شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودمنځ (کې)، دمخه، څنګ کې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

منځ (کې)، دمخه، څنګ کې | ډاکتر ماخان میږی شینواری

 موږ په دې برخه کې یو په بل پسې درې اړیکویونه  څیړ,:

لوړی: منځ اومنځ.  دویم مخ یا د مخه اومخته دریم: څنګ ته    

لومړی: منځ او منځ

موږ په پښتو کې دوه منځ لرو، چې دا یویې د منځټکي او انډول لنډیزدۍ، خوتل منځ لیکل کیږي او دا بل یې اړیکوی دۍ.

منځ (کې) Zwíschen, between: 

یوه ورځ په م ک کې د منځ او مینځ په سر څه خبرې وې. زه هم په کې هکپک شوم، چې دا اوس مینځ دۍاوکه منځ؟

موږ ورته په شینواروکې مینځ وایو، خوما زیات منځ لیکلی، چې کومان مې دې، له پخوا څخه ورسره ډېر بلدیم.

منځ (کې) Zwíschen, between: 

دا پوستپوزېشن، اوستربل یا پسې ځاینیوی دۍ. په نورو ژبوکې (انګرېزي.الماني) مخ ځای نیوی( پرې پوزېشن) دۍ.

۱ – د یو چا، یوه شي شتون، چې د یوې د دوه پولو رابندې په نخښه شوې فضا  په ګوته کوي. 

 ،، هغه هلته د خپل پلار اوخپل ورور منځ کې ولاړ دۍ،،. دا یوه بنده فضا ده ددوه کسانو منځ کې

۲ – له دوه رابندوټکو دننه له یوڅه ( څخه) ،، د کورونومنځ کې واټن، د ټکو ،،ا او ب،، یوه غزونه په ګوته کوي.  

دا منځ هغه هندسي یا جغرافیوي منځ یا منځټکی نه دۍ

بیا یې مانا:

۱ –  دواړو یا ډېرو خواو ته داسې په نامه شیانو یا کسانو لرل.

۱ الف – د داتیوسره، ځای اړوند:د یوه ځای تشریح، یوې پوښتنې ،، چیرته،، د یوې پوښتنې جوړښتبرخه.

۱ ب : د اکوزاتیو سره، ځای اړوند: د یوه لور شننه، د ،، کومې لورته،، پوښتنې د یوه ځواببرخه.

۲ – د داتیوسره: د یوې په ګوته شوې ډلې یا ډېرۍ برخه. 

بیلګه: 

۱ – د یوه پښوتوبلوبې (فوټبال) د نیم وخت منځ کې پنځه دقیقې تفریح ده.

۱ الف: د منځنۍ امریکا او افریقا منځ کې لويې اوبه اتلانتیک دۍ.

۱ ب : ځانمینځی د پخلنځي او اوسیدکوټې مڼخ کې ځای لري.

۱پ: د یوې ۴۰۰۰۰ کیلومتره ساعت کې چټکتیا، چې زموږ،،هوابیړی یې دا اوس د ځمکې او سپوږمۍ  منځ کې، کیدی شي نږدې ۴ پرېښنا کلونه زموږ د لمر ګاونډ ځای په ځای ستورې ته ۱۰۰۰۰۰ کاله ونیسي. 

۱ ب : هغې دا لیک د خپل مینې کتاب منځ کې کيښود.

۱ ب :تفریح یې د اول او دویم اکت ( تیاتر کې) منځ کې راوسته.

۲ – د دومره ډېرو خلکو منځ کې موږ د چا پام ته نه راځو.

همداسې خبروکې راوستل

د کرښو منځ کې لوستل

د لیکو منخ کې درېدل

د کلونومنځ کې 

یادونه: سربل او اوستربل یا د نومن او یا  پرونومن څخه د مخه اویا پسې راځي او نه د سربل اواوستربل سره څنګ کې، نو له دې امله د اوستربل منځ (کې) سره څنګ کې نه راځي. له دې اوستربل ،، منځ کې  او نه ،،ترمنخ،، چې بیخې ناسم دۍ.

موږ ورسره ډېر بلد یو، چې د منځ یا منځ کې  دمخه ،،په،، لیکو یعنې ،،د دوه کسانو په منځ کې مینه ده،، او کله ،،ترمنځ،، هم. دا ناسم دي. 

لومړی خو تر د پیژند له مخې هم ناسم دۍ او له بلې خوا ګورو، چې ،،تر،، او،،په،، هم سربلونه دي، چې بل اړیکوي سره مل نه راځي یا نه شي راتللی.

منځ یا منځټکی Die Mitte or center

منځ یا د منځټکي لنډونه: موږدلته بل بدیل نه لرو، چې بل څه یې ونوموو. دلته موخه هغه هندسي منځ یا منځ ټکی دۍ. دا اړیکوی نه دۍ، دا ځای دۍ. دې ته دې تل پام وي، چې موږپه خبروکې له کوم منځ څخه غږيږو.

سربل او اوستربل مانا:

سربل او اوستربل یو ټاکلي نسبت یا ټاکلې اړیکې د دوه شي اړیکو منځ کې په نخښه کوي. د نسبت د ډول یا رقم سره سم کیدی شي سربل او اوستربل  په څلور بیلابیلو ټولګیو ووېشل شۍ:

یادونه:

ډېر سربلو نه ځانله یا ټیک  یوه ټولګي پورې اړه لري. دا کړی  شي د اړیکو توپیرکیدونکي ډولونه افاده کړی شي یا وویلی شي:

منځ یا منځټکی د لاندې له پاره ځای په ځای دۍ:

– منځټکی، په ځمککچپوهنه کې

– سیاسي منځ،  یو سیاسي اند یا نظر چې د ټولوسیاسي اندونو په هندسي منځ کې ځای لري یعنې د ښي اوکیڼ لورو.

مانا:

۱ – د منځټکي له پاره لنډه بڼه

۲ – د یو شي لنډ چاپیریال

۳ – د یوې کرښې نیمایي، د وخت نیمایي اونور

نور ترې را جوړ ویونه:

– د تن منځ، د ښار منځ، د سین منځ، د یوه کلي منځ

–  د کال منځ، د اونۍ منځ، د میاشتې منځ، د ژوند منځ

بیلګې:

۱ – په یوه ګردۍ کې د غاړې ټول ټکې له منخ څخه همغه یا برابر واټن لري.

۲ – د دې کوټې په منځ کې یومیز او څلورچوکۍ شتون لري یا شته

۳ – دا په اخر کې له تا بلل شوی نرخ ( بیعه؟) زما له پاره تر اوسه جګ دۍ، زه به وړاندیز وکړم، چې ته اوزه به دې منځ ته سره راشو.

دویم: مخ،د مخه یا مخ ته 

دا اړیکوی لوریزوالی لري.

مانا:

۱ – د وخت د نظم سره: 

۲ – په فضایي نظم  کې

۳ –  داکوزاتیوسره. په فضایي لوریزوالي کې د یوه ځای پسې 

۴ – د یوه شي حالت د بنسټ یا دلیل په نخښه کونه.

مخامخ وی:

پسې، وروسته

بیلګې:

۱ – زاړه وختونه د منځنیو پیړیو د مخه راغلي

۱ – یو ساعت د مخه ورینګي ورېدله

۱ – اته دقیقې د اتو دمخه

۲ – بوټان د ننوتونې ( دروازې)  مخ ته پراته دي یا — د مخه پراته دي.

۲ – تا سپین د لمنځتون د مخه یا مخ ته ولید

۳ – بوټان د ننوتوني مخ ته کیږده.

۳ – تا موټر د لمنځتون د مخه یا مخ ته درولی.

۴ – له ډارڅخه د مخه هغه نوکان خوري.

۱ – ۶۵ میلیونه کاله د مخه

یادونه: دلته هم ګران لیکونکي تر لیکي، خودا هم سوچبوچ ناسم دۍ، ځکه چې د یوه اړیکوي د مخه یا وروسته بل اړیکوی ځای نه لري.

تر د مخه او مخکې ناسم دي. 

لولو:

سل کاله مخکې د افغانستان د 

 سل کاله د مخه …

  دریم:  ،،څنګ کې،،

مانا:

۱ – فضایي پوله شریک

۲ –  له دې سره ورزیات یا پرته له دې ورسره نور 

۳ – د یوڅه سره په پرتله 

بیلګې:

۱ – دواړه کوټې یود بل  څنګ کې پرتې دي، سړی په دې یوه کې اوري، څه چې په دې بله کې ویل کیږي.

۲ – د دې په ګوته شوو دلایلو څنګ کې باید سړی دا هم په پام کې ونیسي، چې ….

۳ – ،، د جین تخنیکي تغیر یا بدل شوو بوټو د ډولونو ډېرډولوالي ریزیکو څنګ کې څنګیزې اغیزې لکه په نباتاتو کې د نویو ناغوښتلو خویونو منځ ته راتلل، مګر دا ترې کاراخستونکو یا استعمالکونکو کې حساسیت پیداکیدونکې پیښې هم.

۳ – د سپین څنګ کې ته هم یو ښه اغیز اچوې.   

بیا:

اړیکوی ،، څنګ،، لاندې ماناوې لري:

ځای اړوند:

۱ – یو ځایڅرنګوالی په ګوته کوي: د … په خوا، د … تولي ګاونډتوب کې.

بیلګه: هغه يه څیره (عکس) کې زما څنګ کې ولاړدۍ.

۲ – پرته له: په همغه وخت د پرته له  سره.

بیلګه: د خپلې بډایۍ څنګ کې هغه تقاوت هم لاره. 

یادونه: لکه  همداسې ده چې د دې اړیکویونوسره هم  بل اړیکوی نه راځي، که دا ،، تر ،، هم وي.

ستاسو د مرستې په هیله.

[email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب