چهارشنبه, اکتوبر 9, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۲...

لغمان کې د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي مړه او ټپیان شوي:

تاند( جمعه، د حمل ۱۳) په لغمان ولایت کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۱۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي خلک وایي نن شاوخوا یوه بجه د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند کوټالۍ سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۱۱ تنه ټپیان او یو تن وژل شوی دی.

عام خلک وایي، معلومه نه ده، چې مرمۍ د طالبانو او که د حکومتي ځواکونو له لوري ویشل شوې.

بل لورته د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی هم پېښه تائیدوي.

نوموړی وایي نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د الیشنګ ولسوالۍ کوټالۍ په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ په یوه کور لګیدلې، چې له امله یي د یوې ښځې په ګډون لس تنه ټپیان شوي.

بل لورته د یاد ولایت روغتیا مسوولان وایي د کوټالۍ څخه ورته ۱۷ ټپیان ور وړل شوي، چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او ځینې له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب