چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهدرد | حقانیار

درد | حقانیار

خبر بوږنوونکی و. د تلویزیون په پرده، ارګ ته نږدې له دوړو او لوګیو جوړ ډاروونکی تصوېر، لکه توربخون سایوان پر ښار را ځوړند و.

د ماتو کړکیو چوکاټونه کاږه واږه په ودانیو پوري ځړیدل، په باروتو لړلې د پردو تړانګي یوه بله خوا رپېدې، کوړۍ کوړۍ ښیښې پرځمکه پرتې وې.
نر و ښځي له یوه مخه ترهیدلي ښکاریدل. یوه بله خوا یي منډي وهلې، ته به وا توردیو ښار ته را ګ‌‌‌‌‌‌ډ شوی.

خبریال د سړک غاړي لښتي کې ځنګون کېښ و. په ریږدېدلي غږ یې د موټر بم خبره کوله.

د کامرې صحنې په تلوار بدليدې. امبولانسونه ایمرجنسي روغتون ته په نوبت ور ننوتل، ډاکټران و نړسان یې په دهلیزونو کې لالهاند ول. د ټپیانو د کریږو ځوږ وو. په وینو لړلي تذکیرې تر ټپیانو لاندي د ‌‌ډبرین غولي خواته په منډه وي. د وینو څاڅکي لکه سره میږیان لیکه ورپسي ځغاستل.

د کابل څیرلی ګریوان بیا کوم چا په وینو ور لړلی و، ځیني تصویرونه یي په پښتنو کلیو کې د ناورین غبرګوني ول. د خټینو کورونو بمبارد، د نیمي شپې چاپې، د مړیو کتار کتار جنازې، په کفنونو کې کوټه کوټه نغښتې غوښي، د ولسي خلکو په خړو مخونو را بهیدلې او ښکې یي سړي ته ور یادولې.

*   * *

پر اړخ وا وښتم. د کټ چغکی مې واورېده، اندیښنې نه را څخه کرارېدې. ساعت ته مې وکتل شپه تر نیمي تېره وه، د ډاکتر خبره مې را یاده شوه:

«که د شپې خوب نه وړې د باندي وځه، ځان چې ستړی شي خوب پخپله راځي».

چاره نه وه له کوره ووتم. په کوڅه کې باران اورېدلی و. له ځمکې خوندور بوی ولاړیده هوا یې مینځلې وه، چوپه چوپتیا وه، ژوره ساه مې واخیسته. سیوری مې پر سړک تربلو څراغونو لاندي کله مخي ته کله شاته را پسې ځِغاست.

یو ارام بوږږس مې تر غوږ شو، د ګزمې موټر و، پولیس د سترګو تر کونج راته وکتل، لاس یې داسي راته پورته کړ، ته به وا پیژندلم یي.
شکې یي کړم. ورپسي کتل مې ښه مخ ته ولاړ، د موټر د بریک اشاره یې تکه سره وځلېده و درید. اندیښنه را ولویده، هسي نه چې په زړه کې ور تېره شوې وي:

«په دې نیمه شپه کې دا تورسری مهاجر دلته څه کوي چې کړاند ګرځي؟».

هن مې کړل، له ځان سره مې وویل:

«بلا مې ورپسې نو څه چې ګرځم، ورځ او شپه یې بیا چا ایستلې».

حرکت یې وکړ، کوڅه یې بدله کړه. پورته مې وکتل د پلنو تورو وریځو په سینه کې یو ځای تک شین معلومېده، واړه واړه ستوري پکې ځلیدل. منظره یې د وطن د اسمان غوندي راته وایسیده، مبایل مې مخامخ ورته ونیو، په عکس کې ستوري نه ځلیدل.

ساعت ته مې وکتل، پاو کم دوې بجې وي. د شمال له نرۍ څپې سره به د ونو له پاڼو روڼه څاڅکي و څڅېدل، بیا به بیرته سړه سنا شوه. له ځان سره مې وویل:

«زموږ پر بده ورځ یې د دې خلکو څه؟ خواتوري شول. که خبره وریاده کړې هم، وایي:
سیاسیون مو د واک وږي دي. که یوه خوله شي، نو پردي هلته څه بلا غواړي».

پام مې شو، په پښو کې مې د شا له خوا د چوڼیا روښنایي ګردۍ لیکي ول ول را تاو شوې، ژر مې شاته وکتل، ما سکول پولیس را پسې راغلل. سترګې مې وبریښیدي، چُرتي غوندي شوم، خو ونه دریدم. د شعاوو کړۍ په ‌‌‌‌‌‌ډېره چټکۍ را نږدې کیدې. ښي اړخ ته یې بریک راته ونیو، د روغتون امبولانس و، آلارم یي خاموش و.

یوه ځوانه شین سترګې جلو ته ناسته وه. ښۍ خواته یې بله په عمر پخه زیړویښتۍ په مخابره کې غږیدله. دواړو ویښتان کلک شاته تړلي ول، جامې یې کټ مټ د ژېړ لیکي زرغونه امبولانس په ډول وي. د دروازې ښیښه یي په تیزۍ کښته کړه. شونډي يې سره کښ کړې «های» يې راته وویل، ماهم په «های» ځواب ور کړ، تلواري یې وویل:

ـــ  وځنډیدو، بښنه غواړم. جې پې ایس (GPS) تېر ایستو. مهرباني وکړئ رهنمایي مو کړئ.

ـــ  وبښئ، په کوم نمبرکور پسې ګرځئ؟

تعجُب یي وکړ، د جلو اړخ کې سکرین ته یې په ځېر وکتل، مخ یې را واړاوه:

ـــ  د ژمې په کوڅه کې ۱۳مه ایف نمبر ویلا (حویلۍ) در یادوم.

ورته موسک سوم، و مې وویل:

ـــ  د دوبي په شپه، د ژمې کوڅه لټوئ خیریت خو دی؟!

د پریړو شونډو تر منځ یي غاښونه یې د سړک څراغ ته وځلیدل، راغبرګه یې کړه:

ـــ  د یوچا پر زړه شدیده حمله راغلې، ګومان مو وکړ ته یې له کوره یې.

ـــ  دزړه حمله، پرچا؟ ودي ډارولم!

ـــ  پر یوې ځواني ښځي، هیله کوم تلوار پکارده!

کيڼي خواته مې یوې نرۍ تیاره کوڅې ته لاس ونیو ومې ویل:

ـــ  هاغه د لوړ ناجو شاته تته رڼا وینې، هماغه د کو څې پیل ده که ضرورت وي ملتیا به مو وکړم.

ـــ  زیاته مننه، باید حرکت وکړم.

وروستۍ خبره یې له یوې نرۍ موسکا سره په تلو تلو کې راته وکړه.

له ځایه ونه ښوریدم. پسي کتل مې، د امبولانس د سایرن (siren) رڼا د ګڼو ونو په منځ کې ‌‌‌‌‌‌ډوبه شوه، حرکت مې وکړ. د ونو له پاڼو څاڅکې نور نه را رغړېدل، د خپلو پښو څرپی مې اوریده. پوست مې زیږ شو، د کور پرخوا مې لنډه لار سیخه کړه، چابک روان شوم.

شاته مې نه کتل، سیوری مې لاهم شا و مخ ته را سره ځغلېده. له ځان سره بڼیدم (په یاد مې نه دي چې څه مې ویل). پام مې شو تړلي دروازي ته و لاړوم.


ستوکهُلم، سویډن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب