یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د استاد جنيد شريف د يو مشهور شعر په څنډو كې

د استاد جنيد شريف د يو مشهور شعر په څنډو كې

محمداکبر کرګر

ای خوبه لیونتوبه!

دا هم داستاد جنيد شريف يو نوى شعر دى.  دا شعر په شعر كې شعر دى. يا دا چې نه يوازې شعر بلكې يو له طنز،استعاري نه مالامال داستان هم دى. شعر خو ځكه ورته وايو  چې دخيال وزري يې ډېرې پياوړي دې او د موجود مكان نه ډير لېري په كهكشانونو كې پرواز كوي ، خو دا پرواز يوازې پرواز نه بلكې انځورونه او تصويرونه هم له ځانه سره لري.  هغه كيسه كوي ، يا داسې  چې لوستونكي  تياتر ته بيايي. په لومړي قطار كې يې كښينوي  اوبيا ورته ديو باتور اولس دژوند خندنۍ درامه مخې ته راولي. ددې درام لوبغاړي حاجي كامران او  شادگل نه دى  چې  وزه يې له پړې نيولي او په لاره رهي وي. بلكې د ”رجاله وو“ دشرميدلو كړو  نه مالامال داستان دى. هغه داسې څېري دي  چې په قوت سره دانسانيت ،قهرمانۍ ، هيواد پالني ،خپلواكۍ  اونورو نوروڅه  دعوه كوي.خو په درام كې دهغو مسخ شوى څېره بربنډيږي.  مظلوم ملت همدې لاروي ته ورته له ورايه چې په درام كې رول لوبوي خاندي ،ملنډي پري وهي  اوورته وايي : ”نور نو څه غواړي؟ ، پرتوگ دې په اوږه كړه او درومه “ .نندارچي ټولې صحني له نږدي گوري. اوهغه ليونتوب  چې  ان هرج مرج يې سر كاوته كړي يا دا چې گډوډي او بي نظمي هم ورته دليدو تاب نه لري ، له ليونتوبه يې هم ډير زيات ليوني كړي دى، په دې درام كې گورو. دا قهرمان  اويا دا كركتر  چې په يوه څېره كې راټول اوتمركز يې كړي تاسي يي په پاى كي پيژندلى شۍ  چې دا ساده دجلالاباد وزير گل نه دى او نه خو د  دميرويس ميدان تاجور  ليونې ده بلكې  دليونتوب استعاره كله هم وتلي او بې كچې لوړ موجود ته هم كارول كيږي.

هر چا کی لیونتوب شته

خو ستا په دنیاګۍ کې

پخپله هرج و مرج لیونی شوی

ددې حکمت به څه وي چې ویده شې

څپې د سمندر در نه چاپیرشي

پوهان وایی خوبونه تجربې د وړکتوب دي

نو ما په وړکتوب کی سمندر چیرته لیدلی؟

خاپوړو کې مې تیږې درونټه کې اچولي

خو بحر چی می ولید انګریزي مې زده کوله

کالج د سمندر په غاړه پروت و

یوسف پشتون به ناست و او باجه به یی غږوله

سندرې به نادر آتش ویلې

اتڼ کې خان مامد د لشکرګاه بالکل استاذ و

روهي صیب به ټپې تحلیلولې

په زړه پورې خو دلته ده  چې شاعر د تحت الشعور نه را پورته شوې ماضي را سپړي. خوبونه وايي. دسمندر څپې لكه دكتاب پاڼې يوه په بلې پسې اړوې. اوپه همدغه څپو صفحو كې ددې ټاتوبي دخلكو ژوند ته ،ذوق ته ،هنر ته  اوتېرو كړو وړو ته ورځي  او هغه يو په يوه راپورته كوي. هو نو هغه هم يو مهال و  چې :”اتڼ كې خان مامد دلشكر گاه بالكل استاد و.“

شاعر هم د دې اوږده شعر او  خياله ور اثر په بندونو كي يو وار سر را ښكاره كړي، چې خپله كيسه وكړي  او دخپلو تېرو خاطرو يادونه وكړي، خو ساده يادونه نه، بلكې داشارو او سمبولونو په مټ د حالاتو او د وروستيو پيښو دشاه ليد منظره وي چې څنگه هر څه په خوب كې تير شول. او څنگه ديو وطن هنر ،موسيقي ، او فرهنگ تالا والا شو.ليونتوب ډير كارونه وكړل. شاه شجاع يې پاچا كړ يو وار نه بلكې څو څو وارې. خوب دى، ليونتوب دى داسې خوب چې تصور كوي  چې گويا ژوندي دي حال دا چې ژوند ژوند نشته. مرگ دى او د مرگ ژوندى تصوير. نو زه هم همدا خوب مخاطب كوم، ورته وايم اې خوبه !

ته په رښتيا د شاعر او ددې كرښو دليكونكي او د خپلو لوستونكو دوطن حال نه يې ؟ ايا د هماغه وگړې  چې دپيړيو په واټن كې يې نسلونه يو پر بله راغله اولاړل دهغو ټول او بيان نه يې ؟ايا كله كله خو په هنري اثر كې اوپه يوه هنرې پديده كې د يو اولس مونيك يا واحده څيره نه را برسېره كيږي ؟ همداسې ده. اويوه بله خبره دا هم ده. د دې داستان راز هم دى چې د پرون دحالاتو په اوږو دنن كيسه كوي  خو د دننيو نوم نه اخلي.دا هم يو كمال دى چې دپرونيو په څېره كې دنن داستان بدرگه كوي. خو شاعر  چې زړه يې درد كوي، دا انديښنه هم ورسره شته چې وايي: اى اولسه بل كار دې نشته چې شاه شجاعگان راته زيږوي؟ دا څه پيښه ده؟ هغه په قوت دا پوښتنه رامنځ ته كوي وايي:

اى وخته بيرته راشه يو افغان وزيږوه _ميرويس يا احمد شاه او يا امان وزيږوه.

شاعر په وخت باندې هم سترگي راباسي، قهر يې راځي په وخت يې قهر را ځي. دومره پاتي ده  چې ووايي :  اى زمانه ! ولې دې دا اولس د ناكسو په لاس ريز مريز كړ؟

نو ځكه وايي :

منم چی ډیر ژوندي اصل کی مړه دي

خو مړو کی دې بل څوک پیدا نه کړ

چی شاه شجاع دې راوست؟

په قار و

کنځلې یی کولې، په فارسي.

پښتو یې نه وه زده

هو پښتو يې زده خو نه وه. خو دعوه يې كوله كلكه ، چې زه يم ددې خاوري مالك. دلته كيداى شي  چې پښتو يوازې ژبه نه وي، بلكې د”ننگ اوقلنگ“ قانون هم وي  چې د تهران په سفارت كي پس پسى او  دسيسه دهغه قانون خلاف كاري ده. شاه شجاع دذلالت او غلامي يو بې شرمه سمبول هم دى. خو دا سمبول هغو ته  چې دشاه شجاع ته ورته كار كوي هم اطلاق كيږي. په لږ توپير  چې شاه شجاع  دخپل ټبر دود نه پريښوده  او په كور كې يې دښځو غوبل جوړ وو ، خو وروستني بيا داسې نه و. يوازې يو يو جانان ورته بس كيده.  اودښكلو ارزانۍ ته هم چا پرې نه ښوده.

”غريبي ده اوس خو يو يو جانان بس دى + چې دښكلو ارزاني شوه بيا به گورو “

–رښتینی پاچا زه ومه که ته وې؟

تهران په سفارت کې پسپسی او دسایس

د شاه زمان په بر علیه باندې تا کړي که ما؟

لمسی د شاهنشاه احمد خان زه ومه که ته وې؟

تاريخ اوبيا زموږ تاريخ دعجيبو درامو او عجيب و غريبو كارنامو ټول دى. كلونه وشول. پيړۍ تېرې شوې  نسلونه تباه شول، خو هغه دمالكيت دعوه هغه دتاج وتخت دمالكيت دعوه  دچا له ياده ونه وتله. ځيني انسانان اويا ځيني كركترونه خو داسې هم وي  چې دچپني اوكراكري سره او دكاليو اوموزو اوبوټانو سره دخلكو په سترگو كې ننووزي ټول نسلونه په مړو شميري.يوازې ځان ورته ژوند ى بريښي ،ځان ورته باركزي بريښي حال دا  چې  وي به ،خو دا مالكيت ترې په منډه لاړ. خبره اپوټه شوه. اوس  ساده وگړې په زغرده ورته وايي زه باركزي نه يم.ما دسكندر لينگي مات كړي دي. مغلو ته مې دسر په كاسه كې اوبه وركړي ، ما دانگريز دوه نيم زره ”بدلمني“  چې له بنگال  نه يې راوستې وي ،تس نس كړي دي. عسكر اوپوځونه يې لا څه كوي.

  خو ته اى اولسه ! د دوراني او غلجې درقابتونو له ككړې او بويناكې لوبي خلاص نه شوي؟ هر يو په خپل ځان وياړي.هر يو من دى.چاركې هيڅ نشته.

دې رقابت  ته  چې هر چا پوه كى وركړې دى.ډېر مكار  اودگيدړ نه هم هوښيار و، ځكه  چې همدې سيالۍ اولس دپولۍ پړك ته كښيناوه.هره ورځ يو دبل ويني بهوى.  او درانې كاكو او غلجى كاكا ورته ناست دې تماشه كوي. خو دا كاكو كاكا لكه د كوكا كولا بوتلونه  چې له قدرت سره ليوني مينه لري. اوان دبهرنيانو په سفارتونو كې سودا اوچنې هم وهلي شي. نورو كوچنيو قومونو  ته چې كارنامي يې تاريخ ته يادي دي هغوى په څه ناڅه  يا په وزگارو څوكيو خوشالوي.

ما وې ته وده وده

زه څوک یم؟

زه تاته بارکزی ښکارم؟

خو زه  بارکزی نه یم

ساپی یم.

مغل می تښتولي، مامد زي مې ډارولي

له ډاره مامد زو

هر چیرته چې چوکۍ وزګاریدله

 ساپو ته به یې ورکړه

نو په دې ترتيب په دې شاهكار اثر كې خبره دسمندر له تل نه يا دجمعي شعور د تل نه پورته را ځي. دهر چا دپوهاوي له پاره اسانيږي. چې داوږدي ږيري او اوه ښځو خاوند مخاطب كيږي. دا اشا دځمكې سر ته راځي او ځان دجهان دځمكي اواسمان سردار بولي دا داسې څوك دى: چې د زيږون په لومرې ورځ يې په غوږونو كې دغلامۍ اذان شوى ، پخه تجربه لري. د درې شيانو  وږى اوتږى دي. دنيچه خبره  چې هم دشهوت غلام دى ،هم دقدرت غلام، اوهم دثروت غلام. په ظاهره خو دعوي د معنويت كوي. خو په واقعيت كې دمعنويت دوښمن دې. حريص دى. وږي سترگې لري. نودقدرت يا اقتدار غلامي هغه دې ته را بولي  چې ځان خو يې لا پخوا پلورلي  او هغه بل واكدار خو بيا وايي ځان په دې خبره خلاصوي چې : وار له واره تېر دى. په همدې اعتراف كوي  چې زما په لاس كې تش يو صلاحيت و. نادان وم ،احمق وم. اوداسې نور. دمكناټن دعريضو سر كاتب  اومحرر هم  چې ورته تم كيده  او ولاړ و.ناڅاپه دبې واكه واك  خاوند شو . دا صلاحيت نه وو  چې  هغه ته بيا اور شو.خوله په يوه كوټه كي. څپلۍ په بله او مصاله (جاى نماز )په بله. ځغله  چې اوس نه ځغلې نو كله ؟.

خو شاعر په هغه  بل هم غږ كوي :

خو اې د دې اوږدې ږیرې  او اوو ښځو خاونده

تا ولې د پردو په نوکرۍ  کې ځان زبون کړ؟

وې ورک یی که

رښتیا که درته ووایم نادان وم

زما په لاس کې تش یو صلاحیت و:

مکناټن ته لیکل د عریضو

رښتیا که درته ووایم

ساپی یې، درانی یی، مزاری یی

کافر نورستانی یی

په خوله به دې ټاپه وي په لاسو کې زولانا

قسمت که دې پاچا کړي د پردو په یارانا

نويارانو! خبره  دلته ده.دپردو په يارانه پاچا كېدل لكه ”استمناء“ داسې ده. چې هم په دين كې ناروا ده اوهم په سادين كې. اوس  كه ته دهر خيل  او دهرې تپې اړوند  يې. نو حمزه بابا  دغه تپې ته ”له جرگو سره نه درځي“. حمزه بابا وايي:

وړم مستقبل ته د ماضی روایات

زه د خپل حـال د ولولو سره ځم

څــو چې راغونډ په یو مرکز یې نه کړم

هرې تپې ته د جرګو سـره ځم

خو تاسو اى غلامانو ! د ويش نه په تالان خوشالو ، دهغه كليوال سړي بيلگه نه ياست  چې روژه يې خوړلي اوملايانو چپه په خره سور كړى و.  خلك اوچړيان ورپسې روان وو ، هغه روان خلك مخاطب كړ وې  ويل : ”وبخښئ  چې زه سور يم اوتاسو پلي را روان ياست ؟“ ټولو وخندل يو تن ورنارې كړې : پروا نه كوي. موږ نه غواړو مخ مو تور شي.  نو لنډه دا كه دهر خيل يې، اودهرې تپې  اړوند ياست ، چې دپردو په يارانه پاچا شۍ،  نو بس د ماشومانو دگوډي اويا نانځكي په څير به لوبيږي. دا قسمت يو ډير ذليل بخت دى. ذليل برخليك دي  چې خاوند يې بيا له شرمه دسترگو ليد له لاسه وركوي. سترگې يې كار نه كوي. عقل يې هم سرسامه كيږي. ځكه  چې دپردۍ دمزدورۍ خوند خو وي داسې ! بيا خو د”ننگ او دقلنگ“ په ټولنه اوچم گاونډ كې دپردي نوكر ،دپردې نوكر دى بل څه نه!. د تومت زنځير به تر ابده پوري په غاړه وړي. په هديره كې يې هم څوك نه پريږدي او  نه يې په كلي كې څوك په ختم اوخيرات كې پريږدي.

(( پردی مزدور سهار وختي پاڅيږي+ د شوګــــیرو مین اوده پاتې شي))

پردې مزدور پردى مزدور وي.هغه كه هر ډول  تفسيراو  ترجمه كوي ،يوازې دهغه پورې اړه لري. دكلي ملك يې په خوله پياز قدرې هم نه خوري. كه دملت جوړولو داستان شرح كوي. كه نوى فرضيي او نوى طرحې وركوي. نو دستيج پر سر يې هم څنگ كې نه پريږدي په يو لاس يې كښته كوي. ملت جوړولو خبره  به سمه وي  چې په كتابونو كې به يې ښه تفسير وي. اراده به يې سمه وي خو  له دي نه هم انكار ناشوني دي   چې دا اولس  چې په ملت بدل نه شو ، سبب يې هم دا  ”شياطين روى زمين“ و. دا ځكه  چې هغه متل دلته صدق كوي  چې وايي : ”قران به هر څه وايي  خو كه ملا شاه گل يې ومني.“ حال دا چې ملاشاه گل ډېرې بدې سترگې لري.هغه ډير حريص دې هغه دچا دپوهي ،هوښيارۍ او بل څه خيال نه لري، بس يوازې دخپل جيب په غم كې وي  او دى. حالتونه بدليږي. داوباما علاقه  داري ختميږي  ترمپ را ځې. هغه له اولي ورځې دپرتوگاښ په غوټه لاس وهي.   او لكه دجلگي …  چې كپړ يې شلولي وي. په هيڅ اړ نه وي. دخپلې مور بمونه هم اچوي.يو ملت يو باتور اولس هغه ته  دوايگرا د پاكټ په اندازه اهميت نه لري.

یو شپه  دې اوباما باندې میلمه کړم؟

نو ما په ښه فصیحه انګریزي تقریر شروع کړ:

ملت جوړول کیږي خو په دې شرط….

وې نه نه نه

که زه کوم ملت جوړکم نو خپل ملت به جوړ کم

چی ویښ شوم ترمپ راغلی و

لګیا و خپل ملت یی ړنګاوه

نو اى خوبه ليونتوبه !رښتيا  چې دمكاره بازار په ”متاع“ او سوڼ سپيركيو  لكه  چې اوس هم نه يې پوهېدلې ؟ دا ډير رنگين بازار دى. په دې بازار كې نارينه د بوډۍ له ټاله تيروي  په يوه ښكلي نجلۍ يې بدلوي  چې له سينگار  اوسينگار ځاى نه پرته په بل څه نه پوهيږي  اونه  له بل څه سره شوق لري. د ښو كليماتو او مفاهيمو لكه وطن ،وطن پرستي ، اسلام پالنه ، ازادي او خپلواكي ،جهاد اومقاومت اونورو نه ښه كار اخيستي شي. كه ماكياول را ژوندي شي اود دې ”رجاله و“كارنامه له نږدي وگوري. نو به چمتو شي  چې د دوي سبق ته كښيني اود خپل ”شهريار “كتاب نا بشپړي برخې بشپړي كړي.يا يو بل فصل په كې زيات كړي. ځكه رجاله  چې په غلامي  كې  تخصص لري ، له هر چا زيات د بادار په خدمت كي چمتو كيږي. دې ته چمتو وي  چې بس وايي : ته امر كوه زه به يې عملي كوم. نوبيا دحاكميت او د وطن  اونورو مسايلو په كيسه كې نه وي. بس دبادار خبره مني  چې هر څه به كوي. دهمدې موخي دعمل لپاره يې تش په نامه حاكميت هم كمزوري كړ.جان كيري لكه  دواده ووقي يوې اوبلي خواته منډې كړي  اوحق يې ورته تثبيت كړ. همدا لړۍ وه  چې وروسته هر څه ته درناوې وو، خو حاكميت ته نه وو. حاكميت په واقعيت كې پاشل شوى وو. دا ځكه  چې په راتلونكي كې نور پلانونه وو،  چې وليدل شو څومره په برې سره عملي شول.

لوى بادار دهر څه حق چارواكو ته ته ور كاوه خو دسياست كولو نه. ځكه  چې دا مهره يې دځان لپاره ساتلي وه. په ټينگار به يې ويل  چې هر څه كوه خو په سياست كې به گوتي نه وهي. دا هم  لكه  چې څوك يې ماشوم ته وايي  :  چې له دوه شيانو ځان ژغوره !يو  دلوڅ برښنا مزي نه اوبل له سياست  نه.  په همدې لړ كې  حاكميت شړوونكي دومره زړور شو  چې له خپلو نادودو څخه په شاه  نه شول. اوپه قهر به يې ويل :  ”ولا اگه توته توته هم شوم،حق خودرا خواستني هستم .“ نو اوس به دا ايجړا  چيرته وي  چې سړي ورته ووايي. هغه له دريم منزل له زيني څخه  چې به راكښته كيدلي او په تلويزيون صفحاتو كې به تمثيل كيدلي  ،ولې حق نه غواړي؟  خو مالومه ده  چې دا خواركى به اوس خپلو دريشيو ته حيران وې او چمتو دې  چې دنكتايي پر ځاى دتبرك له پاره د…….پرتوگاښ وتړي.

بله خوا بيا په دې رمز اوكرشمه پوهيږي  چې يو بل سياستمدار ورسره ميز ته كښينوي دا هم ورته وايي  چې بس نو همداسې اوسه لكه بت. تاته نور له خولي  نه سوڼ ويستل  كفر دى. غرض به نه كوي.

اې خوبه لیونتوبه

ته ډیر ځله یو بل سیاستمدار را سره میز کې کینوې

خو ستا داسې دستور دې

چې څوک دې په سیاست خبرې نه کوي

راځي را سره کیني

پټکی یی په سر نه وی

 پتلون یی کاوبایی

څپلۍ په ځای بوټونه

ددې کوټې نه ها کوټې ته ټوپ وهی

میټنګ تنظیموي او راپورونه ټولوي

په دې کې څه حکمت دی، لیونتوبه؟

یو مشر، ولسمشر سره کینه، سیاست ورسره مه کوه؟

نو اوس خو به لوستونكي هم په اصلي خبره پوهيدلى وي ؟ چې ولې يې  له سياست پرته نور هر څه كول. دسياست په گدۍ ناست خو سياست  مه كوه بلكي ”مياست“ كوه. شاعر په مهارت دا ټپه را تداعي كوي  چي وايي :

يابه مې دا ياري ياري شي اويا به مې سر دغرغري شمال وهينه.“

له دې نوره  خبره نه شي لوڅيدلي. بيواكه ښاروال  چې يوازې دگلپيانو  اوټيپرو په بيه او نرخ ټينگار كوي ،  ښار پريږدي اوخپل سر لكه د سينگار دستكول په تخرگ كې له كوټي بهر كيږي.  ارومرو به اوس دحافظ شيرازي دا شعر هر يو ښاروال زمزمه كوي چې وايي :

دمی با غم به سر بردن جهان یک سر نمی‌ارزد

به می بفروش دلقِ ما کز این بهتر نمی‌ارزد

به کویِ می فروشانش به جامی بر نمی‌گیرند

زهی سجادهٔ تقوا که یک ساغر نمی‌ارزد

رقیبم سرزنش‌ها کرد کز این باب رُخ برتاب

چه افتاد این سر ما را که خاکِ در نمی‌ارزد؟

شکوهِ تاجِ سلطانی که بیمِ جان در او دَرج است

کلاهی دلکش است اما به تَرکِ سر نمی‌ارزد

چه آسان می‌نمود اول غمِ دریا به بوی سود

غلط کردم که این طوفان به صد گوهر نمی‌ارزد

تو را آن بِهْ که رویِ خود ز مشتاقان بپوشانی

که شادیِّ جهانگیری، غمِ لشکر نمی‌ارزد

چو حافظ در قناعت کوش و از دنیایِ دون بگذر

که یک جو مِنَّتِ دونان دو صد من زر نمی‌ارزد

دا خبره بيخي اوس روښانه ده  چې پادشاهي گاني دسندرو بدلول دي. دلغمان دگله كي استاد سروكي دي  چې ټپه پسې ټپه او ورپسې بيا سروكې وي  چې ويل ېي :

 دوبار به نه كرم دسيند  د غاړي گلونه + چې باغ مي جوړ شي رانه يوسي سيلابونه.

ته دسېند پورې زه را هورې + نامردې څه له را ته گورې + اوربل جاله كه دواړه زلفې تنابونه

نو  اوس په لوستونكي لږ څه پوهيدلي وي :

اصلي خبره داده وروره جانه

چې ته په لیونتوب کی هم هوښیار یې

پوهیږې چې دده نه زه پوښتنې نه لرم

چی ولې دې ښار پریښود، ته ښاروال وې

چې ولې دې دا ښکلی سر شمال د غرغړې نه دی وهلی

ته پوه یې لیونتوبه او زه پوه یم

چی دا پاچاهي ګانې د سندرو بدلول دي

ټپو پسې سروکي

هغه پسې داستان

داستان پسې چرګ بانګ

د هر سړي دوره مازې د  دوو ساتو پیره ده

چې ستا پیره ختمیږي

د بل دا شروع کیږي

دلته کې ټول پوهیږي ملک څوک دی مولا څوک دی

او واک د چا په لاس کی دی

اصلی خبره دا ده وروره جانه

دا پړی د هډوکو، دا ځنځیر د ښامارانو

دا تور د میرمامي۱ چې د ایرو لاندې لمبه ده

دا ټپ څو غزیدلی ددې غرونو په سینا

ملت هسی ارمان دی، د کوچنیانو ترانا

نو هغه دشاعر خبره ده  چې وايي: ” اوس پرې پوه شولي اولسه  دا دڅه لپاره جنگ دى ؟.“ اوكه په دې هم نه ياست پوهيدلي نو بيا انتظار باسه  چې مهدي موعود راشي ، يا دقيامت په ورځ  اسرافيل درته  غوږونه په خپله  شپيلۍ كاڼه كړي. هلته  چې بيا طبيب هم نه وي  چې دغوږونو دراپ (چكك) در واچوي  نو په شپيلۍ كې به درته ووايي :والبعث بعدالموت.نو بيا به شاته گوري او  ځان سره به حيران يي  چې دا څه وشول؟ خو همداسې خو اوس وشول  دهماغه داستان يو مجسم  اوبالفعل داستان همدا هم دې. خو كه دپيل په غوږ كي ويده نه يې ، نو لاپي شاپي  اوډوزې دې پريږده. اشغال اشغال دي. يو څوك ،يو اولس ،خاوره اشغال كيږي  يا بيا ازاديږي، خو زما بخت داسې نه دى ،  چې له اشغال نه خلاص شو. موږ نه يوازې اشغال يو ،بلكې داشغال پسې اشغال يو. ښه ورځ مو ونه ليده  دا ځكه  چې اى خوبه ليونتوبه!

 نو كله به زموږ له سترگو والوزي  چې خپل ځان ووينو او مقابل لوري هم ووينو. دا لا څه كوي.  چې په ذهني لحاظ خو داسې اشغال يو  چې ان نومونه مو خپل نه دى.  دا پيړۍ پيړۍ وشوې  چې عبدالقدوس يو اوعبدالرووف يو اوكله خو عبدالقهار هم يو. اوان ميرمني را ته له ورايه غږ كوي  چې اى اغه ! اى دماشومانو پلاره  او  اى !!! دا ځكه  چې له هر څه زياته دذهن جغرافيه اشغال ده.  اوداسې عسكرو پكې خيمه وهلې ده  چې بس هر څه خپل ملكيت بولي ”

نو اشغال په مكناتن پيل نه شو له پخوا اشغال وو ، اوهغه  چا چې موږ اشغال كړو  اوس يې دزيارت ډبرې په ځان مښو او جنډې يې ورته په سرو اوشنو ټوټو درنوو.  نو ځكه شاعر گرم نه دى  زړه يي  بړاس كوي  اود عرب ،مغول ،ترك  انگريز او رنگريز او پرنگ اواترنگ كارنامي يادوي. اودمغولو له زهرو ډك خټكي هم را يادوي. د ملك اوخان په جيبونو كي پيسي منډي. شاعر خو ليوني نه دى  چې خوشحال بابا را يادوي ، او دبازيد روښان په باره كې فكر كوي او بل اوبل. بلكې دتاريخ هغه پاڼې را اخلي او يادونه يې كوي  چې حواشيي يې نه دې كښل شوي. شاعر يې له لاپو  اوډوزمارو كليماتو سره كار نه لري ، بلكې نا ليكل شوي حواشي يې را سپړي.

دخوشحال بابا يو امتياز هم دا وو  چې ډېر ژر وپوهېده  اوبر اعلاې يې په خپل اولس نيوكه وكړه : وې وېل :

اتفاق په پښتانه كې پيدا نه شو

گنې ما به دمغل گريوان پاره كړ

هره چاره دپښتون تر مغل ښه ده

اتفاق ورڅخه نشته ډير ارمان

پښتانه په عقل پوهه څه ناكس دى

كوټه سپي دقصابانو دجوس دي

اوښ له باره سره كور ته دى ورغلى

په ولجه داوښ دغاړې دجرس دي

پښتانه په توره ښه دي تر مغلو

كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار

  نو شاعر دلته بې زغمه شوى  چې درته وايي  اى خوبه ليونتوبه!

دسر په قلمرو كې دې څه شته دى اوكه نه ؟ نو داشغال دپاى مانا نشته ، ناورين پسى ناورين دى. هره دوره كې يو مرجوڼا پيدا شي.  اوهغه بيا داسې كارنامې ته اوږه وركړي: يا بهرام دخوشال زوى شي بدنامي پريږدي وطن ته.يا خليل شي ماضي هيره كړي يوازې دحال ژوند غوره وبولي او  دمور  ټيكري ليلام كړي. نو دادى زموږ برخه  چې هم شاعر سرسامه كوي اوكه لوستونكي پرې په سمه مانا خبر شو  نو هغه هم ليوني كيږي. نو اى خوبه ليونتوبه !

ای خوبه لیونتوبه

ته پوه یی او زه پوه یم

اشغال نه دی پیل شوی په مک ناټن

اشغال به ختم نه شي په کا لیل زاد

دا ځمکه یونانیانو اشغال کړې

دا ځمکه عربانو اشغال کړې

ترکانو اشغال کړې

مغل خو کور په کور کلی په کلي  ګرځیدل

چی چاته جاګیر ورکی

او څوک په خټکو باندې ماړه کي ۲

اورنګ لا ختم نه وچی پیرنګ ورپسې راغی

پیسې د ملکانو په جیبونو کې منډل-

انګریزد مغلانو نه زده کړي وو

او وروسته سی آی اې د انګریزانو نه مېنوټ کړل

انګریز لا نه و تللی چی اشغال د پنجابیانو په مونږ پیل شو

چی یو شریف به ووت بل به راغی

شریف لاړ مشرف ورپسې راغی

هغه چی لاړ بیا بل شریف پیدا شو

اوس وار دی د جاوید شریف

چې یو قدم په وړاندې لاړشو لس قدمه بیرته

 عجبه داده  چې اوس نو  اى خوبه ليونتوبه !

”بدمرغه هغه وينځه  چې دوينځي كالي وينځي. “ اوس وار د تور لينگيو دى چې شرافتونه (!) يو په بل پسې را زيږوي ، كله مشرف شي كله شريف شي همدا دجاويد شريف ”داهسته برو “ سندره ده  چې كله مخكې كله شاته شي ،

کیدی شی مطلب دا شعر وی چی :

سور سالو په سرکه په مکیز باندې روانه شه

ځه کږه وږه  لکه د زرکې خرامانه شه

خو دا كوږ ووږ تگ نه وو  داسى شاته ولاړ  چې بس مه كوه پوښتنه.

نو ځكه خو شاعر د خيال وزرې لا پسې په قوت كاروي ، دزمانو شاته درومي  اونورې كيسي دخيال په وزرو سوروي. يوه خبره دا هم ده  چې يادونه وكړم  چې تاريخ  اوبيا زموږ دهيواد تاريخ دپيښو يو لړ دى داسې لړ  چې دپرمختگ دعوه يې په كار نه ده  بلكې د مداريانو له بمبولي نه په كې عجيب وغريب ماران را بهر كيږي او شاعر هغو ته په ښه شان اشاري كوي. لكه  چې وايي :

دا ځمکه خو اشغال ده

کلتور مو هم اشغال دی

ماغزه مو هم اشغال دي

پالنګ دلته ناکام دی

بیلتون دلته ارزان دی

خیام دې سلطنت کې خپل شعرونه سوزلي

کافر دې خلافت کې په اسنادو تکفیر شوی

آسونه  د سپرلو په نصیونو په غوسه دي

اوښان دلته چارتراش په اوږو وُړي

ځنګله نه مرور دي

سرتور دلته د کومې کیږدۍ زوم دی؟

دې سره بیدیا کی ځان کلابند کړی

خو پام کوئ پوتین ترې خبر نه شي

پناه به ورته ورکي او اوکراین کې به یی ښخ کړي

غریب عرب په کوم جنګ کې شهید شو

چې ښکلې ځوانه کونډه یی

کوم شل او شوټ موزي ته واده کیږي

سویډن نه یو سوډر ورته پیدا کی

چې لاړه شي کوزده شي

او وروسته  د داعش په آس سپره شي

هیلۍ دلته د کومې دجلې لور ده؟

چې تکې شنې بڼکې یی په وچه کې لمدې دي

په شنه جیپ کې لیږدیږي د نخرو په بهانا

ستومانه سر یی ایښی د ښکاري په زنګانا

په پورته ابياتو كې موږ ډير داستانونه درمز په ژبه وينو: هر څه اشغال ، خاوره اشغال ، تاريخ اشغال ، ماغزه( كه چيري كوم خورد پاتي وي ) لا له مخه اشغال دى. تاسو ممكن دا پوښتنه وكړي  چې دا ماغزه نو څنگه اشغال كيږي. خبره روښانه ده كه شاعر په هر متن كې دا خبره كړي وي خوله ما سره خپل تفسير شته. اوهغه دا چې خپل ژوند ،ماضي حال اومستقبل ته مو فكر نه شته خو كوم شى  چې په دا  دولس ديارلس پيړيو كې زموږ مغز ته پمپ شوي دي هماغه مو كلك نيولي دي. ناكام پالنگ ، ارزانه او وړيا بيلتون اوجلا والي. خيام هم  چې د بغاوت سمبول دي ، خپل كتابونه اوشعرونه سيزي. مستند تكفير. اوښان چارتراش په اوږه وړي.  اوله ځنگله نه خپگان.

نو زموږ شاعر هم  دغني خان د د دې شعر په اقتفا اشاره كوي وايي :

خوب وينم عالمه که ئې څوک راکړی معنا

پروت يم سر مې اېښې د خپل يار په زنګانه

خوب وينم چې پورته په هوا لکه د باز شومه

کيناستم په بام د محمود سترګې د اياز شومه

پورته د خاموش زړګى نه خوږ د مينې ساز شومه

خرڅه مې په حورو کړه د ډمو زمانه

 يا :

يا يو موټې خاؤره وم يا لوې درياب د نور شومه

خو بانګ د سحر اوشو زه راویښ شوم په رکوع شومه

خوب يوړه خوبونه را ژوندئ شوه زمانه

وې پريوزه ليوانيه تيراوه دې جيلخانه

دا ټول ناتار  چې را دبره اولاسبري شو. هغه انسان چې  كه په ټوله كې هماغه څه وو  چې له الوتكو پورې ومښت او بيا كښته را گوزار شو ، زړه يې پړك وچاوده. لوستونكي به فكر وكړي  چې گويا هغه څو تنه زلميان وو ، چې داسى كانه پرې وشوه. خو كه ژورو ته سر ورښكاره كړو په واقعيت كې ټول هغه ملت ( چې جوړيدو ته چا پرې نه ښوده ) هماغسې له الوتكو  را وغورځيد. د پوتين لوبه لا پر ځاى پرته ده. هغه يې لاره څاري  چې  څه به كيږي ؟   نو هغه ملت  چې له هوا نه دځمكي مخ ته نه بلكې دځمكې تل ته ولوييد.  اوس د  القاعدي اوداعش منگولي پرې ښخيږي.  او د وطن مور به له پوړني پرته  هغه  سوډر ته په نكاح كيږي. دا درامه نه يوازي  دويده اولس برخليك دي بلكي داسې خوبيولي لا ډير دي كردان ،عراقيان او نور اونور.

او وروسته د داعش په آس سپره شي

هیلۍ دلته د کومې دجلې لور ده؟

چې تکې شنې بڼکې یی په وچه کې لمدې دي

په شنه جیپ کې لیږدیږي د نخرو په بهانا

ستومانه سر یی ایښی د ښکاري په زنګانا

او بيا هم دغني خان دخوب شعر :

خوب وينم چې پورته لکه چغه د منصور شومه

يا يو موټې خاؤره وم يا لوې درياب د نور شومه

خو بانګ د سحر اوشو زه راویښ شوم په رکوع شومه

خوب يوړه خوبونه را ژوندئ شوه زمانه

وې پريوزه ليوانيه تيراوه دې جيلخانه

 اوهمدارنگه هيلۍ  اوهېلۍ گانې څنگه د خپل وجود او بدن نه جلا كيږي، قيديږي. زنداني كيږي اوپ آه ترتيب سره  محوه كيږي. اصلا دا سې ځناور لاسبري شول  چي ښځه ،ميرمن ،نجلۍ او پيغله د خپل شهوت دسړولو يوه متاع بولي نه انسان. دا ځكه  چې د دوې مغز اشغال دى نوكله  چې د مغز قلمرو اشغال شي ، جوته ده  چې دانسانيت بوى هم په كې نه وي.  داسي جوتيږي چې دا ”ببر مخلوق“  لكه  چې ميندو نه وي زيږولي. هڅه كوي  چې د دې وطن اولس مردانه كړي او  له هماغه مردانه وو نه ټول مردانه اوزنانه كارونه واخلي.

 اوس نو  داسې بريښي اوهغه دپښتو متل هم صدق كوي  چې  وږى بنيادم په خوب كې څه ويني ؟ ” يا دوږي په غوږونو كې تل د ډوډۍ ټپار وي. “  هغه خوب يې پوره شو تعبير يې سم را ووت. دوطن انسان ته سزا . وږي ته ښوروا ورسېده. تږي ته شراب ورسېدل  هغه  چې په اشغال شوي مغز كې يې په كراتو مراتو ځاى نيولي و.  لنډه دا چې  هر هغه څه  چې يې په خيال كي راتلل او په افسانو كې يې ليدلي وو  اويايي  په اشغال شوي مغز كې ورځاې شوي وو. اوس يې عملا ويني ،خوندونه اومزې ترې اخلي.

څوک وایی خوب ارمان پوره کول دي؟

د ښو خلکو اعمالو ته سزا ده

چی تږی وي شراب ورته رسیږي

چی وږی وي ښوروا ورته پریمانه رواړل کیږي

چې پاستو سره یی وخوري

ښوروا نه په کی غوښه ډیره وه

چی څوک په چا  مین وي

یوبله ګلالۍ جلۍ له کومې خوا پیدا شي

خوله ورکي ناببره

نو داشغال شوېو مغزونو له پاره  كرونده په مزو بدله شوې ده. روان حالت او دانسان په ژوند كې دترخي درامي چليدا دخوبونو تعبير اوتفسير دى  چې نهه غټې چاغې ميږي دنهو ليوانو خوراك شو. هغه دولس وروڼه  (ديعقوب اولاده )په ډيران  را ټول شوي دي.

اودلته بيا  شاعر اسطوره اپوټه بيانوي. عاجز مخلوق لكه ميږه  اوس ليوان خوري ”

ای خوبه لیونتوبه ددې خوب مانا به څه وي؟

نهه غټې چاغې میږي

نهه وږي لیوان خوري

د ساینس استاد صنف کی چینکې پخول ښیي

څوک مړ دی، دوُولس وروڼه یو ډیران کې را غونډ شوي

چې رنګ رنګ بوتلونه، ، زړې زړې کڅوړې،

لوړ پوندې ښځینه بوټان،

د کوم څاروي کلمې،

د تیلو ګیلنې خپلو مینځو کې ترکه کړی.

شاعر دپښتو فولك يا فرهنگ مشهور داستاني هيرو يوسف خان ته هم اشاره كوي  چې خپله يو نسبتا اساطيرې مفهوم هم دى.  هغه اودهغه كردار دخوب مانا كولي شي. هغه  چې  داكبر باچا دربار كې سردار شو. بيرته كور ته راستون شو  چې خپل كلي باندي راج وچلوي. ايا همدا زموږ دتيرو دوه لسيزو داستان نه دى  چې دى. د اكبر باچا دربار كې سرداري يعني څه ؟ بس دخپل كلي اشغال.

دا خوب به یوسف خان را ته مانا کي

چی ځان یی د تربور له ظلمه بچ کړ

خو چا باندې خرڅ نه شو

سردار شو د اکبر باچا دربار کې

او بیرته کور ته راغی

چی خپل کلی اشغال کړي

دا خوب را ته مانا که یوسف خانه؟

شاعر په خپل اوږده (شعر بلند ) كي دقومونو افسانو ته  هم اشاره كوي  چې اوس هم په كونړونو كې دود  اوخوله په خوله ده  چې د حاكميت سره جنگ له پاره يې دوزو په غاړو كي اليكينونه اچولي وو.  اود يولوي ځواك سره يې جنگ كاوه . په همدې لړ كې شاعر دخپل تخيل مارغه په پوره ځواك اوقوت سره الوزوي. اود اوسني جريان پايله بي مانا لوبه بولي.

لوى شاعر غني خان هم يو مهال په انتقادي توگه يو شعر وېلې دې وايي :

خښتگ دپښتون شليږي پاچا خان ورته گيندي وهي

گاندې ليونى شوى دى ، سنډا ته سرېندې وهي.

 دژوند عبث هلي ځلي او بې مانا دقدرت لوبي هسې يو خوب اوخيال دى. اوپه دې خيالاتو كي كومه مانا نه شي تصور كولي. په دې ډول شعر پاى ته رسيږي.

شراب خړې اوبه دي

د غوا شیدې تروې شوې

څلویښت سرکښې وزې را ښکته شوې د کمره نه

په غاړه یی  زنګ نه دی الیکین دی۳

څلویښت سیلاب زپلی غرو لمنو کی خواره دي

چي کله به سیلاب ورباندې راشي

د خوب مانا دې داده تګاویه

خوبو کې مانا نشته

مانا خوشې چټیات دي پسې مه ګرځه

دنیا کی مانا نشته کوهستانیه

مانا کې مانا نشته

پیدا که سر درو کې د لالونو خزانا

په لار کې به دې هیر شي لیونتوب د زمانا

 نو خوب وينم عالمه كه يې څوك را كړي معنا

نو دادى وروستۍ خبرې ته را ځو :

شاعر جادو كوي، كوډي كوي. هغه څه وايي  چې تر اوسه لږو ويلي دي. يوازې هغه څوك يې وايي چې پرې پوهيږي خو له خولي اه نه باسي يا خوشحال شي يا غني شي اويا دا شاعر:

شاعر  دخپل وطن اوخلكو روانه تراژيدي دطنز اواستعاري په ژبه اوكله هم دخيال  او انځورونو په ژبه بيانو. هغه د لوبي د لوبغاړو، د مزدورو لوبغاړو داستانونو ته گوته نيسي. دهغو د نه درايت او خيالي باورونو يادوني كوي چې څنگه يې وطن ،حاكميت او  خپلواكي او هر څه دخپل هوس قرباني كړه. لوبغاړو په دې سوچ ونه كړ  چې پردى پردى دى”بيگانه بيگانه است برادر “(دقهار عاصي يو شعر ته اشاره). هغه دڅه لپاره راځي اوڅه موخې لري؟ هغه څنگه افراد گوماري.هغه دخليل زاد  خبره  چې ويل يې: پريكړه مي وكړه داسې كس گورم چې سر يې يوازې پنځوس دالره بيه ولري.(دنبيل مسكينيار د تلويزيون يوه مركه). اوكله  چې په كانتي نينتال كې گرځي اوناست كسان گوري په يوه چا لاس ايږدي وايي پيدا مې كړ.

داستان د شاه شجاع له تجربو پيل كيږي اوهغه تجربي له مغلو اخيست شوي دي. د شاه شجاع روح د”كرما “په دود  له كلونو كلونو را په دې خوا  ديو اوبل په تن كې ځاې نيسي. خوشحال بابا هم دا تجربه تېره كړې وه  خو كله  چې درنتبور له زندانه ازاد شو  نو بيا يې په خپل قوم قوي انتقادونه وكړل  چې دمخه ورته اشاره وشوه:

ځكه خوشحال بابا دمغلو د چال اوفريب حاكميت ليدلي وو ، نورو راغلو هم  دمغلو تجربي نه كار واخيست، اوراوروسته مغلي حاكميت خو هم دا تگ لاره خپله كړه  چې مصنوعي شخصيتونه جوړ كړي په ماجبونو اووړيا پانگه يې وپړسوي او  چې كله يې خوښه شي. نوبيا يې په يو لاس دقدرت له ستيژ نه كښته گوزار كړي.

م.كرگر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب