یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهاسټرالیا کې یوه مرغۍ په خپل مهارت ځان ته نورې مرغۍ را...

اسټرالیا کې یوه مرغۍ په خپل مهارت ځان ته نورې مرغۍ را جلبوي

تاند ( جمعه، د حمل ۱۳ ) په اسټرالیا کې یوه ښایسته ښځينه مرغۍ د ځان په څېر نورې مرغۍ د ځان لور ته را جلبوي او ورسره یو ځای څو شېبې تېروي.

دا مرغۍ چې د اسټرالیا هېواد د الوتونکو په یوه فارم کې ساتل کېږي، په ښایسته اواز سره یې نور رنګارنګ الوتونکي پر ځان را مات کړي دي.

د معلوماتو له مخې، څېړنو ښودلې، مرغۍ هغه الوتونکی دی چې د عقل او هوش له اړخه ښه فکر لري او هم د جذب په برخه کې ژر اغېز کوي.

دا ښایسته مرغۍ چې ښځینه ذات دی ټوله ورځ سندرې او غاړې کوي او په دې توګه یې نور الوتونکي هم له ځانه سره پوره خوښ ساتلي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا مرغۍ چې کله د ونې پر خاښ کېني او سندرې شروع کړي، نو نورې مرغۍ هم د دې څنګ ته ورځي او ورسره خوښۍ څرګندوي.

د راپورونو له مخې، په اسټرالیا کې دا مهال تر ۳ سوه ډوله پورې مرغۍ شتون لري او د ځینو مرغیو په یو ځایوالي سره ترې بل نوی نسل هم زېږیږي.

دا مرغۍ په خپلو سندرو سره تر ډېره پورې د مرغیو د نورو نسلونو نارینه و سره یو ځای کېږي او ترې هماغه نسل زېږیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب