پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپنجشېر کې پر ملکیانو د داعش ماين چاودلی

پنجشېر کې پر ملکیانو د داعش ماين چاودلی

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏‏ راپورونه وايي، چې د پنجشېر ولايت په رخه ولسوالۍ کې نن د ملکي وګړو پر موټر ماین چاودلی دی.

د خبري رسنيو په حواله، په دې چاودنه کې ۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ځايي خلکو ويلي، چې دا ماين داعش ډلې د طالبانو د الوزولو لپاره خښ کړی و، خو ملکیان پرې برابر شوي دي.

ويل کيږي، چې په چادونه کې د موټر چلوونکی او د هغه شاګرد ټپیان شوي دي.

داعش ډلې او طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې بیا تېره اونۍ، د افغانستان په اړه د نړیوالې امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل، چې داعش ډله د افغانستان ۳۴ واړو ولایتونو ته رسیدلې او طالبان یې پر وړاندې مبارزه کې نه دي بریالي شوي.

طالبان بیا داعش ډله دوی ته ګواښ نه ګڼي او د فعالیتونو د زیاتیدو په اړه خبرې یې بې ځایه رسنیز تبلیغات بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیږدې هره ورځ د افغانستان له مختلفو سیمو د یادې ډلې د فعالیتونو او پر ضد یې د طالبانو د اقداماتو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...