پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهملي احساس (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

ملي احساس (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

   د خپل مېلمستون دروازه یې په درز سره را خلاصه کړه، په کوټه کې  ناڅاپي شور او چکچکو حیران کړ، سترګې یې وموښلې او وړاندې کونج ته یې وکتل، له کړیکو د مازدیګر لمر را لوېدلی و، کشر ورور یې د کور له هلکانو سره پر دېواله لګېدلي ټلویزیوني سکرین ته مخامخ ناست و، دده په ورننوتو د هېچا هم د دروازې خواته را پام نه شو، ټول ټلویزیون ته ځير وو، د افغانستان او پاکستان د کرکټ سیالۍ ژوندی جریان یې کوت.

    مولاداد خپله وچه غاړه تازه کړه، په خولو لوند د غاړې دستمال یې څنګ ته ګوزار کړ، غوښتل یې یوه بالښت ته ارامه ډډه ووهي چې د کشر ورور یې ورته پام شو، ریموډ یې پر ځمکه کېښود او په منډه دده خواته راغی.

  پخیر راغلې لالا، راځه لوبه ډېر ښه ځای ته رسېدلې، انشاء الله تعالی د ګټلو چانس زیات دی، هم به لوبه وګورو او هم به مو د روژې پاتې ورځ ښه تېره شي.

مولاداد په توشکه اوږد وغځېد او  خدایداد ته یې وچ ځواب ورکړ

ورکوه یې دا د انګریزانو لوبه مې نه خوښېږي، ټول خلک یې له کاره ویستي، له مارکېټه هم د دوی له لاسه وختي را وتښتېدم، ټولو دوکاندارانو ټلویزیونونه چالان کړي وو، شور ماشور و او له لوبې پرته بله خبره نه کېده.

خدایداد یې په خندا څنګ ته کېناست او وویل

  خو ښه کوي لالا، ملي احساس لري، زموږ ټیم اوس هغه پخوانی ټیم نه دی، پاکستان په کرکټ کې ځان ته یو څه وايي، خو ګوره چې اوس مو دا د ظالم زامن هم  وارخطا کړي، که په همدې ډول دوام وکړي، باوري یم چې ګټونکي موږ یوو، په روژه کې خو دعا هم قبلېږي، زموږ ټولو دعاګانې ورسره دي.

هلک بیا چیغه کړ

بل پاکستانی یې اوټ کړ، زنده باد افغان لوبډله …

مولاداد غوسه شو

  بس کړئ د خره زامنو! چوپه خوله یې وګورئ، کوټه کې هغه صوفي صاحبې په زوره نعتونه نیولي وو، دلته ستاسې زوږ دی، ای کاش چې لمانځه اوداسه او له تربرونو سره سیالۍ ته هم داسې تیار وای….

یوه شېبه غلی و، لونګۍ یې د څنګ تاخچه کې کېښوده او بیا یې ورور ته وکتل

ته دا د اختر  او کاروبار شپې ورځې وګوره او له مغازې نه  ستا دومره مخکې راتګ او دروازه بندول، لکه چې بیا مو دې خپلو تربرونو ته شرموې.

خدایداد موسکی شو او په عذر ته ورته لهجه یې وویل

    قربان دې شم لالا، هغوی هم کور دي، ته پرېږده چې د پاکستان ماته خو په خپلو سترګو وګورم، هلته د پېښور جلوزو کې به دې نه راته ویل چې یو وخت به اوغانستان هم ټیم لري او نړیوالو لوبو کې به لوبېږي، دا دي وخت یې راغی، اوس څه کېږي چې له هلکانو سره یې وګورم، ته راځه له نږدې ورته کېنه، حتمی تاته هم خوند درکوي.

مولاداد په څملاستې د دېوال خواته مخ وګرځاوه او تر ژبه لاندې یې وویل  

ورشه، خپله یې ګوره، زه دومره اعساب(اعصاب) نه لرم، بلا مې ورپسې، هغه وخت نه پوهېدم چې دا د فرنګیانو لوبه ده، ټول مخلوک(مخلوق) یې له کاره ایستلی دی، دا یې زه بې احساسه،  لږ مې خوب ته ارام پرېږدئ…

+++

   په کوڅه کې د ډزو له شورماشور سره یې د چایو ډکه پیاله په غولي کېښوده، وارخطا راپاڅېده، مېرمنې ته یې په ځانګړي مانا وکتل، ژر یې د څنګ بستره را واړوله، ترې لاندې غالۍ یې پورته کړه، په بوجیو کې پټ کړی کلاشینکوف ټوپک یې را واخیست، په منډه پښې یبله د حویلۍ منځ ته ور ووت، خدایداد دده او خپلو ماشومانو سره  له مېلمستون نه د دروازې په لور روان و، چیغو او چکچکو یې لویه حویلي په سر اخیستی وه، دی هم ورپسې ګړندی شو او ور غږ یې کړ

وه سرخوړلیه! دا څه ټکه را لوېدلې، د چا کور ته ورننوتلي؟

خدایداد وخندل

مبارک شه مبارک شه لالا، کوټې ته دې مبارکۍ ته درتلم، خو فېسبوک کې د مبارکۍ پوسټ وخت ونیوه.

څه شی، د څه مبارکي؟

ویې ګتله، په نره یې وګټله، مه وېرېږه، دا ټولې د خوښۍ هوايي ډزې دي، پاکستانیانو شرموونکې ماتې وخوړه، دوی به افغانانو ته په کمه سترګه کتل، ور معلومه شوه، ای خدایه! غواړم والوځم او د هر لوبغاړي په غاړه کې د ګلونو هار ور  واچوم، وایم افرین په زمریانو…

د مولالا داد ساه بېرته ارامه شوه، یبلو پښو ته یې وکتل، لاحول ولاقوه یې کړل، غوښتل یې خپل ټوپک د خپل یوازیني ورور خدایداد له نظره پټ کړي، خو د هغه ورته پام شو.

 واه! ما خو ویل چې د لالا ملي احساس مې تر موږ ټولو پیاوړی دی، خو مازدیګر هسې روژې پسې اخیستی و، اوس به راته په دې خوښۍ کې ښه جانانه ضربه وکړي، ټوپک خو وي د همدې ورځې لپاره، هله نو…

  مولالا داد غلی شو، پر له پسې هوايي ډزو یې بیا هم زړونو کې وېره ټوکوله، عمومي دروازه یې خلاصه کړه، په کوڅه کې د کرکټ شوقیانو منډې وهلې، د بریا شعارونه یې ورکول او په مبایلونو کې یې د کرکټ سندرې په لوړ غږ نیولې وې، په بامونو هم خلک ولاړ وو، څنګ ته یې د کاکا د زامنو کور کې هم د خوښۍ شور و، د کاکا کشر  او ګټیالی زوی یې پاس په بام ولاړ و، مولاداد یې په لیدو څنګ ته شو، د دېوال په تیاره سیوري کې یې ځان پټ کړ، شاوخوا یې وکتل، یوه شېبه په ژورو سوچونو کې ډوب شو، ناڅاپه یې د زړه درزا زیاته شوه، د کلاشینکوف خوله یې اسمان ته ونیوه، یوه ښه ضربه یې وکړه، غږ یې د خوښۍ په نورو ډزو کې ورک شو، بېرته سیوري ته را څنګ ته شو، یوه شېبه یې سترګې پټې کړې،  یوه مرمۍ یې ورتېره کړه او د کلاشینکوف خوله یې د څنګ بام ته ور واړوله، د کوم بل چا له ضربې سره ده هم دوه ډزه وکړل، دبام له سره لاندې د یو څه د راپرېوتو دروند غږ واورېدل شو، ژر یې دېواله ته سر تکیه کړ او بېرته په منډه له دروازې را ننوت، حویلۍ کې یې ورور غاړه ورکړه او په خندا یې وویل

 واه!  ما خو ویل چې زما د لالا ملي احساس تر موږ قوی دی، د ملي ټیم په خوښۍ کې یې څومره مرمۍ خاورې کړې، خو بسنه نه کوي، یوه بله ضربه هم…

   مولالا داد بیا د ټوپک خوله اسمان ته ونیوه، په لړزېدلو ګوتو یې ماشه کش کړه، دا ځل له ډزو سره په ګاونډي کور کې د چیغو اوازونه هم ملګري شوي وو، خو له مخکنیو چیغو سره یې فرق درلود. د خپلې کوټې په لور روان شو، په پښه کې یې د کوم تېره شي د ننوتلو درد حس کړ او خدایداد ته یې وکتل

خدای مو دې هېڅکله هم نه بې احساسه کوي، رښتیا ده که کرکټ نه وی دا فرصت او خوښي چا راکوله، زه ځم اودس تازه کوم، نور نو ماجت ته ځان چمتو کوه چې نن د ختم شریف وروستۍ شپه ده، مولوي صایب د ځانګړو  مسالو(مسئلو) ژمنه هم کړې ده.

۱۳۹۸، د غبرګولي ۸مه/ کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب