شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ماین چاودنې ۸ ملکيان ټپیان کړل

ننګرهار کې ماین چاودنې ۸ ملکيان ټپیان کړل

تاند ( جمعه، د حمل ۱۳) د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلال آباد ښار اومې ناحیې اړوند دوسرکې سیمه کې د ماین چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د ننګرهار حوزي روغتون مسوولان بیا وایي، چې د پېښې له ځایه ۸ تنه ټپیان ور وړل شوي،چې روغتیایي وضعیت یی د ډاډ وړ دی.

بل لورته لښکرګاه کې ماین چاودنې شپږ سرحدي پولیس وژلي دي.

یوه امنیتي سرچینه وایي چې نن غرمه شاوخوا لس نیمې بجې د هلمند – کندهار پر لویه لاره د سرحدي پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې، چې په پایله کې یې د سرحدي ځواکونو شپږ سرتېرو خپل ژوند بایللی دی.

د یادو دواړو چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ولایتونو کې ماین چاودنو زور اخیستی او عام خلک یې هم سخت اندېښمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب