شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهد ایران سفیر له باور لیک پرته په کابل کې خپله دنده...

د ایران سفیر له باور لیک پرته په کابل کې خپله دنده پیل کړه

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏ د کابل لپاره د ايران نوي سفير حسن کاظمي قمي له کوم باور ليک وړاندې کولو او دیپلوماتیک پروتوکول پرته په کابل کې خپله دنده پیل کړه.

د طالبانو د رژيم بهرنيو چارو وزارت له خپل وزیر مولوي امیر خان متقي سره د ایراني سفیر د لیدنې عکسونه خپاره کړي او ویلي، چې د نوي سفير په توګه په همدې لومړۍ ليدنه کې حسن کاظمي قمي طالب لوري ته ویلي، چې د اوبو د مدیریت هڅو کې د ایران د حق نه ضايع کیدو ته پاملرنه وکړي.

سرچینه وايي، ملا متقي د نوموړي په ځواب کې ویلي، چې دمګړۍ د بارانونو د کمښت او وچکالۍ له امله عذر لري، خو هیله من دي چې وروسته دا ستونزه حل شي.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، چې د نړۍ هیڅ هېواد ېې په رسميت نه پيژني؛ یو شمېر نورو هېوادونو د خپلو سفارتونو لپاره کابل ته سرپرستان لیږلي، خو ایران رسما یو تن د خپل رسمي سفیر په توګه استولی، چې د حقوقي چارو کارپوهان ېې له طالب رژیم څخه په اړه د وضاحت غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب