جمعه, مې 17, 2024
Home+افغانستان په څوارلسمه پېړی کې (دوهمه برخه)| هاشم مهمند

افغانستان په څوارلسمه پېړی کې (دوهمه برخه)| هاشم مهمند

سریزه:

کله چه ما د «افغانستان په څوارلسمه پېړۍ کې» د لومړۍ برخې لیکنه پای ته ورسوله، متوجه شوم چه د هېواد پیاوړي محقق، تاریخ پوه او لیکوال شهسوار سنګروال صاحب تر ما مخکې تر ورته عنوان لاندې په ډېرو برخو کې د یوې تحقیقي تاریخي لړۍ په لیکلو او خپرولو پیل کړی دی، چه د محتوی له مخې ډېر بډای او مفصل دی. ما یې څو برخې په مینه ولوستې اوپه دې فکر شوم چه زه د خپلې سلسلې د نورو برخو د لیکلو څخه ډډه وکړم، خو پرېکړه مې وکړه چه دې لړۍ ته دوام ورکړم، ځکه زما هدف د لومړي سره د تاریخ لیکل نه وو او نه دي، بلکه غواړم د افغانستان د تېرو سلو کالو د مهمو تاریخي پېښو او بدلونونو یوه کرونولوژي د راپور په شکل د ځوان نسل لوستونکو ته وړاندې کړم او دوی د افغانستان د معاصر تاریخ د پیاوړو محققینو، استادانو او څېړونکو د نظریاتو سره آشنا کړم. دغو استادانو د هېواد د لرغوني تاریخ او د وروستي یو قرن د پېښو په اړه ډېرې نوې څېړنې کړې دي او ډېرنوي حقایق یې د زمان او مکان د عیني شرایطو په رڼا کې په مستنده توګه تحلیل کړي دي. د دغو استادانو د تاریخي څېړنو او تحقیقي مقالو او کتابونو زیاته برخه په روانه دري ژبه لیکل شوې او ان شاالله چه د پښتو ژبې لوستونکې به یې په لوستلو کې ستونزې ونه لري.

 زه هیله لرم چه ځوان نسل، په خاصه توګه د تاریخ مینه وال د دغو استادانو لکه پوهاند سید عبدالله کاظم، اکادمیسین محمد اعظم سیستاني، حامد نوید، ولي آریا، عبدالرحمن زماني، شهسوار سنګروال او نورو استادانو نوي علمي او تحقیقي آثار چه کتابونه یې هم د افغانستان په کتاب پلورنځیو کې شته او هم یې څېړنیزې مقالې او رسالې د افغان جرمن آن لاین او آریانا افغانستان آن لاین د ویبسایتونو په آرشیف کې خوندي شوي دي، ولولي او استفاده ورڅخه وکړي.

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ دوره:

 هغسې چه د دې سلسلې په لومړی برخه کې روښانه شول، نادر خان او د ده ورور سردار محمد هاشم خان چه د کورنیو چارو وزیر و، هڅه کوله چه په افغانستان کې، د امیرعبدالرحمن خان په شان یو پیاوړی مرکزي دولت منځ ته راوړي او د هېواد ټولې سیمې او قومونه د دې دولت تر بشپړې څارنې او کنټرول لاندې راولي.

په دې دوره کې د معارف، روغتیا، بیارغونې او د اقتصاد او تجارت د پیاوړي کېدو په برخه کې یو لړ کارونه وشول، خو نادر خان او هاشم خان د مشروطه نظام سره جوړ نه وو. د نادر خان د واکمنۍ کلونه له لومړي سره د امیر امان الله خان د پلویانو، مشروطه غوښتونکو، په کندهار، غزني او نورو سیمو کې د ناراضه قومونو، آزادو قبایلو د پاڅونونو او د حبیب الله کلکاني د پلویانو له مخالفت او مقاومت سره مخامخ وو.

د لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۴-۱۹۱۸میلادي کلونو) وروسته افغانستان د نړۍ د ډېرو نورو هېوادونو په شان د اقتصادي ستونزو سره مخامخ و؛ کورنۍ جګړې دا حالت نور هم ستونزمن کړی و. بریتانوي هند د نادرخان د حکومت سره پوځي او اقتصادي مرستې کولې، خو د جرمني هېواد هغه پراخې مرستې چه د امان الله خان د حکومت سره یې کولې، تر ډېره حده کمې شوې وې. خو بیا هم د اقتصاد د رغولو په برخه کې هلې ځلې وشوې. د کرهڼې د ودې په برخه کې یو لړ کارونه وشول او د ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکي بېرته ټینګې شوې؛ همدا شان د صنعت ودې او لاسي صنایعو ته پاملرنه وشوه. په هغو کلونو کې سهامي شرکت منځ ته راغی چه وروسته په ملي بانک بدل شو.

په فرهنګي برخه کې د نادرخان د واکمنۍ مهمه لاس ته راوړنه په کابل کې د ادبي انجمن په نامه د یوې ټولنې جوړول وو، چه احمد علي خان دراني، میرغلام محمد غبار، سرور ګویا، محمد قدیر تره کي او نور یې غړي وو. همدا شان د وزیر محمد ګل خان مهمند په نوښت په کندهار کې هم یو ادبي انجمن منځ ته راغی.

محقق او تاریخ پوه ښاغلی شهسوار سنګروال لیکي چه د امان الله خان پلویانو په دې دوره کې په خپلو خبرو او لیکنو کې د نادرخان د کورنۍ پر ضد تبلیغات کول او امان الله خان یې د تخت او پاچاهۍ رښتینی وارث ګانه.

د همدې لیکوال په وینا، دولت د بهرني سیاست او اړیکو په برخه کې هم د ستونزو سره مخامخ و. واک ته د نادر خان تر رسېدو وروسته بریتانوي هند هڅه وکړه د پښتني قبایلو دودیزې خپلواکۍ ته د پای ټکی کښېږدي، خو نادرخان د انګرېزانو د بریدونو په وړاندې چوپه خوله پاتې شو. په دې سره ډېر قبایل د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له نادرخان څخه خفه او ناراضه شول، چه وروسته د مسیدو او وزیرو جنګیالیو په خوست کې پاڅون وکړ.

د ښاغلي سنګروال په وینا انګرېزانو بېره لرله چه امان الله خان به بېرته واک تر لاسه کړي، نو ځکه یې په سرحد کې خپله تګلاره بیا له سره پیل کړه.

 شوروي اتحاد د نادرخان دولت په رسمیت و پېژانده خو پر دې دولت یې ډېر اعتماد او باور نه درلود او اړیکې یې سړې وې. هغه وخت د مرکزي آسیا څخه یو زیات شمېر باسمه چیان چه د شوروي دولت پرضد یې مبارزه کوله د افغانستان شمالي ولایاتو ته راغلي وو.

دغو تاجکانو، ازبکو، قزاقانو او قرغیزانو ته چه شمېر یې زرهاوو کورنیو ته رسېده په بدخشان، تخار، کندز او سمنګان کې ځمکې ورکړل شوې. بله ډله یې د ترکمستان څخه د مهاجرو په توګه افغانستان ته راغلې وه، چه ورته په جوزجان، فاریاب، اندخوی او له هراته تر بلخ پورې ځمکې ورکړل شوې او ځای پر ځای شول.

نو دا د شورویانو د پاره د منلو وړ نه و او همدا علت و چه پر نادر خان یې اعتماد نه درلود او اقتصادي مرسته یې نه ورسره کوله.

په اروپا کي مېشتو افغان روشنفکرانو د آمان الله خان په مشرۍ د نادرخان پر ضد یو ګوند جوړ کړ، چه دغه شخصیتونه یې غړي وو:

محمود طرزي، غلام نبي خان څرخي چه په ترکیه کې و، شجاع الدوله خان، غلام صدیق خان څرخي او عبدالهادي خان داوی، عبدالحسین خان، په اروپا او ترکیه کې یو شمېر محصلین او د سفارت غړي د دې ګوند غړي وو. د ښاغلي سنګروال په وینا د دې ګوند کړنلاره تسوید شوه او په سویس کې یوې پټې غونډې ته وړاندې شوه. د ښاغلي سنګروال په وینا په دې غونډه کې یو شمېر لیرې شوي او برحال افغاني سفیرانو هم ګډون درلود. په دغو استازو کې یو هم سردارعبدالحسین خان عزیز و، چه وروسته یې د دې ګوند د غړو نومونه او د ګوند د پرېکړو جزییات د نادرخان د حکومت سره شریک او د دغې غونډې غړي یې له لوی ګواښ سره مخامخ کړل.

نو نادر خان او وروریې سردار هاشم خان هم د خپلې واکمنۍ په کلونو کې بېکاره نه وو ناست. دوی د افغانستان ډېر نومیالي او منور شخصیتونه، مشروطه غوښتونکي، روشنفکران، لیکولان او د مشهورو او اغېزناکو کورنیو غړي یا اعدام او یا د اوږده او له زجره ډک بند په کلونو کې په زندان کې وساتل. همدا شان د یو شمېر لویو او مشهورو کورنیو غړي هم له خپلو کورونو او کلیو څخه تبعید شول. په دې ډله کې د غلام نبي خان څرخي، محمد ولي خان، شجاع الدوله خان، کونړي میرزا زمان خان او نورې کورنۍ شاملې وې. وروسته غلام نبي خان څرخي پرته د محکمې د حکم ووژل شو، چه سخت غبرګونونه یې راوپارول.

 د همدغو جنجالونو په نتیجه کې په خپله نادر خان او ورور یې سردار عزیز خان چه د مرحوم داود خان پلار او په برلین کې د افغانستان شارژدافیر و، هم ووژل شول او اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د ۱۹ کلونو په عمر واک ته ورسېد.

د واک پیل:

پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه د ۱۲۹۳ هجري شمسي کال د تلې میاشتې په ۲۲مه زېږېدلی او په لس کلنۍ کې د خپل پلار نادرخان سره فرانسې ته لاړ. ده خپلې لومړنۍ زده کړې په فرانسه کې وکړې او کله چه یې پلار د افغانستان پاچا شو، دی د ۱۶ کلونو په عمر کابل ته ستون شو او یو کال یې په کابل کې پوځي زده کړې وکړې.

محمد ظاهرشاه د ۱۳۱۲ هجري شمسي کال د لړم په میاشت کې د خپل پلار تر شهادت وروسته د هغه وخت د اساسي قانون له مخې د افغانستان د پاچا په توګه په کار پیل وکړ.

د اعلیحضر ت ظاهر شاه لمسی مصطفی ظاهر په ۲۰۱۶ م کال کې په یوه مرکه کې وویل:

«اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د افغانستان پاچا یو غریب پروره انسان و. داسې یو کس و چه د خپل اولس سره یې رښتینې مینه درلوده او دا تاسو ته د زړه له کومې وایم چه دی، هغسې چه د خپلې کورنۍ سره و، ستاسو سره هم و یعنی د اولس سره و. دی حساس سړی و، د لوړې حوصلې خاوند و، ډېر باصبره و. خو داسې یو کس و چه نه یې غوښتل پاچا شي. ده نه غوښتل قدرت ته ورسېږي. ده نه غوښتل بډای او مشهوره شي. خو تاریخ دی ټېل واهه. د پلار تر شهادت وروسته د ده کاکاګانو د ده سره بیعت وکړ او دی په داسې حال کې چه د اتلس نیمو کالو په عمر و، د افغانستان پاچا شو.»

 اعلیحضرت محمد ظاهر شاه حقیقتاً هم یو نرم خویه، مهربانه او ډیموکرات شخصیت و. د خشونت کولو او زورزیاتیو څخه یې ښه نه وړل او د سوله ایز حل لارو غوښتونکی و. په شخصي ژوند کې ده د هنر، موسیقۍ او ورزش سره مینه درلوده او خپله یې هم په میناتورۍ هنر کې مهارت درلود.

پوهاند سید عبدالله کاظم چه د افغانستان د معاصر تاریخ په اړه ژورې څېړنې کړي لیکي:

«په دې کې شک نه شته چه د ماشومتوبه تر ځوانۍ د ظاهر شاه د ژوند شرایطو او هغو خاصو پېښو چه دی یې په ۱۹ کلنۍ پاچاهۍ ته ورساوه، همدا شان د کورنۍ د مشرانو نفوذ او اغېز، دا ټول  د ده د شخصیت په جوړولو کې رول درلود.»

 دی وړاندې لیکي:

«اعلیحضرت ظاهر شاه خپل د ماشومتوب دوره په یوه اشرافي او د لوړ عزت خاوند کورنۍ کې په ډېر ناز او نعمت کې تېره کړه. لا لس کلن و چه فرانسې ته لاړ او د هغه ځای د ژبې او غربي فرهنګ سره آشنا شو. له هغه ځایه د یو شهزاده په توګه وطن ته ستون شو او څه کم دوه کاله وروسته د افغانستان پاچا شو. په دې توګه تر پاچا کېدو پوري د دربار د دسیسو او رقابتونو څخه لیرې پاته و. د هېچا سره یې دښمني او عداوت نه درلود، د خلکو د شناخت او چاپېریال څخه لیرې پاته شوی و. د هېواد د ژبو اومروجو ادبیاتو سره یې چندانې آشنایي نه درلوده. په هېواد کې د موجود ظلم او استبداد څخه بېخبره و، هېچا ته یې بده خبره نه وه کړې او نه یې هم د نورو څخه بده خبره اورېدلې وه، اقتصادي ستونزه یې نه پېژندله او هر هغه شی چه زړه به یې غوښتل، هغه به ورته محیا کېدل. کله چه د ده ورور محمد طاهر په ډېره ځوانۍ کې وفات شو، نو دی د مور او پلار یواځنی نازولۍ زوی پاته شو او خپلو پنځو خویندو ته هم ډېر ګران و. یو کال وروسته له دې چه افغانستان ته ستون شو، وزیر و ټاکل شو او بې له دې چه د کار تجربه او لازمه مسلکي پوهه ولري، په کار یې پیل وکړ.»

دغو شرایطو او عواملو په مجموع کې د ده د شخصیت په جوړولو کې مهم اغېز درلود. پوهاند کاظم لیکي:

«د ژبې او محیط سره د ظاهرشاه ناآشنایي د دې باعث شوی و، چه دی لږې خبرې وکړي او د ده د نطق او بیان توان چه د یوه زعیم د پاره ډېر مهم دی کمزوری شي. د واکمنۍ په کلونو کې ظاهرشاه یو ډېر مهربانه او د پاک زړه، د لوړ وقار او عزت خاوند خو په عین وخت کې ډېر مات او متواضع شخصیت و، چه هېڅکله د چا د آزار او اذیت کولو په فکر کې نه و. د پلار د شهادت په صحنه کې حاضر و او د پلار د وژل کېدو درد یې په خپل ټول وجود احساس کړ، خو د دې پر ځای چه د غچ اخیستلو په فکر کې شي، د وینې بهېدنې او انسان وژنې څخه بېزاره شو.»

واک ته د اعلیحضرت ظاهرشاه رسېدل یوه ډېره غیرمترقبه پېښه وه. ده هېڅ ډول تجربه او تیاری نه ورته درلوده، بناً دی مجبوره و، چه واک خپلو کاکاګانو ته وسپاري، ځکه چه هم د سلطنت شریکان وو او هم د واک کیلي د هغو سره وه.

د اعلیحضرت محمد ضاهر شاه د پاچاهۍ څلوېښت کلنه دوره تر ټولو پخوانيو پاچاهانو اوږده دوره وه او قدرت په لومړیو دېرشو کلونو کې د ده د کورنۍ د مشرانو په لاس کې و. سردار هاشم خان، غازي شاه محمود خان او وروسته سردار داود خان یو په بل پسې د صدراعظم په توګه وټاکل شول او په بشپړ واک سره یې د هېواد د چارو اداره په لاس کې وه.

 په دغو دېرشو کلونو کې ظاهر شاه یواځې په سمبولیکه توګه د افغانستان پاچا و او د پالیسیو په ټاکلو کې یې رول نه درلود. البته په ځینو چارو کې مشوره ورسره کېدله او ځینې هدایتونه یې ورکول، خو دا ټول په کورنۍ مشورو او بحثونو کې تر سره کېدل.

اعلیحضرت یواځې د خپلې واکمنۍ په وروستیو لسو کلونو کې خانداني واکمنۍ ته د پای ټکی کښېښود او د چارو واګې یې په خپل لاس کې ونیولې. دغه دوره د ډیموکراسۍ د لسیزې په نامه یادېږي او نور د صدراعظم او کابینې ټاکل او ټولې نورې چارې د ده په امر او هدایت ترسره کېدې.

د سردار هاشم خان دوره:

د یادونې وړ بولم چه افغان تاریخ پوهانو د هاشم خان او وروسته د شاه محمود خان غازي د صدارت او د دوی د کړنو، لاس ته راوړنو او دا چه پر هېواد او اولس څه تېرېدل، کوم بدلونونه منځ راغلل او کومې ستونزې یې لرلې، لږې لیکنې کړې دي. یواځې پوهاند کاظم تېر کال د شاه محمود خان غازي د صدارت د کلونو د پېښو په اړه پر حقایقو بنا مستند تاریخي اثر د کتاب په بڼه لیکلی دی.

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ د دورې لومړی صدراعظم د ده مشر کاکا سردار هاشم خان و، چه د نادر خان د واکمنۍ په دوره کې يې هم د صدارت چارې پر مخ وړلې او مجموعاً ۱۷ کاله د افغانستان صدراعظم و. په دې دوره کې یې د ډپلوماتیکو اړیکو د رغولو په مقصد شاه ولي خان له لندن نه پاریس ته واستاوه، خو بل ورور یې سردار شاه محمود خان غازي د پخوا په شان د دفاع وزیر پاته شو.

سردار هاشم خان یو ډېر مستبد او مطلق العنانه صدراعظم و. د مشروطه نهضت او د سیاسي او مدني آزادیو ډېر مخالف و. د دولت د مخالفینو په وړاندې ډېر بې رحمه و. د ده د صدارت په دوره کې د هېواد زندانونه د سیاسي بندیانو، مشروطه غوښتونکو او ناراضه قومي مشرانو څخه ډک وو. هڅه یې کوله پر هر څه بشپړ کنټرول او نظارت ولري. د ده په برخه کې دا مشهوره ده چه دی به دشپې تر هغه نه ویده کېده تر څو د هېواد له ټولو ولایاتو به یې د خیریت راپور نه و تر لاسه کړی.

په اقتصادي چارو کې د ده لوی مشاور عبدالمجید خان زابلی و او مخابراتي چارو ته یې هم ډېره پاملرنه کوله تر څو د هېواد د ګوټ- ګوټ سره په تماس کې وي.

د بهرنيو اړیکو په برخه کې هاشم خان له لومړي سره د ایران، بریتانوي هند، ترکیې او شوروي اتحاد سره اړیکې تینګې کړې او هڅه یې کوله د نورو هېوادونو سره هم سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې ولري، خو د ترکیې او شوروي اتحاد سره د اړیکو د انډول او موازنې په ساتلو کې له ستونزو سره مخامخ و.

ترکیې د جرمني په مرسته د پان ترکي غورځنګ ملاتړ کاوه او د یوه واحد ترکستان د جوړېدو په فکر کې وه او په دې توګه یې د روسانو د نفوذ د زیاتېدو مخنیوی کاوه. جرمني هم د شورویانو پر ضد په افغانستان کې د مرکزي آسیا څخه راغليو ترکي آزادي غوښتونکو سره د وسلو او پیسو مرسته کوله.

جرمني دا هم غوښتل چه د افغانستان، ترکیې او ایران سره د نژدې اړیکو له لارې په هند کې د بریتانویانو واکمنی وننګوي. په دغو شرایطو کې سردار هاشم خان هڅه کوله په اړیکو کې توازن او انډول وساتي تر څو د بریتانوي هند سره د ده اړیکو ته زیان و نه رسېږي. ده همدا ډول د امریکې سره د ډپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو هڅه وکړه.

 ښاغلی سنګروال لیکي:

«افغانستان په ۱۹۳۷ م کال د جولای په اوومې نېټې د تهران په سعدآباد ماڼۍ کې د ایران، ترکیې او عراق سره یو تړون لاسلیک کړ. دې هېوادونو موافقه وکړه چه له یو بل سره به اقتصادي او فرهنګي اړیکې ټینګوي او که کوم بهرنی هېواد د دې موافقې پر یوه غړي هېواد برید وکړي، نو دوی به یو د بل په ملاتړ ودرېږي.»

د همدې لیکوال په وینا:

«په ۱۹۳۸ م کال د هټلر حکومت د افغانستان د جغرافیوي اهمیت له مخې د افغان حکومت سره اقتصادي او تخنیکي مرسته وکړه او د ۱۹۳۹ م کال د اګسټ په میاشت کې یو سوداګریز تړون هم لاسلیک شو. لودویک ادامیک لیکي چه جرمنانو د تړون د لاسلیکېدو وروسته ژمنه کړې وه چه افغانستان ته به د اوږدې مودې یو لوی پور ورکړي، تر څو افغانستان وشي کولای د فابریکو د پاره لازم وسایل او تجهیزات رانیسي. خو یوه میاشت وروسته په اروپا کې دوهمه نړیواله جګړه پیل شوه.»

په دې نړیوالې جګړې کې (۱۹۳۹-۱۹۴۵م کلونه) هاشم خان د لومړۍ نړیوالې جګړې په شان د افغانستان بېطرفي وساتله. خو دې جګړې افغانستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ کړ او د هېواد بهرني تجارت ته یې ډېر زیان ورساوه. په هېواد کې د خوراکي موادو کمښت او د نرخونو لوړېدل د خلکو ژوند د سختیو او ستونزو سره مخامخ کړ.

دې جګړې روسان او انګرېزان یو له بله نژدې کړل او دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه چه په ۱۹۴۱ کال کې ایران ونیسي او د ایران پاچا رضا خان له واکه ګوښه او زوی یې محمد رضا پهلوي واک ته ورسوي.

همدا شان روسانو او انګرېزانو د افغانستان څخه وغوښتل چه آلماني، اطریشي او ایتالوي کارپوهان له هېواده وباسي چه وروسته د لویې جرګې د پرېکړې پر اساس دغه کارپوهان په ډېر درناوي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول او په دې توګه د انګرېزانو او روسانو اندېښنې چه د محور هېوادونو د پلانونو او ګواښونو څخه یې لرل له منځه ولاړې.

د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د ملګرو ملتونو موسسه منځ ته راغله او افغانستان غوښتل د دغې نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړي. د غړیتوب د موافقې د ترلاسه کولو د پاره افغانستان مجبوره و چه د بشري حقوقو د اعلامیې په اړه په هېواد کې یو لړ مهمو بدلونونو او اصلاحاتو ته غاړه کښېږدي او هغه تطبیق کړي. دغه نوي مکلفیتونه د هاشم خان د مستبدې واکمنۍ د شېوې او طریقې سره په ټکر کې وو، همدا وجه وه چه پاچا مجبوره شو په حکومت کې بدلون راولي او واک له هاشم خان څخه خپل بل کاکا سپهسالار شاه محمود خان غازي ته چه اوولس کاله د افغانستان د فاع وزیر پاته شوی و، وسپاري.

 د شاه محمود خان غازي د صدارت دوره:

د شاه محمود خان د صدارت دوره له ۱۹۴۶ م تر ۱۹۵۳ م کال پورې وه چه اووه کاله او څو میاشتې یې دوام وکړ. دا دوره په نسبي توګه لنډه وه، خو د هېواد په معاصر تاریخ کې د هغو مهمو بدلونونو په خاطرچه منځ ته راغلل، هم د امیدونو او هم د ناهیلیو دوره ګڼل کېدای شي.

په دې دوره کې د هېواد په سیاسي او اجتماعي ژوند کې، چه په کې د اوږدې مودې دپاره د فشار او اختناق فضا حاکمه وه، بیا د آزادۍ وږمه وچلېده او د ځان سره یې د ډیموکراسۍ او آزادی زېری راوړ. خو په سیمه کې د طوفاني بادونو پیل د دې پسرلي عمر ډېر ژر لنډ کړ او هغه هیلې او امیدونه چه په هېواد کې د ناخوالو او بدبختیو د پای ته رسېدو دپاره منځ ته راغلې وې، په یاس او ناامیدیو بدلې شوې.

پوهاند سید عبدالله کاظم لیکي:

«د کورنيو او بهرنيو ستونزو تر څنګ د نوي صدراعظم شاه محمود خان ستر چلینج دا و چه له یوې خوا د هاشم خان استبدادي نظام ته د پای ټکی کښېږدی او له بلې خوا د خپل حکومت اساس د نړیوالو تعهداتو پر بنسټ، چه د ملګرو ملتونو په منشور او د بشري حقوقو په اعلامیه کې درج شوي وو، ټینګ کړي. خو نوو سیمه ییزو بدلونونو د شاه محمود خان حکومت د اوږدمهاله ستونزو سره مخامخ کړ. یو له دغو ستونزو د بریتانوي حکومت پرېکړه وه چه وروسته له دوه سوه کاله سلطې له هندوستان څخه ووت او هندوستان یې د دین پر بنسټ د هندوانو او مسلمانو تر منځ د رفراندوم له لارې ووېشه، یعنې یو هېواد هندوستان او بل پاکستان شو. تر ټولو بده خو لا دا وه چه انګرېزانو پاکستان د خپل ځایناستي په توګه معرفي کړ. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې ها خوا پښتنو د برخه لیک او سرنوشت په هکله جنجال له همدې نېټې پیل شو او د شاه محمود خان حکومت د پیل څخه تر پایه د همدې ستونزې سره مخامخ وو.»

د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو وروسته، بله لویه ستونزه د امریکا او شوروي اتحاد تر منځ د رقابت پیل و. په همدې وخت کې امریکایانو په سیمه کې د انګرېزانو ځای ونیو چه د افغانستان پر بهرنيو اړیکو یې ناوړه اغېزه پرېښوده. په پوځي لحاظ امریکایان د پاکستان شا ته ولاړ وو او د افغانستان غوښتنو ته یې هیڅ پاملرنه نه کوله، همدا وجه وه افغانستان مجبور شو شوروي اتحاد ته د مرستې لاس وغځوي. په دې معنې چه شوروي اتحاد ته د نژدې کېدو تصمیم د لومړي ځل دپاره د شاه محمود خان د صدارت په دوره کې ونیول شو. خو د هېواد په دننه کې ځینې مهم بدلونونه هم منځ ته راغلل.

پوهاند کاظم وړاندې لیکي:

«په دې دوره کې د هېواد په دننه کې ستر بدلون منځ ته راغی، چه د امان الله خان د پاچاهۍ تر سقوط وروسته بېساري وو. حکومت د هغې ژمنې له مخې چه د بشري حقوقو د اعلامیې د مندرجو موادو د پلي کولو د پاره یې کړې وې، په سلګونه سیاسي بندیان چه اوږده کلونه یې بې له دې چه کوم ثابت شوی جرم یې کړی وي او تر ډېرو سختو شرایطو لاندې په زندانونو کې ساتل شوي وو، له بنده خوشې کړل. په همدې وخت کې هڅه وشوه د هېواد په سیاسي ژوند کې حاکم وېروونکی اختناق پای ته ورسېږي. په همدې بهیر کې د ښاروالۍ ( بلدیه) او وروسته د ملي شورا د اوومې دورې انتخابات په آزاده توګه ترسره شول. د لومړي ځل د پاره یو شمېر د اولس منتخبو استازو ملي شورا ته لاره وموندله او د لومړي ځل دپاره یې حکومت دې ته مجبوره کړ د ملي شورا څخه د اعتماد رایه تر لاسه کړي. په همدې بهیر کې د مشروطه غوښتونکو ږغ بیا اوچت شو او د مطبوعاتو د قانون په نافذېدو سره تر خاصو شرایطو لاندې د آزادو جریدو خپرېدو ته اجازه ورکړل شوه. په همدې سیاسي فضا کې ځینو سیاسي فعالانو بې له دې چه د ګوندونو قانون وجود ولري، سیاسي ګوندونه تاسیس کړل او ځوانانو د محصلینو اتحادیه منځ ته راوړه چه نظام ته په یو ګواښ بدل شو.»

په دې دوره کې پاکستان هم د پاچا د کورنۍ او د افغانستان د سیاسي بدلونونو پر ضد سخت تبلیغات پیل کړي وو. په ایران کې د رضا خان د واکمنۍ پر ضد پاڅون او د ایران څخه د دې هېواد د پاچا تېښته، د افغان واکمنانو دپاره یو د خطر زنګ و. حکومت بېره لرله چه د ایران بحران او بې ثباتي به افغانستان ته هم سرایت وکړي. همدا وجه وه، چه پاچا پرېکړه وکړه چه د بدلونونو بهیر بېرته پر شا کړي اود ډیموکراسۍ لنډ عمر ته د پای ټکی کښېږدي.

د سردار محمد داود خان د صدارت دوره:

د څوارلسمې پېړۍ د دوهمې نیمایي وروسته به د سردار داود خان نوم د هېواد په تاریخ کې د وطندوستۍ، پاک نفسۍ، تقوا او دیانت د یوه سمبول په توګه تلپاتی وي او تل به د افغان وطنپالو دپاره د الهام یوه منبع وي.

ده ۴۷ کاله په ډېره مینه او صداقت د خپل هېواد او اولس په خدمت کې و او په دې بریالی شو چه د نوي عصر او ژوند دروازې د یو د منځنیو پېړیو وروسته پاته هېواد پر مخ پرانیزي او افغانستان د نورو سیالو هیوادونو په کتار کې ودروي.

په حقیقت کې ټول هغه پلانونه اوپروژې چه د هېواد د ترقۍ او پرمختګ په بېلابېلو برخو کې طرح او تطبیق شوې د داود خان د صدارت اویا هم د ده د جمهوري ریاست په کلونو کې وې. تر ننه پورې د صنعت، زراعت، د لویو لارو د جوړېدو، د اوبود مدیریت او بندونو او نورو برخو کې داسې یوه لویه پروژه نه شته چه د مرحوم داود خان مهر نه وي پر لګېدلی.

پوهاند سید عبدالله کاظم لومړنی محقق او لیکوال دی چه د سردار داود خان د ژوند په اړه یې په دریو ټوکو کې د «زندگی سياسی شهيد محمد داود از آغاز تا انجام» کتاب لیکلی او د ده پر ژوند، شخصیت، کورني اړیکو، پلانونو او لاسته راوړنو یې رڼا اچولې ده چه ډېر د قدر وړ دی.

ښاغلی کاظم داود خان ته د نژدې کسانو له قوله لیکي چه داود خان د ځوانۍ له پیل څخه یو ډېر با وقاره، باهیبته، جدي او د ټینګې ارادې او ډسپلین خاوند شخصیت و، چه تل یې د قانون د حاکمیت څخه دفاع کوله. دی ټول عمر همداسې پاته شو او په ډېر دیانت سره یې تر شخصي ګټو ملي ګټو ته ترجیح ورکوله او تل یې د خپل نظر څخه دفاع کوله. په کارونو کې تر دې حده جدي و چه مخالفینو به ده ته کله د لېوني او کله هم د ظالم او ډکتاتور خطاب کاوه.

د سیاسي علومو له مخې د ملي دولت سطحې ته د رسېدو دوه وروستي پړاوونه ډموکراسي او اقتصادي پرمختګ دی. دا بحث صدارت ته د داود خان د ټاکل کېدو په وخت کې پیل شوی و. افغانستان د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي پرمختګ له پلوه یو ډېر وروسته پاتې هېواد و او د هېواد منورینو او روشنفکرانو هم د بدلون غوښتنه کوله.

داود خان په دې باور و، چه د افغانستان په وروسته پاته ټولنه کې ډیموکراسي د بریالیتوب چانس نه لري او د ډموکراسۍ نظام د ثبات او بقا دپاره په کار ده چه لومړی د هېواد د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ او انکشاف په لاره کې جدي ګامونه واخیستل شي او په ټول هېواد کې د معارف د خپرېدو له لارې د اولس د پوهاوی سطحه لوړه او اولس په تدریج سره د فرهنګي وروسته پاتې توب او عنعنوي ذهنیتونو څخه راووځي او د زمانې د ایجاباتو سره سم د پرمختګ پر لوري ګام پورته کړي. داود خان تاکید کاوه چه اولس باید پر خپلو حقوقي او قانوني مسولیتونو پوه شي. یواځې له همدې لارې ډیموکراسۍ د خلکو پر ژوند پراخ او مثبت اغېز درلودلای شي.

نو داود خان غوښتل چه په هېواد کې اجتماعي نابرابریو، فقر او وروسته پاتې توب ته د پای ټکی کښېږدي، سیاسي خپلواکي ټینګه او په اقتصادي لحاظ افغانستان یو خپلواک هېواد کړي. دې هدف ته د رسېدو د پاره یې په لومړي ځل په کال ۱۳۳۵ هجري شمسي کې د اقتصاد رهنمایي شده د مفکورې پر اساس د هیواد د اقتصادي او اجتماعي پرمختګ د پاره پنځه کلن پلان وړاندې کړ.

دوهم پنځه کلن پلان په ۱۳۴۰ هجري کال او وروسته نور پلانونه یو په بل پسې تطبیق شول. د یادونې وړ ده چه د دې پلانونو مخکې هم په اقتصادي برخه کې د عبدالمجید خان زابلي په ابتکار د خصوصي سکتور له لارې ځینې فابریکې جوړې شوې وې، لومړنی بانک تاسیس شوی و او د سیمه ییزو او نورو هېوادونو سره تجارت هم یو څه رونق موندلی و، خو افغانستان د اقتصادي زیر بنا څخه بې برخې و.

د هېواد زراعت د عیسی علیه السلام د زمانې په شان و، لویې لارې په بد حالت کې وې، برېښنا ډېره لږه وه او د حمل او نقل امکانات ډېر محدود وو. د کندهار څخه به کابل ته مسافرینو دوې یا درې شپې پر لارې تېرولې. همدا شان مخابرات په ډېر بد حالت کې وو.

داود خان په دې باور و، چه دولت باید په انفراسترکچر یا زېربنایي برخه کې پانګونه وکړي او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا دپاره ځینې مهمې اقتصادي پروژې باید د دولت تر نظر او څارنې لاندې پرمخ لاړې شي. په دې عامه پروژو کې د لویو لارو او د اوبو د بندونو جوړول، د معارف پیاوړي کېدل، د روغتونونو تاسیس او نور شامل وو، چه پرمخ وړل یې د خصوصي سکټور له توانه لوړ وه.

د داود خان د صدارت په کلونو کې د دوو جهاني قدرتونو یعنې د متحده ایالاتو او شوروي اتحاد تر منځ سخته سیالي روانه وه. د دغې سړې جګړې په کلونو کې هر جهاني قدرت په ځانګړې توګه هڅه کوله خپل رول او نفوذ په خاصه توګه د دریمې نړۍ یا د انکشاف په حال کې هېوادونو کې پراخ کړي.

 د داود خان بهرنی سیاست پر مثبتې او فعالې بېطر‏فۍ ولاړ سیاست و. داود خان همدا شان د هند د صدراعظم جواهر لعل نهرو، د یوګوسلاویا د جمهور ریس مارشال ټیټو او د اندونیزیا د صدراعظم سوکارنو ترڅنګ د غیر منسلکو هېوادونو د سازمان د اساس ایښودونکو په ډله کې شامل و.

د همدې سیاست په نتیجه کې داود خان وتوانېد چه د افغانستان د اقتصاد په زېربنایي برخو کې د دغو قدرتونو پانګونې جلب کړي. د کابل کندهار لویه لار، د کندهار نړیوال هوایي ډګر، د سالنګ لویه لار، د ننګرهار کانال، د کندز هوایي ډګر، د درونټې د اوبو بند او ډېرې نورې داسې زېربنایي پروژې په همدې دوره کې د دغو سترو قدرتونو یعنې امریکا او شوروي اتحاد په پانګونو او تخنیکي مرستو جوړې او بهره برداری ته وسپارل شوې.

دا څرګنده ده چه داود خان هم د نورو لویو شخصیتونو په شان خپل مخالفین درلودل. په دوی کې د کيڼ او ښي اړخه افراطي ډلو پلویانو لکه افراطي اسلامیستانو، د خلق او پرچم ډلې پلویانو او هغو کسانو چه یو وخت د لوړ مقام او امتیازاتو خاوندان وو او هغه یې له لاسه ورکړي وو شامل وو.

 ځینو کسانو هم په شخصي او احساساتي دلایلو د داود خان سره مخالفت کاوه او د شخصي عقدو له مخې یې داود خان یو ډیکتاتور، ځان غوښتونکی او سرزوری باله چه د دوی په وینا یواځې د قدرت سره مینه لري او هغه یې د معمرالقذافي او صدام حسین سره مقایسه کاوه. اما داود خان هېڅکله هم د شخصي ګټو دپاره د خپل مقام او قدرت څخه ناوړه استفاده نه ده کړې.

خو د دغو ډلو موجودیت چه د هېواد کورنۍ سیاسي فضا یې ناآرامه کړې وه، همدا شان بهرنیو لاسوهنو او په خاصه توګه د پاکستان زهرجنو تبلیغاتو اعلیحضرت ظاهر شاه دې ته اړ کړ چه د لومړي ځل دپاره ټول واک په خپل لاس کې ونیسي او هغه تر خپلې مستقیمې څارنې لاندې داکټر یوسف خان ته وسپاري.

د دوهمې برخې پای

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب