ۲۵۸ مخ
دى د قلم په دنيا كې هم د رسمي ژبې او رسمي ادب په مقابل كې د غير رسمي ژبې ملاتړى دى.
دغه ملاتړ پښتو ادب ته ډېر څه وروبخښل د ده اثار عوام او خواص دواړه خوښوي. دغسې اثار چې لوستو او كم لوستو ته يو شان منلي وي د اجتماعي ذوق په وده او د ادب په پرمختګ باندې ژور اغېز كولاى شي.
البته د استاد د اټوبيوګرافي او نورو اثارو د محبوبيت وجه يوازې ساده نويسي او د خبرو ژبې ته د ورته طرز خپلونه نۀ ده. دى نورو ډېرو ټكو ته هم پام كوي.
استاد يوازى د پېښو مفهوم نه را اخلي بلكه ډېر ځله پېښه ويني. كله چې پېښه په ټاكلي زمان او مكان كې بيان شي او لوستونكې ته هر څه دومره نږدې شي چې واقعه پخپله وويني او وايې وري، دى چارې ته د كيسو په فن كې صحنه ( (Scene جوړول وايې.
د ښاغلي شپون په اټوبيوګرافي كې ګڼې صحنې وينو چې دا يې د اثر د كاميابۍ لوى علت او يا ممكن تر ټولو لوى علت وي.
استاد چې كله د پېښو، تجربو او مشاهدو خلاصه هم را اخلي، تر وسه وسه هڅه كوي انځور وباسي او نېغ حالت زموږ سترګو ته ودروي. مثال: ((يو خو هغه پېښور و چې زه يې په قفس كې وم. هره خوا ډار بې امني د ځايي چارواكو او افغاني تنظيمي فرعونانو، د پېښور په اصطلاح، د بكې شبكې، د عربو ټركونه او ډاټ سنې چې له بړستنو او د خرما له ټوكريو ډكې كوڅه په كوڅه ګرځېدې او چې هسې يا د كوم دوكان او يا د تېلو د ټانګ سره به تم شوې، د خلكو به ورباندې داسې هجوم وو، لكه مچانو چې په مردارې بڼ جوړ كړى وي.
بمبل ږيرې وې چې تر شا يې مشران د سپينو، ښځه نوكو اوږدو كميسونو سره، د تورو غومبسو په شان قهرېدلي ناست وو.
د دوى په مجلسونو چې به ورپېښ شوم نو عجيبه صحنه وه. پخوا تر كېناسلو به يې د اوږدو كميسونو د شا لمن په لاسونو هوا ته وارتوله، لكه د چرګ لكۍ چې چجه شي، چې تر كوناټي لاندې يې اوتو خراب نشي.
كشر بمبليان به تر هغې درېدلي وو چې مشر په نيالچه كېني….)) ۲۳۰ مخ
ولسي ژبه، انځوريز بيان او طنز د استاد د نثر لويې سبكي ځانګړنې دي.
مونږ په ولسي ژبه او تصويري بيان وغږېدو. اوس به د استاد په طنز څو خبرې وكړو.
كه د طنز مختلف ډولونه په پام كې ونيسو نو ويلى شو چې په دې كتاب كې داسې پرګراف لږ پيدا كېږي چې طنز پكې نه وي.
كه زه جاهل سړي ته افلاطون ووايم دا طنز دى. يو څه مې وويل او منظور مې بل څه ؤ.
خو يو څه ويل او بله معنا اخيستل د ادبي ژبې د ګڼو وسيلو ځانګړنه ده. كله چې وايې سروه راغله او منظور دنګه نجلۍ وي، دلته هم د كلمې د ظاهري او مقصدي معنا تر منځ توپير شته مګر دې توپير طنز نه بلكې استعاره زېږولې ده.
په طنز كې د ظاهري او مقصدي معنا تر منځ يو ټكر وينو. كه د ټيټې ونې نجلۍ ته سروه ووايو، دا بيا طنز دى.
دغسې طنز ته چې ما يې مثالونه وركړل په كلمه كې طنز يا لفظي طنز ( Verbal Irony) وايې. دا د طنز اسان ډول دى، معمولاً يې بې زحمته جوړولى شو.
په دې كتاب كې د لفظي طنز مثالونه ډېر نشته او چې شته په هغو كې د معنا قوت او ظرافت وينو. مثال: (( په همدې لړ كې يو ځلې د ډيموكراسي د لړۍ لومړنى صدراعظم يوسف خان پاكستان ته راغى چې هغه ته تنظيمي مشر عبدالرب رسول سياف په خپلې وينا كې غاښ ماتونكى ځواب وركړى ؤ.
سياف وويل چې كه زه د اسلام اباد په هوايې ډګر كې د ډاكتر يوسف د ښكته كېدو په وخت هلته واى نو ورته ويلې به مې و چې ته دا دومره وخت چېرته وې چې د مسلمانانو ويني بهېدې.)) ۲۰۹ مخ
په دغه مثال كې لفظي طنز وينو مګر هغومره ساده او څرګند نه لكه ما چې يې مثال وركړ.
دغه ځواب په يوه حساب په رښتيا هم غاښ ماتوونكى دى ځكه پرېكنده و نېغ دى مګر كوم دليل چې راوړل كېږي هغه د لوستونكي لپاره قانع كوونكى نه دى.
د ( غاښ ماتونكي ځواب) عبارت يوه داسې توقع زېږوي چې په خپله په ځواب كې نه پوره كېږي او دې فاصلې طنز پيدا كړى دى.
د ادبي او عادي ژبې يو توپير دا دى چې په ادبي ژبه كې داسې كلمې زياتي دي چې ضمني معناوې لرې.
دلته په (غاښ ماتوونكي څواب) كې نور اړخونه هم شته. دغه عبارت د ( قسم خوړلي غليمان)، ( نه په شا كېدونكي انقلاب) او ( نه پخلا كېدونكي دريځ) په څېر د هغه وخت له سياسي ژبې سره چې په افغانستان كې د تشدد كلچر پياوړى و، تعلق لري.
په ( غاښ ماتوونكي ځواب) كې هاغه وخت ته هم اشاره شته. كه په يوه سبك كې د بل سبك كلمې راشي، ممكن طنز رامنځ ته كړي. د استاد د خپل نثر لحن (tone) جدي نه دى خو ( غاښ ماتوونكى ځواب) د جدي او عصباني سبك عبارت دى. له دغسې توپيره هم طنز پيدا كېږي.
يو بل مثال: (( دا وخت، بلكې د داود خان د راتګ سره جوخته، پرچم شاهي په زور كې او د نور محمد تركي د خلقيانو برخه خواره شوه. هغه خواركي ډېر كوښښونه وكړل چې هلكو پرچميانو، ټولې ګوتې په خوله مه منډئ خلقيانو ته هم برخه وركړئ خو پرچميانو داود پره كړى و او داسې يې پوهاوو چې يوازې موږ يو چې ستا وفا داره ملګري يو…..)) ۱۵۹ مخ
موضوع سياسي او د هېواد په كچه ده خو د بيان سبك داسې دى لكه چې څوك په حجره كې په وړه كليوالي موضوع غږېږي.
د سبك او موضوع تر منځ توپير طنز پيدا كړى دى. د استاد اټوبيوګرافي د طنز له دا رنګه مثالونو مالا ماله ده.
كله چې د ډارمې كركتر ته حقيقت يو ډول او نندارچې ته بل ډول ښكاري، له دغه توپيره ډراماتيك طنز پيدا كېږي. دا د طنز يو عالي ډول بلل شوى دى او د استاد په اټوبيګرافي كې يې ډېر مثالونه موندلى شوو لكه: (( د سرور خان يوه خبره مې هر ځاى كړې او هېڅ به مې هېره نشي چې كلاوس ورته وويل، ته خو اوس په حزب اسلامي كې يې، اتلس كسه مو قرباني وركړي، نو كه روسان ووتل او قدرت ستاسو شو نو بايد چې غټ منصب دركړي. د كوچيانو رئيس به شې او كه څنګه؟ سرور خان په خندا وويل، كلاوشه، ( هغه به كلاوس ته كلاوش ويل) ماموريت ګناه ده ځګه چې په هغې كې رشوت، حق تلفي، خنايت( خيانت) خامخا راځي، دا كار نه كوم، چې جهاد ختم شو نو په ازره كې د يوې غونډۍ پورې كېږدۍ لګوم، يو تره خولى سپى به رانه تاو راتاو كېږي، يو څو مېږې به مې شپاله كې بغېږي، په بېغمه زړه به د اوس په شان خپل قاچاق كوم!)) ۲۱۴ مخ
د حلالې روزي په باره كې د سرور خان او لوستونكي د نظر تر منځ توپير شته چې ډراماتيك طنز يې زېږولى دى.
استاد په خپل كتاب كې د ګڼو كسانو خبرې را اخسيتې خو خپله تبصره يې نه ده ورباندې كړې او په دې ډول يې كامياب ډراماتيك طنز پيدا كړى دى.
زمونږ ځيني ليكوال د خپلو تبصرو په وجه طنز تباه كړي خو استاد په دې راز ښه پوهېږي چې طنز په تشريح ژوبلېږي.
د ډراماتيك طنز يو بل مثال: (( د ابا په نزد د مكتب مضامين علوم نه بلكه فنون وو، علم يوازې ديني زده كړه وه. په تېره په جغرافيايې باندې خو د كفر فتوا وه.
تر دې حده چې په خپله د جغرافيې استاد به ويل، په امتحان كې به ليكئ چې مځكه غونډارې يا كروي ده، خو عقيده به نه پرې كوئ.))
ډراماتيك طنز لوستونكي ته اجازه وركوي چې په واقعاتو باندې د ليكوال له مداخلې پرته قضاوت وكړي. استاد د داسې حالتونو له يو ځاى كولو سره ډېره دلچسپي لري چې د يو بل په څنګ كې طنز پيدا كوي.
كتاب په دې پيليږي چې د راوي كورنۍ درې سوه جريبه زمكه لرله مګر دوى په كې په نس ماړه نه وو. د متضادو موقعيتونو راوړل د كتاب تر پايه پورې وينو او دا د طنز يو بل عالي ډول دى.
استاد د خپل يوۀ بنګالي ملګري، ديپك، په باره كې ليكي: (( ديپك په خپل حساب ډېر كمالات لرل. په وجود تر ګاندي نه هم نيشتوكى و، خو اواز يې د توپ په شان غوړمبهار كاوه.
نور د خداى په نالت لړلى غونج مونج و خو خداى خبر په سترګو كې يې كومه جادو وه چې د نجلۍ به چې ور سره پېژندګلوي وشوه بيا به په بستر كې ورسره پرته وه.)) ۱۰۳ مخ
په ولسي ژبې، طنز او تصوير سر بېره د استاد د نثر په ښكلا كې ځينې نور تخنيكونه هم برخه لري.
په دې كتاب او د استاد په نورو داستاني اثارو كې د پېښو د بيان په وخت هڅه كېږي چې روايت داسې تنظيم شي چې لوستونكي ته تلوسه ور پيدا كړي. مثال: ((د هغه وخت حبيبيه د ښار په منځ كې د باغ عمومي د پله څنګ ته يوه دوه پوړيزه ودانۍ وه.
هر پوړ يې شل دېرش صنفونه لرل، خو په دريم پوړ كې صرف يوه خونه وه چې موږ هغې ته د ورتګ نه منع وو.
په هغې كې يو موموز سړى اوسېدو، د چا سره يې تګ وراتګ نه درلود، كله كله به مو وليد چې د كوټې نه راوزي، د مكتب په انګړ كې د سيمي دروازې خوا ته ځي.
دغه دروازه تړلې وه او يو چپړاسي، لښته په لاس يې مخكې په چوكۍ ناست و چې شاګردان بې اجازې بهر و نه وځي. نو دا سړى چې به ور ورسېد، چپړاسي به ورته په لاس سلام وكړ او ور به يې ورته پرانيست.
په ونه دنګ او په وږو پلن و، مخ يې سور او سترګې يې ترخې شنې وې خو هېڅ لوري ته يې نه كتل.
كرار به د انګړ نه ووت او ساتونه پس به بېرته راغى، ور به ورته خلاص شو، د انګړ نه به په پوړيو باندې خپلې كوټې ته وروخوت.
معلمانو به قفقازي صيب باله. موږ به يې د نورې ګروېږنې نه منع كولو، خو نورڅۀ به يې نه ويل. په يوې رخصتۍ كې ما د دغه مرموز سړي موضوع له خپل پلار سره را برسېره كړه. حيراني دا وه چې پلار مې ويل چې زه يې پېژنم…..))
۶۵ او ۶۶ مخونه
كله چې موږ د ځان په باره كې غږېږو ممكن ډېر عيني ونه اوسو. په خپل ځان، خپلو فكرونو او احساساتو كې ډوب شو خو د استاد نثر تر وسه وسه عيني او ابجكټيف دى.
ښاغلى شپون د كتاب په پاى كې د ليكوالۍ د هنر په اړه خپل ځينې نظريات ليكي چې زما په خيال د ښې ليكوالۍ لپاره مهم ټكي پكې دي.
دى ليكي: (( هنر به د نورو احساسات تخنوي ليكن خپله هنرمند سمه نه ده احساساتي شي، ځكه بيا يې كنټرول له لاسه وځي… د شاعر قلم او تخيل د ده د كار افزار دي.
هماغسې چې كه د تركاڼ پښې او لاس ورېږدي، نو نه ور جوړوى شي نه يوم، دغسې كه شاعر خپل قلم او تخيل ښكېل نه كړاى شي نو نظم به يې هنري شعر نه شي.)) ۲۶۳-۲۶۴ مخونه
استاد هڅه كوي چې ډېره ترخه پېښه هم په ارامو عصابو بيان كړي. چې په كرارو عصابو غږېږو، اورېدونكي مو په خبره ډېر باور كوي، نه ورته احساساتي ښكارو ، نه د كوم اړخ پلويان او صاحب غرض.
پخوانو ويلي دي چې صاحب غرض مجنون است.