یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهط وزير: خوراکي توکي ټوله نړۍ کې ګران شوي، مونږ مه ملامتوئ

ط وزير: خوراکي توکي ټوله نړۍ کې ګران شوي، مونږ مه ملامتوئ

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏‏ طالب چارواکو د خپلو دفاعیو په لړ کې دا ځل د خوراکي توکيو د ګرانیدو په قضیه کې خپل سپیناوی کړی او دا يې نړيواله ستونزه ګڼلې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي باختر آژانس ته ويلي، چې په دې برخه کې هېڅ ډول احتکار هم نشته.

د هغه په وينا، دا مسئله د طالبانو له راتګ سره هېڅ تړاو نه لري او دا یوه نړیواله ستونزه ده.

د طالب وزير د‌ معلوماتو په اساس، تېر کال د يو بېرل تېلو بيه ۴٠ ډالره وه او اوس څه د پاسه ٨٠ ډالرو ته رسېدلې ده چې دا نه د طالبانو ستونزه ده او نه هم د سوداګرو او په دې برخه کې هېڅ ډول احتکار هم نشته.

هغه وويل: د ډالرو د ارزښت لوړېدل هم د بيو په لوړوالي کې مهم رول لري.

نورالدین عزیزي د دغو ستونزو د هواري لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هڅو په اړه وویل چې دوی د ایران او ترکمنستان له ټیمونو سره په خبرو بوخت دي او د دغو غونډو موخه د افغانستان لپاره د “استثنايي بیو” ترلاسه کول دي.

عزيزي زياته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به يو پلاوى ترکمنستان ته سفر وکړي چې د دغه هېواد له مسوولینو سره د “استثنايي بیو” په اړه خبرې وکړي او د امکان په صورت کې يواځې د ژمي لپاره په دې برخه کې د دغه هېواد ژمنه ترلاسه کړي.

هغه هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین شپه او ورځ کار کوي چې هېواد له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي.

نورالدين عزيزي پاکستان ته خپل وروستى سفر ګټور وباله او ويې ويل چې ډېرى سوداګر او هغه کسان چې په دغه سفر کې وو، په دې باور دي چې دغه سفر د تېرو شلو کلونو په پرتله ډېرې ښې پایلې او لاس ته راوړنې لرلې او په ډېره دوستانه فضا کې ترسره شو.

هغه د “اپتا” قرارداد چې د افغانستان او ‍پاکستان ترمنځ یو ټرانزیټي او تجارتي موافقه لیک دی، معلومات ورکړل او ویې ویل چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان له سلاکار او د سوداګرۍ وزارت له وزیر سره یې په دې اړه خبرې کړې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوه میاشت پورې د دواړو لوریو ټیمونه دغه تړون یوځل بیا لاسلیک کړي چې په دې سره به د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ترمنځ هېڅ ډول ستونزه موجوده نه وي.

عزيزي د کراچۍ بندر د ستونزې په اړه چې سوداګر ورسره مخ دي، وويل چې له خبرو وروسته دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې کانټينرونه دې لومړى د کراچۍ په بندر کې تخلیه شي او بيا به افغان او پاکستاني بار وړونکې لارۍ افغانستان ته یې ولېږدوي چې دا به تر ډېره بریده د افغانستان په ګټه وي او خصوصي سکټور هم د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاته کړه چې افغان ټرانسپورټ اوس کولای شي د غلام خان، سپین بولدک او تورخم بندرونو له لارې د پاکستان هرې برخې ته سفر وکړي او له هر ډول خنډ پرته له دواړو لوریو مالونه انتقال کړي.

د هغه په وینا؛ له دې وړاندې به هغه مالونه چې پاکستان ته لېږدول کېدل، په دغو بندرونو کې به د تخلیې پر مهال خرابېدل، وزن به يې کمېدل او لګښتونه به يې لوړېدل.

عزيزي دغه راز تر پنځو نورو کلونو پورې د پاکستان له لوري د هغو سوداګرو د ویزو د تمدید په اړه چې د صادراتو او وارداتو په کارونو کې بوخت دي، خبر ورکړ او زياته يې کړه چې د تورخم او سپين بولدک په بندرونو کې د تګ راتګ پر ستونزو له خبرو وروسته دواړو لوریو ژمنه وکړه چې په اوونۍ کې ٢٠ موټر له دېخوا او ٢٠ موټر له هاخوا له کراچۍ څخه تر پېښور پورې تګ راتګ وکړي او هڅې روانې دي چې په سپين بولدک بندر کې هم ورته خدمتونه وړاندې شي.

 عزیزي د جلغوزیو تجارت د هېواد له مهمو مسئلو څخه وباله او ټینګار یې وکړ چې دا موضوع د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ده.

د هغه په خبره؛ د دې مېوې ګټې د هېواد مستحقو قشرونو لکه کروندګرو، بڼوالو او ځنګل لرونکو ته رسېږي او له غونډو او رسمي ناستو وروسته، افغانستان وکولای شو د افغانانو او خصوصي سکټور په مرسته او ملاتړ له چین سره یو داسې دهلېز جوړ کړي چې هم د افغانستان په ګټه دی او هم د هېوادوالو.

طالب منتقدین بيا وايي، چې دغه ډله د واګ پر ګدۍ ناسته ده، خو په حکومتولۍ نه پوهیږي.

د‌ دوی په باور، طالبان ورځ تر بلې حکومتي خدمتونه او سيستم له منځه وړي، خو مسووليت او ملامتي نه مني او په زوره غواړي چې خلک د دوی له نقدولو او ملامتولو منع کړي.

1 COMMENT

  1. طالبان احمقان دی پکار نه پوهیږی. دوی ټول لوی شوی په وظیفو دی، ټول عمر یی طفیلی ژوند کړی دوی ته ګدایی او سوال له هر کفر او کافر څخه کوم عیب نه ښکاری. دا نور نړیوال ولی لوږې ندی پسی راخیستی چی صرف دا مرض په افغانستان کی دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب