جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبطنزونهسياسي خوبونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

سياسي خوبونه/ ليکوال: عبدالنافع همت

طنز.  

که د ولسمشرۍ يوه کانديد خوب ليده چې په مجلس کې يې باد پرې شي او هيڅوک ورباندې و نه خاندي، نو تعبير يې دا دی چې په انتخاباتو کې به ناکام شي. 

که د ولايتي شورا يا پارلمان يوې ښځينه وکېلې خوب ليده چې خپل زوړ موبايل يې مات کړی او نوی ماډل موبايل يې رانيولی، نو تعبير يې دا دی چې خپل پخوانی مېړه به له کوره وشړي او پر ځای به يې له يوه نوي ځوان او صفر کېلوميټر هلک سره واده وکړي. 

که يوه جنګي مشر خوب ليده چې په پاکو اوبو کې ولاړ دی، خو دی د (بې آبۍ) احساس کوي، نو تعبير يې دا دی چې خدای به په وطن کې سوله راولي او خلک به نور د ده بابولالو ته غوږ نه نيسي.

که کوم سپين ږيري سياستوال خوب ليده چې غویی ځنې جوړ شوی، د خپل اخور کونجاړه يې خوړلې او د بل غويي اخور ته خوله ورغځوي، خو خوله يې نه وررسېږي، نو تعبير يې دا دی چې د سياسي قدرت لپاره به هر ډول روا او ناروا هڅې وکړي، خو بيا به هم تش لاس پاته شي. 


که يوه وزير خوب ليده چې په دالېز کې مراجعين ليکه ولاړ وي او دی له يوې ښکلي نجلۍ سره د فیسبوک له لارې مينه ناک چټ کوي، نو مانا يې دا ده چې ډېر ژر به ځان ته د ښایسته سالارۍ پر بنسټ يوه ښايسته پېغله نجلۍ مشاوره وټاکي او په بهرنيو سفرونو کې به هم ورسره ملګرې وي.


که کوم حقوقپوه خوب ليده چې په زاڼه بدل شوی او د خپلې اوږدې مښوکې په وسيله له سيند څخه کبان راکاږي، نو تعبير يې دا دی چې په يوه مهم ولايت کې به د څارنوال په صفت مقرر شي، په يوه میاشت کې به د رشوت له لارې دومره ډېرې پيسې پيدا کړي چې په کابل او دبی کې به ښکلي کورونه رانيسي. 

که د پوليسو يوه ظالم قوماندان خوب ليده چې خزدکې (ګونګټې) چټلي په پښو کې نيولې او د ده د موټر له مخکېنۍ ښيښې سره لګېږي، نو تعبير يې دا دی چې ظلم به يې نور دوام و نه کړي، موټر به يې پر سړک پر يوه لويه او تکه ژيړه ډبه (بوشکه) وربرابر شي، تر څو چې ملګري يې وررسېږي، نو د ده چټلۍ به مخکې لا خزدکو خپلو خوراکې ګودامونو ته وړي وي.

 که کوم نارينه محصل خوب ليده چې اميدواره شوی او په روغتون کې يې دوه غبرګوليان بچېان پيدا شوي، نو تعبير يې دا دی چې لارښود استاد ته به پنځه سوه امريکايي ډالر رشوت ورکړي او هغه به يې له دفاع پرته مونوګراف ومني.

که کوم ارشد مشاور خوب ليده چې په زرافه بدل شوی او د ونو د لوړو ښاخونو پاڼې خوري، نو په داسې لويو او غوښنو پروژو کې به ونډه ورورسېږي چې د بل چا لاس به نه وررسېږي.  

که چا خوب ليده چې لېونی شوی، لڅ لغړ ولاړ او خپله چټلي په ډبرو ولي، نو تعبير يې دا دی چې درواغ ويل به شروع کړي او دې درواغو ته به سياسي تحليل وايي. 

که يوه قومي مشر خوب ليده چې په شنه خره بدل شوی وي، د ويالې خړې اوبه نه څښي، خو پر ډېران باندې ګرځي او وچه چټلي لکه نُقل په خوند خوند خوري، نو تعبير يې دا دی چې د خېټې مړولو او پيسو لپاره به يوې دولتي غونډې ته ورشي، په غونډه کې به ټول خلک د ملي سرود د درناوي لپاره ولاړ، خو دی به مړې سترګې ناست وي او دا کار به ګناه بولي. 

که چا خوب ليده چې د خياطۍ دوکان لري او يوازې څيري پتلونونه ګنډي، نو تعبیر يې دا دی چې په يوه اداره کې به وياند مقرر شي.  

که کوم مفتي خوب ليده چې اوښ ځنې جوړ شوی، نو تعبير يې دا دی چې په خپل هيواد کې به هره ورځ د مسلمانانو وژل نه ويني او ورته مهم به هم نه وي، خو د عراق، سوريې، فلسطين، ميانمار او کشمير د مسلمانانو په خواخوږۍ کې به تر خوله ځګونه بادوي. 

که کوم هلک خوب ليده چې د جراحي عملياتو له لارې يې ځان نجلۍ کړی، نو تعبير يې دا دی چې په فيسبوک کې به د نجلۍ په نوم پاڼه جوړه کړي او نجوني به غولوي. 

که کوم والي خوب ليده چې برېښنا يې لږ مصرف کړې، خو څو ميليونه افغانۍ بيل ورته راغلی، نو تعبير يې دا دی چې کار يې لږ او خبرې يې ډېرې کړي دي. 

که چا خوب ليده چې پلاسټيکي ناوکۍ (نانځکې) خرڅوي، نو تعبير يې دا دی چې د (عروج باالفروج) کاروبار ته به مخه کړي، يانې لوڼي به لوړپوړو دولتي چارواکو ته ورکړي او د خپلو زومانو په واسطه به په يوه وزارت کې رئيس مقرر شي. 

که يوه محصل خوب ليده چې پېغمبر شوی، نو تعبير يې دا دی چې ژبپوه به شي، نور ټول ژبپوهان به بې لاري وبولي او ځان به د ژبپوهنې خاتم الانبيا ورته ښکاري. 

که چا خوب ليده چې پرتوګاښ يې تر سر تړلی، نو تعبير يې دا دی چې د ريا او شهرت لپاره به حج ته ولاړ شي او د حج د ټولو مراسمو سيلفي عکسونه به واخلي او د فیسبوک له لارې به يې خپاره کړي.

1 COMMENT

  1. ډیرعالی ښاغلی نافع ! خوندور طنز وو ، خو که څوک خوب وینی چې سپی شوی اوهرچاته غاپی ، تعبیر به یې څه وی ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب