پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د پښتو ژبي لومړنی تدریسي کتاب | عبدالباري جهاني

د پښتو ژبي لومړنی تدریسي کتاب | عبدالباري جهاني

که څه هم چي د امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان په زمانه کي خو هم په پښتو ژبه ځیني متنونه چاپ سول خو د اعلیحضرت امان الله خان په زمانه کي، د لومړي ځل لپاره، ابتداییه ښونځیو ته، په ۱۹۲۱ کال کي، د پښتو ژبي لومړنی تدریسي کتاب چاپ سو. د کتاب پر لومړي مخ داسي لولو:

د کتاب د لومړیو دریو مخونو پر لاندنیو برخو، ډېره زیاته، سیاهي توي سوې ده او د لوستلو څه یې پکښي پرې ایښي نه دي. خو له نېکه مرغه چي نور ټول کتاب، چي څلوېښت مخونه کیږي، سالم پاته دی او ښه لوستل کېدلای سي.

څرنګه چي دا، زما په عقیده، په افغانستان کي د پښتو ژبي لومړنی تدریسي کتاب دی نو حتما به ډیري زیاتي نیمګړتیاوي لري خو د اعلیحضرت امان الله خان په ښېګڼو کي یې ځکه ورشمېرلای سو چي د دونه زیاتو داخلي او بهرنيو ستونزو سره سره یې هم د پښتو ژبي ته دونه توجه وکړه چي د لومړي ځل لپاره یې تدریسي کتاب ورته خپور کړ. د پښتو ژبي په دې لومړني تدریسي کتاب کي، زما لپاره، تر ټولو مهم د «ځ» د توري استعمال دی.

له دې درسي کتاب څخه مخکي ما د «ځ» توری په هیڅ  پښتو متن کي نه دی لیدلی او فکر نه کوم چي بل چا به هم لیدلی وي.

زما سره د لري پښتونخوا قلمي نسخې په لاس کي نسته؛ خو د قاضي ګل احمد مهاجر پشاوري د درسي کتاب څخه څه باندي څلوېښت کاله مخکي په بمبیی کي په ۱۸۷۹ کال کي د عبدالحمیدمومند په دېوان کي د «څ» او «ځ»  توری دواړه د «څ» په شکل لیدل کیږي.

چه پتورو ستره ګو تور رانچه شی پورِ

له یوی توری بلا پاڅی سل نورِ

تور سترګی تور زلفی توری وروڅی

دا همه توری بلا دی آدم خورِ

له یوی بلا څوک څان ساتلی نشی

ماته ټولی سل بلا سوې پیله پورِ

اوس څما له نام و ننګ سره څه دی

ولی ویر کا ویره ژلی په سرتورِ

که ته څان ته افلاطون وایی ناصحه

ماته عین لیونی د مجنون ورورِ.

د خیرالبیان د ۱۳۵۳ کال  په عکسي چاپ کي د «ځ توری» تر «د» لاندي د ټکي په ایښودلو سره افاده کېدی او د «ږ» توری د «د»  په غېږ کي د ټکي په ایښودلو سره ښودل کېدی. په مقابل کي بیا د «ژ»  لپاره له «ږ» څخه کار اخیستل کېدی. مثلا د پېژندګلوی پر ځای یې پږندګلي لیکل.

د ډورن په منتخباتو کي، چي زیار یې په حقه د ستایلو دی، او د پخوانیو متونو رسم الخط یې په عین شکل را اخیستی دی. د نورو تورو تر څنګ، چي هر لیکوال د خپلي خوښی سره سم لیکلي دي، د « ځ » توری هیڅ نه لیده کیږي.

تر اوسه پوري اکثریت څېړونکي په دې عقیده دي چي د «  ځ » توری د کندهار د وخت ریس تنظیمه محمدګل خان مومند، چي پښتو ژبي ته یې بې ساري خدمتونه کړي دي، ایجاد کړی دی. له دغه وخته یعني ۱۹۳۳ کال څخه مخکي په کندهار او شاوخوا سیمه کي د ځ توری د «ج» پر سر د ټکي په ایښودلو سره لیکل کېدی. که څه هم چي د «ځ » توری باید د کندهار د پښتو مجلې د شپږمي ګڼي څخه وروسته  په همدغه شکل (ځ) لیکل سوی وای خو دا فیصله سوی شکل یې ایله په دوولسمه او وروستۍ ګڼه کي عملي سو.

څرنګه چۍ د قاضي ګل احمد مهاجرپشاوري ابتکار له محمدګل خان مهمند څخه څه باندي لس کاله مخکي عملي سوی او موږ یې چاپي نسخه په لاس کي لرو نو زه په یقین سره ویلای سم چي دا ابتکار باید قاضي ګل احمد مهاجر پشاوري کړی وي. ځکه چي دا توری، له ده څخه مخکي، نه په اوسني افغانستان او نه د ډیورنډ د کرښي په پوري غاړه پښتونخوا کي لیده سوی دی.

قاضي صاحب، په خپل درسي کتاب کي، څلور پنځه ځله د «ځ» پر ځای «څ» لیکي او د دې معنا دا ده چي د خپل چاپېریال د رسم الخط تر اغېزې لاندي دی خو که څه هم چي تر سل ځله زیات «ځ » په دغه شکل لیکي مګر کله چي یې څلور پنځه ځله د ځ پر ځای څ لیکلې ده نو لاس یې نه دی ور وړی. زه یقین لرم چي دا درسي کتاب به د محمدګل خان مومند له نظره تېر سوی او د «ځ» دغه اوسنی شکل به یې خوښ سوی او انتخاب کړی وي.

د وزیر محمدګل خان مومند له ابتکار ۱۹۳۳ څخه دوه کاله وروسته په ۱۹۳۵ کال کي د کندهارنایب الحکومه سردارغلام فاروق خان، اغلباً د فارسي ژبو لپاره، د معلم پښتو په نوم یوه درسي کتاب د لیکل کېدلو او چاپېدلو هدایت وکړ. دا کتاب د کندهار د، نسبتاً شته منو، خلکو په اعانه چاپ سو؛ او د مضامینو په لیکلو کي یې ډېرو هغو کسانو برخه اخیستې وه چي د کندهار د پښتو مجلې لیکوالان وه. عبدالحی حبیبی د طلوع افغان مدیر، میرزا محمداعظم خان عضو انجمن ادبی، حاجی عبدالغفور خروټی، صالح محمد مدیرمعارف، عبدالخالق اخوندزاده عضو انجمن ادبي. قیام الدین خادم عضو انجمن ادبی، حاجي ولی محمدمخلص. دا مغتنم کتاب په ۱۰۴ مخونو کي ترتیب سوی او باقي شپږمخه یې دوې شیراوشکر منظومې او یوه غلطنامه ده.

په زړه پوري خبره دا ده چي په ټول کتاب کي له سره ترپایه د «ځ » توری بیرته د کندهار په هغه پخوانۍ املاء لیکل کیږي او د «ج » پر سر باندي ټکی ایږدي.

د مطبعې مدیر، چي د کندهار له شیعه او فارسي ژبو وروڼو څخه وو، د کتاب په پای کي په فارسي او پښتو دوه شیراوشکر نظمونه لیکلي دي چي د نمونې په توګه یې د یوه نظم راوړل ګټور بولم.

                          خاتمه د کتاب

کړو تشکر چه دا دوهم تالیف

شو د مجلس د پښتنو تصنیف

نسخه جامع و مفید و نکو

هست نامش معلم پښتو

لیک سوی دواړه فارسي و پښتو

پوه به شي هر سړی په اورېدو

هرکه از خاص و عام برخواند

لفظ افغاني و معنیش داند

هر برادر چه دا کتاب وایی

هم ویل هم لیکل دي فرمایی

تا بداند سواد افغاني

سهل آید بر او زبان داني

څه ښه محبوبه سهله پښتو ده

چه د هر چا کتو ته په تلو ده

بیده وه اوس له خوبه را پورته

شوه په تلوار چه ګوري هر لور ته.

له دې څخه دوه کاله وروسته د پښتو ټولني، په ۱۳۱۶ هجري کي چي ۱۹۳۷ میلادي کیږي، د پښتو ژبه په نوم، د صالح محمد خان کندهاري په قلم، یو کتاب چاپ کړ او بیا هم د ځ لپاره هغه پخوانۍ د کندهار مروجه املاء انتخاب سوې ده.

تر دې لا عجیبه دا ده چي مولوي صالح محمدخان کندهاري په ۱۹۵۶ کال کي د پښتو یو درسي کتاب، چي لومړۍ دوې پاڼي یې لوېدلي دي، چاپ کړ او د «ځ» د توري په برخه کي یې، د کندهار د سیمي، هغه پخوانی شکل تغقیب کړی دی.

خو تر دې لا عجیبه دا ده چي د صالح محمدخان کندهاري د پښتو د درسي کتاب له چاپېدلو څخه ان دیارلس کاله پخوا (زه له دغه څخه مخکي، حاضر، کوم بل متن په لاس کي نه لرم) په ۱۹۴۳ کال کي د کابل مجله، چي د ګل پاچا الفت تر سرپرستی لاندي خپرېدله، د ځ او څ توري د نني ورځي په شکل لیکي:

د استقلال ورځ

شپې او ورځی ټولی یو راز نه دی او نه څوک هر وخت جشنونه او اخترونه کوی. دا لمر او سپوږمۍ هره ورځ او هره شپه د اسمان له هسک بامه ځان ښيی مګر کله کله یې خلق ښه استقبال کوی او د قدر په سترګه ورته ګوری. ځکه چه هر ملت پخپل حیات کښی ځینی ځینی ورځی لری چه جشنونه پکښی کوی او له نورو ورځو څخه امتیاز لری. کابل مجله دیارلسمه ګڼه، لومړی مضمون، د ۱۹۴۳ کال د اګسټ شپږمه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب