په ادبیاتو کې د ښځو د ستاینو کمی نشته. ځینې خو غزل هم همداسې تعریفوي چې د ښځو صفت یې بولي. د هوسۍ سترګې، د ویښته هومره نرۍ ملا، د سپوږمۍ غوندې سپین مخ، د پرخې غوندې خوله، د مار غوندې زلفې او ډېر نور تشبیهات ممکن د ورځې څو ځلې واورو. د لویو شاعرانو له دیوانونو نیولې بیا د سندرغاړو تر سندرو. خو ډېر کم د دې تورو سترګو تر شا درد، په نرۍ ملا بار غمونه، او د مار غوندې زلفو لاندې عقل او ځیرکتیا ویني. څو کاله وړاندې مې خوشحال خان بابا له معمول ډېر ولوست. د ډېرو نورو شاعرانو برعکس مې د ده په شاعري کې د معشوقې د عقل، ښو خبرو، هوښیارۍ، هوډ، جرات، زړورتیا او ډېرو نورو خصوصیتونو ستاینه ولیدله. خینې ځایونه خو ده بیخي له ظاهري ښایست نه د ښځې باطني ښکلا ستایلې وه.
په خصلت، هنر، سیرت دانش باقي وي
قد، قامت، صورت، فاني دي سپين و تور
ــــــ
ملاحت ده، نزاکت ده، لطافت ده
د خوشحال دلبره سر تر پا ښایست
ــــــ
هغه وخت دې شاعري ته دومره خوشحاله وم چې یوه مقاله مې پرې ولیکله او فکر مې کاوه کوم لوی کشف مې کړی. زه ملامته نه وم، که نیم عمر دې یوازې د ښځو د سترګو، بڼو، ویښتو، غاړې او تګ ستاینې اوریدلي وي، بیا دومره وړې خبرې هم لویې چاته ښکاري. وروسته مې چې د خوشحال بابا نور شعرونه ولوستل ځینو ځایونو کې ښځې بیخي د فتنو زېږنده بولي. خو حداقل خوشحال خان له هم هغو نادرو شاعرانو دی چې د خپلې میینې له عقل او مرستې نه منکر نه دی.
اوس مې بیا مونده په کور کښې
چې همېش یې وم په مرسته
ــــــــ
یو وخت کوم شاعر د نجلۍ له دید نه شعر لیکلی و. د ده په شعر کې د نجلۍ ورور نه و، او دې ته ځان دومره کمزوری ښکارېده لکه بې سرپناه کور. پر فیسبوک مې ورته ولیکل چې ښايي موخه یې دا وي چې له ښځو سره خواخوږي وښيي خو د دې پر ځای مو بیخي کمزورې ګڼلې. که د یوې نجلۍ ورور نه وي هم پیاوړې ده. ضرور نه ده حتما دې د پلار، ورور، زوی او یا میړه په شتون کې ځان خوندي او تکړه احساس کړي. زموږ ټولنې ته ډېر اوږد مزل پاتې دی چې ښځه سیاله وګڼي، انسان ورته ښکاره شي او د هر هغه څه فرصت ورکړي چې نور یې لري. خو حداقل زما فکر دا دی چې زموږ د ټولنې روښانه فکره او د قلم څښتن قشر کولی شي د دې سفر د لارې په اسانولو کې کومک وکړي. زما په نظر ارواښاد نصیر احمد احمدي دا مرسته تر خپل ممکن وسه کړې ده. د ده د ډېرو کیسو او ناولونو موضوعات د افغان ښځو د ژوند پر ناخوالو او ستونزو راڅرخي. ما په دې مقاله کې د ارواښاد احمدي د پنځو ناولونو «زرو، رڼا، د غڼې ځاله، خونکار، بړبوکۍ» ښځینه کرکټرونو ته کتنه کړې ده. په دې ناولونو کې د دوه کتابونو نومونه «رڼا او زرو» د ښځینه کرکټرونو دي، د غڼې د ځالې راويي «طاهره» ښځه ده، د بړبوکۍ مرکزي کرکټره «ماریا» ښځه ده او د خونکار ناول کرکټره «غوټۍ» په دې ارزي چې څوک ورته تم شي.
احمدي صاحب د ټولنې لیکوال و. هیلې پسرلی په خپله لیکنه کې د «ولس لیکوال» بللی. دی ښايي تر بل هر پښتون لیکوال نه ډېر لوستل شوی وي. یوازې لوستل نه بلکې ډېرو یې کیسې له راډیو اوریدلې. څو کاله وړاندې زه کلي ته تللې وم. څو نجونې مې څنګ ته غلې راغلې راته یې وویل: « ته د (رڼا) ولا نصیر احمد پیژنې؟» دوی دې ته لیواله وي چې نصیر احمدي به څرنګ ښکاري؟ چېرې اوسي؟ ایا رڼا د رښتیا وه؟ یو وخت یې اغزن سیم له راډیو خپرېده، یوې خپلوانې مو راډیو چالانه وه. کوټې ته ورننوتلم، سترګې یې تکې سرې وې. چې ومې وپوښتله ناول ته یې ژړل. خدایزده تصادف و که دا چې احمدي د بې غږو غږ و چې ما تل د ده په اړه له ښځو ډېر اوریدلي. هغه که لوستې افغانستان کې ښځې دي، که په بهر کې افغانانې او که کلیوالې نجونې چې الف هم نه شي لیکلی.
د نصیر احمد احمدي په ناولونو کې ښځینه کرکټرې د خپلې «ایجنسي» څښتنې دي. دا په دې معنی چې دوی د پریکړې کولو توان لري او دې ته چمتو دي چې له عواقبو سره یې مخ شي. هغه که د رڼا او زرو غوندې د مینې لیونۍ دي، که د طاهرې غوندې له قمارباز او بېباکه میړه ځان خلاصوي، او که د ماریا غوندې د خپل مسلک لپاره هر خطر مني. دا هغه څه دي چې د پښتو ژبې په ډېرو داستانونو کې کم رنګه یا په نشت حساب دي. عموما ښځه مظلومه ده، بې زړه ده، باید یو څوک یې د خوندیتوب غم وخوري، یا د هنديفلمونو غوندې یو هېرو راڅرګند شي چې دا وژغوري. د احمدي صاحب په ناولونو کې ښځه تل کوښښ کوي په خپلو پښو ودرېږي. مثلا که د «غڼې ځالې» ته تم شو، د دې ناول راويي طاهره ده. دا کونډه شي، میړه یې برق ونیسي او دا کومک ونکړي چې وې ژغوري. یو لور او زوی ورپاتې شي. له خپل لیوره نیولې بیا د کوڅې هر نارینه یې تیاره ګوله بولي. طاهره همت ونه بایلي، خپل اولاد ته په حلال رزق پسې پښې تڼاکې کړي. په واوره او تېز لمر کې ناسته وي د خلکو بوټونه رنګوي. طاهره د ښځې د معمول انځور غوندې نه ده، دا نه یوازې چې غلې کېږي نه بلکې که اړتیا شي فزیکي وار کوي. حتا که کوم سړی بې نزاکتي ورسره وکړي دا یې په وهلو پیښمانه کړي. کله، کله پوچې ښکنځلې کوي، خو هېڅکله خیرات او مفتې مړۍ ته نه کیني. طاهره تل په چادري کې نغښتي وي، خو هوډ او عقل یې دومره پوخ وي چې ډېر تېز خلک په ګونډو کړي. نړیوال زموږ د ښځو انځور تل په چادري کې وړاندې کوي، ګوندې مظلومه ده. د خپل ژوند او خپلې پریکړې اختیار نه لري، خو د دې چادریو تر شا ډېرې طاهرې شته چې مخونه به یې پټ وي خو د ژوند له ساړه باد سره تل په جګړه کې دي او تر ډېرو پیاوړې دي.
احمدي صاحب په همدې ناولونو کې کوښښ کړی چې د افغانې ښځې یو واقعي انځور ترسیم کړي. زه دا منم چې زموږ ښځې تل خپل برخلیک نشي بدلولی، ډېر وخت د ناسمو دودونو او د نرواکي د بلا قرباني دي، خو دا به هم ظلم وي که دوی بیخي بې لاسه بې پښو او بې تفکره وبلل شي.
د پښتنوالي درنه پته
زما په خوله دې لاس نیوه ګونګه دې کړمه
کله، کله به غلې کېږي. خو کله، کله له خپله سره هم تېرېږي او په جار ناره کوي چې:
که څوک مې ښه بولي که بده
راټول به نکړم د سالو د سره پلونه
د احمدي صاحب د دې ناولونو کرکټرې کله، کله د لومړۍ لنډې غوندې د ګیلې ناره کوي، او کله، کله د دوهمې لنډۍ غوندې په چا یې باک هم نه وي. مثلا د بوړبکۍ په ناول کې د ماریا کرکټر. دا نجلۍ په خټه افغانه وي خو بهر کې لویه شوې وي. بیا د هغوی د استخباراتو له لوري افغانستان ته د یوه ماموریت لپاره راغلې وي. دا باید کوم جنګیالی ومومي نو ځان په یو جنګ کې دښمن ته تسلیموي چې همدې کس ته ورسېږي. بالاخره له یوې کوچۍ کورنۍ سره میشتېږي، چې یو زلمی زوی، زړه مور، پېغله خور او کونډه ورېندار لري. په ماریا باندې کوچی زلمی میینېږي، زړه یې د دې له غږ سره دربېږي خو په پای کې خبرېږي چې ماریا جاسوسه ده. د دې زلمي خور وړانګه په ځلونه د خپل قهرجن ورور مخکې درېږي، د ځان او نورو دفاع کوي. افغانو ښځو هر وخت هر څه په ځان نه دي منلي، بې غږ نه دي، د دوی غږ تل جوت دی، خو یوازې دومره لوړ نه دی چې د کېږدۍ له څنډو یا د لوړو کلاو له دنګو دیوالونو د باندې راووځي. ماریا د ټولو هغو تعریفونو برعکس کرکټر دی چې زموږ ټولنه یې ښځو ته لري. دا پوځ کې کار کوي، د دښمن په کور کې بنديکېږي او بالاخره په زړه پاک هلک ته دروغ وايي او په دې اړه هېڅ خجالته نه وي. ماریا خپلواکه، محترکه، په ځان باندې، زړوره، ظالمه، سخت دریځې او د خپل برخلیک ټاکوونکې کرکټره ده. حتا ماریا د کیسې «انتاګونیست» یا منفي کرکټره ده. خلاصه دا چې احمدي صاحب ماریا دا ډول انځور کړې ښايي که ده د کوم نارینه جاسوس په اړه لیکل هم کول همداسې به و.
د خونکار په ناول کې د غوټۍ کرکټر کټ مټ لکه زموږ د کلي کومه پیغله. د تره خیال ساتي، د ماما خبره مني، واده ته غاړه ږدي. خو چې کله د حق خبره راشي نه غلې کېږي حتا که مرګ په خپلو سترګو ویني هم. چې میړه یې د وژلو نیت کوي دا ورسره سمې ډغرې وهي، او له دې هم نه ډارېږي چې قتل به وکړي. زموږ د وطن ډېرې ښځې همداسې دي، ممکن غلې شي او د نورو خیال وساتي خو که کله د عدالت خبره کیدله بیا به یې تر هر چا غږ لوړ وي. بیا به زړورې هر خطر ته ولاړې وي.
میینه یم منکره نه یم
که شینکی خال مې د چړو په څوکو ځینه
ــــ
میینه یم منکره نه یم
که جلادان مې سر له تورو سره وړینه
ــــ
موږ که له یو چا کرکه کوو، په ویاړ وایو چې پلانکی یا پلانکۍ مې بده ایسي. خو که خبره مینې ته شي بخصوص رومانتکې مینې ته بیا نو کفر ده. په کومو ټولنو کې چې مینه عار او شرم وي، هغلته نه جګړه درېږي نه بدبختي ورکېږي. په مینه باید ژوند ښایسته وي خو زموږ د ټولنې ژوند پرې عذاب دی بخصوص د ښځو. که ښځه د مینې نوم واخلي یا د خپلې خوښې یادونه وکړي بیا بدنامه ده. بد اخلاقه ده. ګنهګاره ده، تر دې چې مرګ یې روا دی. دا یوازې زموږ د نکلونو کیسې نه دي، واقعي ټولنیز ژوند مو همداسې دی. ما د دې مقالې لپاره چې د لیکوال دوه ناولونه زرو او رڼا ولوستل زموږ د ټولنې د همدې ترخې تجربې واقعي تصویرونه مې سترګو ته دریدل. دوه پېغلې چې خپله مینه ورته تر هر څه سپېڅلې ښکاري، تول خنډونه، پېغورونه او ستونزې ویني خو بیا یې هم د زړونه چینه یې د مینې په رڼو اوبو مست خوټېږي. ښايي څوک ووايي چې رڼا ډېره مظلومه او بېچاره وه، خو ماته د دې په کرکټر کې دې یوې غښتلې ښځې تصویر و. سره له دومره خبرو، بیا هم د خپل میین «جمال» یو عکس د مرګ تر شېبې زړه ته نږدې ساتي. تر پایه وفاداره وي او د جمال د یوې خوږې خبرې په هیله ساه اخلي. رڼا له مظلومیت نه د جمال په تمه نه وه، له مینې وه. دا یې انتخاب و او دا لوی زړه غواړي چې د لاسته راوړلو تمه نه لرې خو وفاداري او مینه دې نه لړزېږي. دا قوت او ځواک په ښځو کې ډېر دی. د رڼا لور پاڼه سره له دې چې ماشومه نجلۍ ده خو د یو پوخ انسان غوندې یې د ژوند مسوولیتونه منلي. نه سوال کوي نه زاري، بلکې خپله مزدوري کوي. یوه ګوله ډوډۍ د مور او ځان لپاره د لاس په تڼاکو مومي. تر دې بل غیرت شته؟
د زرو په ناول کې نجلۍ لومړی هلک ته زنګ وهي. د مینې اظهار کوي، له کلي د تښتېدو خبره کوي. حتا ګواښي یې. دا ډېرو د معمول فکر برعکس خبره ده چې باور لري لومړی اظهار باید په مینه کې نارینه وکړي:
«
_زه درباندې ګرانه يم؟
_هو!
زرو يوه شېبه غلې وه، ما يې يواځې د ژړا غږ اورېده، وروسته يې په غريو کې وويل:
_ماخستن راشه او ما له دې ځايه بوځه.
ځای پر ځای کېناستم. زرو وويل:
_ووېرېدې؟
غلی وم. ويې ويل:
_پوهېدم چې دومره زړه نه لرې. بس نو، سهار به مې د جنازې خبر واورې. چيغه مې کړه:
_دومره بې عقلي مه کوه.
په غريو کې يې وويل: _سهار سپېده چاود، پر بام د موږکانو له دوا سره درته ولاړه يم، د غزني په اولياوو لو(قسم)در ته کوم،که مې ددښتې لخوا د بجلۍ (لاسي بتۍ ) رڼا ونه ليده، مړه مې بوله. تليفون قطع شو.»
زرو د خلکو ستوغې خبرې اوري خو له خپلې پریکړې نه پیښمانه کېږي. یوې ښځې ته ښايي د هغې له پاکې لمنې بل هېڅ هم مهم نه وي، خو کله کله مینه دومره پرې غالبه شي چې که د ټولو سترګې ور اوړي هم دا به ونه لړزېږي. لکه دا لنډۍ چې:
خلک دې وايي چې څه وايي
زه مې له خپله یاره نه توبه کومه
ــــــ
د احمدي صاحب د نورو ناولونو کرکټرې که ښځې نه دي هم ده د ښځو ستونزې یادې کړې. «د غڼې ځاله» په ناول کې په بیا، بیا د نجونو په تعلیم او کار تاکید کوي. لوستونکو ته ښيي چې د یوې ښځې زده کړې او کار هغې، کورنۍ او اولادنو ته یې به عزت ژوند ورکولی شي. ده د «جو جو» ناول کې په ځلونو د ښځو پر وړاندې بې عدالتیو ته اشاره کړې. همدې ناول کې یو ځای لیکي:
« _په ټوله ولسوالۍ کې يوازې يو مکتب دی، هغه هم د هلکانو له پاره، نو خوارکۍ نجونې څه ملامتې دي، هره ورځ کوټې جارو کوي، په کوم کاغذ پسې به ګرځې چې د کار دی که بېکاره. که
همدې نجونو مکتب ويلی وای، نو په سيمه کې به مو ډاکټره درلودی، د لال مامد ښځه به يې ولې نيمه شپه په خامو لارو تر ښاره وړله.»
د خوږې شېرزاد یو بیت دی:
غړۍ مې جګه وه نیولې چا مې ورور ستایه
او ورور مې سترګې ټیټولې زما نوم یاد شو
زموږ ټولنه کې د ښځې نوم شرم دی. نوم هویت دی، بغیر له نوم هېڅ شی نشته. خو زموږ ښځې هېڅکله په خپل نوم نه یادېږي. همدا ستونزه احمدي صاحب د «جو جو» په ناول کې ډېره واقعي تصویر کړې. د مرکزي کرکټر تواب مور ته یې تل خسر د «بلا» په نوم غږ کوي. د تواب یو تره خپلې ښځې ته د «عاجزې» په نوم غږ کوي. له کوم افغان مو تر اوسه اوریدلي چې ووايي «ګلالۍ، شریفه، فاطمه، رحمته» مې ډاکټر ته راوستلې، خو ټول به وايي «واړه » مې راوستلي. د دې ناول یوه برخه کې لیکي:
«_يوه ټکي ته مې پام شو، وړې نجونې نومونه لري، زرمينه، طاهره، ملالۍ…خو چې غټه شوه او واده يې وکړ، بيا يې نوم بدلېږي. تورسرې، سياسره، کډه، عاجزه، د حيوانانو مور ، بلا … .دا ولې؟»
زموږ په ورځني ژوند، غم او ښادۍ هر وخت کې دود همدا دی چې اول به نارینه مړۍ خوري بیا به ښځې ډوډۍ خوري. ښروا به که پخه شوه غوښه به سړیو خوړله، اوبه به یې بیخ کې ښځو ته پاتې شوې. ښه برخه تل د زوی وي. همدا ناوړه دود احمدي صاحب د جوجو ناول کې یو ځای داسې تصویر کړی:
«يوه پوښتنه؟
_وايه.
_نجونو او ښځو ساده چای خوړ، خو نارينه وو او هلکانو ته د شيدو له چايو ډکه چايجوشه ور وړل شوه، ولې؟
تواب وويل:
_نيکه مې وايي چې هغوی نجونې دي، بلا يې نه وهي.
جُوجُو وخندل:
_کوټ، کوټ،کوټ… هغوی ګېډې نه لري!»
د زرو ناول د شنه توتي په مات وزر پیلېږي. زرو مړه وي، کامران (میین یې) یوازې پاتې وي. لیکوال راته وايي چې بغیر له ښځې نارینه لکه یو وزری مرغی. لکه همدا ټپي توتي، نه به الوت کولی شي نه ژوند. ښځه او نر لکه دوه وزرې که وي مارغه به الوځي کنه نو نورو ته به محتاج وي. کورنۍ، ټولنې او هیوادونه هغه وخت الوځي چې دواړه وزرې روغې وي. بیا به له ښکاریانو هم ځان ساتلی شي او د چا محتاج به هم نه وي، کنه نو یا به یې ژوند د سوال وي او یا به هم نه پايي.
د جولای ۴مه، ۲۰۲۳ز
یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.