سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد خپل وياند له ناندريز بحث وروسته ط له رسنيو سره غونډه...

د خپل وياند له ناندريز بحث وروسته ط له رسنيو سره غونډه کړې

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏‏ راپورونه وايي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په طلوع نيوز کې د خپل سياسي دفتر د وياند ډاکټر نعيم وردګ له پروني ناندريز بحث څخه وروسته نن له رسنيزو مسوولینو سره په کابل کې اعتراضيه غونډه کړې ده.

ويل شوي، چې په دې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير شېخ محمد خالد، د طالبانو د اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد او يو شمېر نورو چارواکو رسنيو ته د خپلو اعتراضونو د شريکولو ترڅنګ له دوی څخه خپلې غوښتنې ډاګيزې کړي دي.

طالب وياند ذبيح الله په دې غونډه کې د رسنیو استازو ته ويلي:‏رسنۍ د منبر حیثیت لري، دوی باید داعیین الی الخیر وي او هیله مو ترې داده، چې د نوي نسل او عام اولس د اذهانو د تنویر په برخه کې ښه رول ولوبوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير بيا د رسنيو مسوولينو ته ويلي:‏اسلامي امارت ستاسی حمایت کوي، ستاسی مشکلاتو ته رسیدګي کوي او له تاسي څخه د هیواد او اسلامي نظام د ارزښتونو په اړه د مثبتو نشراتو هیله لري.

معلومه نه ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغان رسنيو مسوولينو د طالبانو په دې استحضايه غونډې کې دوی ته څه ويلي؟

پرون د طلوع نيوز ټلويزيون په يوه لايف بحث کې د کابل پوهنتون د استاد فيض الله جلال او د طالبانو د قطر دفتر د وياند ډاکټر نعيم وردګ تر منځ لفظي شخړه وشوه، چې ترې وروسته د طالبانو يو شمېر چارواکو او پلويانو جلال د طالبانو امارت ته په سپکاوي تورن او هم د طلوع نيوز پر ضد د اقداماتو غوښتنه وکړه.

طلوع نيوز د طالب چارواکو د نننۍ غونډې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. طالبان باید انتقاد پذیره ووسی او هم طنز پدیره. افغانانو د بیان آزادی تجربه کړی او اوس افغانستان هغه پخوانی افغانستان ندی. طالب دی خلک ومنی نه دا چی خپل دهاتی کلچر د ښار په خلکو په زوره تحمل کړی. طالب نشی کولی چی ټولی نړی سره وجنګیږی هغوی نن سبا ډیری د کبر خبری کوی او همیشه وایی چی مونږه هر څه وکړل په زوره مو وکړل. حکومت یی ټول د ملایانو څخه جوړ کړی دا وطن د افغانانو دی دلته په لس ګونو اقوام اوسیږی، د لوړو تحصیلاتو خاوندان ژوند کوی ولی ګورو چی د مدرسی چڼی چی نه تچربه د کار لری او نه هم ورسره اداب شته په لوړو چوکیو ګمارل شوی. فیض جلال ګرچه د خبرو په آخره کی فول ووهلو خو نعیم وردګ شین خر دی. ۵۲ هیوادو ته دوی ماته ورکړی خو یو مات اقتصاد ته اوس حیران پاتی دی هر کفر او کافر ته یی د ګدایی لاسونه اوږد کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب