یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورله زندان څخه د احمدظاهر خلاصون

له زندان څخه د احمدظاهر خلاصون

لیکنه: پخوانی عدلیه وزیر پوهاند عبدالحکیم شرعی جوزجانی  

ژباړن: عبدالرووف لیوال

مخکې له دې چې ددهمزنګ له عمومی زندان څخه لیدنه وکړم، اودعفوې دفرمان اودمجازاتودتخفیف طرحه جوړه شی، یوه ورځ زما سکرترنعیم خان راته وویل چې، نامتو سندرغاړی احمد ظاهرله یوه پولیس سره راغلی اوغواړی تاسو سره وګوری، سمدلاسه دعارضینودهرکلی خونې ته ورغلم اوهغه (احمدظاهر) مې راوغوښت، په ډیره مهربانۍ مې ورڅخه وپوښتل (تاسوته څه خدمت اومرسته کولای شم ؟)

هغه چې ډیرخواشینی اوناهیلی معلومیدو، راته یې وویل (څوکاله کیږی چې ، دخالدې نومې دوژنۍ په ناحقه توربندی یم ، د خالدې پلار پرګل ځاځی چې له لوړپوړوچارواکو سره اړیکې لری ، پرما دعوی کړې، دا قتل په ما پورې اړه نه لری، او تراوسه دما د الزام په هکله هیڅ کوم مدارک او دلایل هم نه دی پیدا شوی، خوڅوک نشته چې زما شکایت واوری، په داسې حال کې چې قاتل معلوم دی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی، له تاسوغواړم که زما عرض واورئ. )

دهغه عریضه مې ولوسته ، همدا ټکی په ټکی پکې لیکل شوی ول ، دعریضې لاندې مې دکابل دمحکمې رییس ته ولیکل (( دعارض شکایت دقانون سره سم وڅیړئ اوماته خبرراکړئ))

احمدظاهرته مې وویل چې دخواشینی ځای دی چې تاسوغوندې نامتوسندربول په زندان کې وی، له څوکلونوراپدې خواستاسوځای دهنرمندانوپه ډله کې تش دی، اوس داعریضه دکابل ولایت محکمې ته یوسه، زه ستاسودعریضې اوخلاصون په هکله دقانون په رڼا کې اقدام اوله هیڅ رازمرستې او کمک نه دریغ نه کوم .

هغه مننه وکړه اوله پولیس سره یو ځای له خونې ووت .

سمدستی مې د احمد ظاهر دوسیه راوغوښته، خو د هغه دوسیه په آرشیف کې نه وه، وروسته معلومه شوه چې د هغه دوسیه د عدلیې وزارت په یوه لوی او مهم سیف کې ساتل شوې وه، دا سیف ډیر لوی او تقریباً یوټن دروند و او په څو کلیانو د تخنیکی لارښود نه وروسته خلاصیده، باشی (خانه سامان) له هغه رمز نه چې ورسره وو داسیف خلاص کړ، د احمدظاهرله دوسیې سوا، دوه نورې دوسیې هم په سیف کې موجود وې ، چې یوه یې د داوودخان د اساسی قانون دوسیه وه، چې وروسته له تصویب د پارلمان د ټولو وکیلانو لاسلیکونه پرې باندې ول .

دوهمه دوسیه هم د هغه شپږ تنو بزګرانو وه چې په رڼا ورځ د سرپل د بوغایی کلی د ځمکو د شخړې په سرد پارلمان وکیل کمال الدین خان اسحقزی د زوی اکبرخان له خوا سوزول شوی ول، د دې دوسیې په لیدلو سره هک پک حیران پاتی شوم، ځکه ما فکر کاوه چې دا دوسیه به ډیره پنډه وی او څوزره پاڼې به لری، خو که ګورم چې ایله ۲۰تر دیرشو پاڼې یې درلودې، دا سوزول یې مغلوبه جنګ بللی وو اوبس، د دوسیې په پای کې داسې انګیرل کیده چې ګواکې دواړو خواووسره سوله کړی وی او کمال الدین خان حاضر شوی وو چې ۶۰۰جریبه ځمکه د وژنې په پور کې ورکړی، تر څو د وژل شویو کورنۍ له خپلې دعوې نه انصراف وکړی.

دریمه دوسیه چې ډیره پنډه او له زرو زیاتې پاڼې یې درلودې هغه د خالدې د وژلودوسیه وه، چې خالده د احمدظاهر دوهمه ښځه او د پرګل ځاځی لور وه، د پیښې هغه انځور چې اخیستل شوی و د خالدې جسد یې په یوه تنګ او چسپ لباس کې ښوده چې په بدرقم وژل شوې وه او په سینه یې د چړې څو ګوزارونه لیدل کیده چې د هغې زړه یې څیرلی وو.

د مستنطقینوپه قول، خالدې، چې په احمد ظاهر یې زړه بایللی و، غوښتل یې چې هغه سره واده وکړی، خو احمد ظاهر ترې ډډه کوله او د هغې ټینګار ته یې په دې هکله بابیزه جواب ورکاوه، په پایله کې خالدې د کابل والی ته عریضه کړې وه چې له احمد ظاهر نه بلاربه شوې او هغه مجبور دی چې له هغې سره واده وکړی، خو احمدظاهر نه منله او ټینګ و چې د ده وینه دې د ماشوم له وینې سره معاینه شی.

وروسته له ډیرې لانجې بلاخره احمد ظاهر د هغې سره واده ته اړسو او واده سر ته ورسید.

خو په هغه شپه چې خالده د حشمت په نوم د یوه ځوان له خوا د چمتلې په دښته کې وژل کیږي، احمدظاهر نه و  او په دوسیه کې هم د احمد ظاهر هیڅ ډول اعتراف نشته، یوازې یوه ښځه د خوبان په نوم د قاتل د معاون په تور بندی وه او هغې هم په څو عریضو کې ادعا درلوده چې د شکنجې په واسطه ترې اقرار اخیستل شوی او ویلی و چې د خالدې وژل د احمد ظاهرپه لارښونه شوی دی.

شرعی وړاندی لیکی په هر حال ما موضوع له حفیظ الله (امین) سره شریکه کړه، او د احمدظاهر په هکله د عفوې د فرمان اخیستلو په لټه کې شوم او د هغه نظر مې وغوښت او داسې مې ورته وویل [احمدظاهر د پښتو او دري سندرو په ویلو سره نه یوازې په افغانستان، بلکې په سیمه کې ساری نه لري اوـ څومره به ښه وي که خلقي دولت د نورو هنرمندانو په ډله کې دا نومیالی هنرمند هم ولري]

امین هم د احمدظاهر خوشې کیدلو ته لیوال و، له مانه یې وپوښتل؟ آیا احمد ظاهر په دوسیه کې په قتل اعتراف کړی که نه؟

ما ورته وویل چې په دوسیه کې د احمد ظاهر هیڅ ډول اعتراف نه دی راغلی، سربیره پر دې هغه په کومه شپه چې قتل شوی، د پیښې په ځای (چمتله)کې له سره حاضر نه و.

امین وویل (په ریښتیا هغه په خلکو ډیر ګران دی، زه هم د هغه د خلاصون طرفداره یم، افسوس چې داسې یو هنرمند په زندان کې پاتې دی، دا کار ما ته پریږده، زه د هغه د عفوې فرمان له تره کی صاحب نه اخلم، تاسو هغه همدا نن خپل کور ته واستوئ )

ما سمدلاسه د کابل د محکمې رییس ته لارښوونه وکړه چې، احمدظاهر له زندان نه راوغواړی او همدانن یې خپل کور ته ورسوي او ورته ومې ویل چې د هغه د عفوې فرمان سبا تاسو ته دراستول کیږي.

په خپله امین د هغه آواز ته عحیبه لیوالتیالرله، هغه کنسرتونه چې د بهرنیو میلمنو په خاطر د بهرنیوچارو وزارت په سالون کې جوړیدل، د احمدظاهر په غږبه پیل شول او دوه ،درې سندرې به يې پرله پسې اجراکړې ـ احمد ظاهر د امین نه د مننې په خاطری وه مشهوره سندره هغه ته ویلې وه چې متله یې دا ده :

هر جاګذری نام امین، نام امین است  + این توسن ایام چی خوش رام امین است

د ژباړن خاطره: خوبان هغه ښکلی لولۍ ښځه وه چې د شهرنو پارک ته مازیګر په چکر راتله د ښاپیرۍ شان ته ښکلې او په هغه وخت کې به یې د خپل سر ویښتان (های لایت) کول.

د احمد ظاهر دا پښتو سندره  ډیره تاریخی او نامتوده : اوبه درته راوړم – سابه درته پاخم  

خانه دې ورانه شه جوګی 

 (په تن موروغتیا، په خوله مو مُسکا)

2 COMMENTS

  1. دغه سړی په یاد نه ارزي. دغه بدبخت د خوشحال خان، رحمان بابا او نورو پښتو شاعرانو هېڅ خاص شعر وانه وایه او ایله یې ایراني چټیات راپرېښي دي چې افغانانو ته هیڅ په درد نه خوري.

  2. احمد ه سلام ! ناشناس دخوشحال بابا او حمیدبابا اونورو پښتنو شعرونه ویلی وو ـ آخریې دټولو پښتنوپه تاریخ کې وریخل – خوداحمدظاهر مشرورور( آصف ظاهر)له پشتنو داسې ننګه وکړه چې ډیر وخت به یادیږی ویې ویل چې زه اوزماپلار دلغمان اواصل پښتانه یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب