جمعه, اپریل 26, 2024
Home+شنه زرغونه/ اجمل پسرلی

شنه زرغونه/ اجمل پسرلی

 مازدیګر و چې د پارک په نري سړک کې سره مخامخ شو ښه مې ورته وکتل، چې رانژدې شوه سترګې مې خپل زړه ته ښکته کړې بیا مې شاته مخ پسې واړاوه د پارک په منځ کې تر لویې ونې لاندې پر چوکۍ له یوې بلې نجلۍ سره کښیناسته.

له لرې یې زیړ ویښته او سور کمیس داسې راته ښکاریده لکه د بل په قفس کې ایساره مرغۍ.

په دوهمه ورځ بیا د مازدیګر شپږ بجې پارک ته راغله پر همهغه نرۍ لاره تیریده. زه د چمن په منځ کې په لنډه وروګرځیدم، خو دې ته لا رسیدلی نه وم چې ورو شوم نه پوهیږم چې ولې مې پښې نه پرې ورتلې. د جامو په دوکان کې مې هم دوه ځله لار ترې چپه کړې وه او جرات مې نه و کړی چې ورسره وغږیږم.

 له ځان سره مې ویل:«  که خبرې ورسره کوم، راته وایې به ته مهاجر یې د انسانانو حقونو ته درناوی نه کوې».

 بله ورځ دا د همهغې ونې لاندې پر همهغې چوکۍ چې پرون ناسته وه کښیناسته. نن له لرې لکه یو وزرې مرغۍ راته ښکاره شوه، وطندار مې راته ویلي و چې په اروپا کې خلکو ته نصحیتونه مه کوه په جنجال به واوړې.

 کله چې پاڅیده ورپسې شوم چې ورنژدې به شوم، ورو به شوم چې ترې لرې به شوم ورتیز به شوم چې دا له پارکه وتله زه تم شوم په کوڅه کې مې پسې وکتل لکه ستوری چې لویږي همداسې سمدستي مې په سیخه کوڅه کې له سترګو پناه شوه.

په شپږمه ورځ زه پنځه بجې پارک ته ورغلم، یو زیړ وحشي رابوټیدلی ګل مې د پارک له کوز سره د نمجن دیوال له بیخه راوشکاوه، پر همهغه چوکۍ مې کیښود چې دا څو ورځې پرې ناسته وه. چې شپږو ته شپږ پاتې وې، دقیقې نه تیریدې یو ځل خو مې یوې دقیقې ته په خوله حساب وکړ زه تر شپږ شپیته واوښتم دقیقه لا پوره نه وه. شپږ بجې  او نهه دقیقې راښکاره شوه، پر همهغې نرۍ لاره تیره شوه، پر همهغه چوکۍ کښیناسته. ما ورته کتل چې ګل وراخلي که نه، لاس یې ورنه ووړ. ملګرې یې راغله چې کله کښیناسته دی دا ګل دې ته ونیو، ملګرې یې په غاړه کې لاس ورواچاوه، ورنژدې شوه، څنګ پر څنګ شوې.

نن دوی یوځای سره پاڅیدې. زه د چوکۍ خواته ورغلم زیړ ګل لاندې پروت و، په خاورو ککړ و، سر یې مړاوی شوی و، ډنډر یې مات و، په دوی پسې مې وکتل لاس په لاس د پارک له دروازې سره ووتې.

د وطندار خبره راپه زړه شوه چې ویل یې ته هم داسې څوک ګرانوې چې ملګرې لري دا د ګرانښت نه ده.

 خپلو قسمونو مې په ذهن کې انګازه کوله چې وطندار ته مې خوړل چې زه یوازې د دې د خیر په خاطر غواړم چې دا وپوهوم.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب