تکبر او غرور هغه حالت ته وایي، چې یو انسان تر نورو ځان لوړ وګڼي او بېځایه د نورو انسانانو پر تله ځان برتر او ښه وبولي.
دغسې کسان ځان غوښتونکی وي او تل د بېځایه تکبر او غرور په سریښو ککړ وي. نور د ځان په نسبت حقیر ګڼي او د ژوند په ټولو برخو کې ځان ته د یوه مهم کس په توګه د دې حق ورکوي چې نور د ده درناوی وکړي او بې له دليله د ده هره خبره ومنل شي. حق او ناحق يې د ځان په هکله صفت کول خوښېږي او ځان ورته جمیع الکمالات ښکاري.
تکبر او غرور ستره ناروغي ګڼلای شو، ځکه متکبر او مغرور انسان به ارو مرو کینه ګر، شقاق، دروغجن، فتنه ګر او ریاکار هم وي. بې له شکه دغه صفات د یوه سالم انسان به وجود کې ځای نه شي نیولای. مغرور انسانان هېڅکله سعادت او نېکمرغۍ ته نه رسېږي، ځکه تل د نورو انسانانو په هکله شکمن او بېباوره وي. خدای ج هم متکبرین نه خوښوي نو ځکه ځای به یې په دوزخ کې وي.
زموږ ستر لارښود حضرت محمد ص هم فرمایي:
د هغه چا چې د یوې وربشي دانې په اندازه هم تکبر په زړه کې وي، د خدای ج له لیدو به محروم وي، ځکه خدای ج متکبر او مغرور نه خوښوي او وایي:
تکبر زما سره ښايي، ځکه زه د دې ټول جهان مالک او خالق یم، څوک چې زما سره برابري کوي ځای به يې دوزخ وي.
بې له شکه چې تکبر او غرور له لوی خدای ج سره ښایي، ځکه چې خدای ج دانا او توانا دی. په هر څه پوهېږي او هر څه کولای شي. نه د چا مرستې ته اړتیا لري او نه له چا څخه د خواخوږۍ هیله لري.
يوازې خدای ج دی، چې له هر څه پوره او د ټول جهان خالق او مالک دی.
دا د انسانانو کمزوري ده چې کله به يې له وېرې لمر، سپوږمۍ، کله اور، اوبو او کله نا کله ډول- ډول ځناورو ته د درناوي په توګه سر ټیټاوه. سره د دومره کمزوریو ځينې انسانان بیا د تکبر او غرو په ناروغۍ اخته وي، فکر کوي چې دا نړۍ پر دوی ولاړه ده.
دا تکبر او غرور و چې د فرعون ځای د نيل تل وګرځېد او مقدوني سکندر د یوې میاشې له لاسه خپله ساه تر یونان ونه رسوله.
که سم او پر ځای ورته ځیر شو خدای ج انسانان اشرف المخلوقات پیدا کړي دي. د اسلاميت او انسانیت په چوکاټ کې يې اسلامي، انساني او ملي غرور هم ورکړی دی.
له دې بل ستر ویاړ او غرور چېرې دی، چې انسان لومړی اشرف المخلوقات او بیا یې د اسلام وياړ ور بخښلی دی. کورنۍ، ټولنه، هېواد یې ورکړي دي. اسلامي او انساني وياړ، د اعتدال په صورت کې ملي غرور د انسانانو معقول حق دی.
نه دا چې د ملي غرور په نامه د ټولو ګاونډیانو روا حقوق تر پښو لاندې کړي، حق او ناحق د هغوی په ځورولو لو لاس پورې کړي.
وایي:
“موږک په سوري نه شو ننوتلای، په لکۍ پورې يې چج هم وتاړه.”
له بده مرغه زموږ ځینې افغانان د بېځایه تکبر او غرور په ناروغۍ اخته دي.
همغه د موږک خبره ده، د سوال لاسونه يې تر ایران او توران پورې غځېدلي دي، خو دوی بیا د غرور په ډنډ کې تر اوږو پورې ډوب دي.
سمه ده چې موږ ملي غرور لرو، ډېر اشغالګر مو ډبولي دي، خو دا په دې مانا نه ده چې اوس دې موږ د همغو اشغالګرو خیرات ته شپې او ورځې سبا کړو.
ملي غرور دې ته وایي چې مات مې کړي اوس خیرات هم درکوم نه دا چې خیرات به را کوي.
دوستانو راځئ له بېځايه تکبر او غرور څخه تېر شو، په ژوند کې پر اعتدال باور ولرو، یو او بل ته درناوی وګړو، یو او بل سره مينه وکړو، هېواد مو اباد کړو، له خیرات غوښتلو څخه ځان وژغورو، د اسلام او انسانیت پر لار روان شو. تر څو په نړۍ کې له سیالانو سره سیال شو.
سلامونه
آیا افغاني غرور مفيد دی که مضر??
داچې په مليونونو مليونونوافغانان د نړۍ ټولو وچو اولمدو هېوادونو هېوادونوته مهاجر شوي دي مګر یيا همدغو هيوادونو نه ځانونه پورته ګڼي یا پر دوی د کافر مرتد ملهد دهريون ا د ن ټاپې وهي ۔روا دي???