دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپرتله کونه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

پرتله کونه | ډاکتر ماخان میږی شینواری

 تر دې مخکې… وبخښۍ دا ،، تر دې مخکې،، نه شته. تر ناسم دۍ او مخکې هم کلیوالي لیکندود دۍ. 

له دې د مخه… په بخښنه دا هم پوره نه دي.

له دې څخه د مخه چې په دې موضوع  پیل کوم، د اړتیا له مخې غواړم دا لاندې ستاسو مخ ته کیږدم:

ستایننوم.

ستایننومونه به نوپه پښتو کې څنګه وي؟

موږ په پښتو کې د دې له پاره د نوروژبو په څیر د ستاینې جګونه نه لرو.  زموږزیات لیکوالان، چې زه ګورم، ډېر اوخورا ډېر د دې له پاره لیکي.

بیلګه ۱: چټک،ډېر چټک، خورا چټک.

بیلګه۲ : جګ، ډېرجګ، خورا جګ.

دا کړی شو نور هم وستایو، چې ولیکو، لا نور هم چټک، ــــ ډېر ــ، ــ خورا ـــ اونور.

دا لار چې په ژبه کې نه لرو، کیدی شي، چې دا د یوه قرارداد له مخې د پوهانوله خوا ومنل شي او یا یوبل څه ورته پیدا کړي. داد قرارداد له لارې کیدی شي، خو هیله ده نورڅه سره پیدا نه کړو، چې بیا د قرارداد نوم پرې کیږدو.  

اوس راځم خپلو اري خبرو ته یعنې پرتله کونې ته:

زموږزیات یا نږدې ټول لیکونکي اولیکوالان ژبپوهان د شیانو یود بل سره پرتله کونه  او په همدې ډول یې د پرتله کونې ستاینه په ،، تر،، کوي
لومړی: رموږلیکونکي په دې اند دي، چې پرتله کونه د ،، تر،، سره کیږي.یعنې 

سپین تر شین(هغې هغه،هغوي،تا،تاسو،ما، موږ) (ډېر- ،خورا – ) ښکلی دۍ.
دویم: په پیداېښتي ډول یې، چې زموږ هیوادوال په بیلابیلوځایونوکې کاروي:
هغه د ،، له …  څخه ،، سره پرتله کیږي.
پوښتنه : له دوي، تاسو…او … څخه   کوم ښکلی دۍ؟
سپین له شین (هغې هغه،هغوي،تا،تاسو،ما، موږ) څخه  ښکلی (ډېر- ،خورا – ) دۍ.
دریم: سپین (را، ور، در) څخه ښکلی ( ډېر – ، خورا – ) دۍ. 
په پورته لیکنه کې دا د ،، ور څخه،، په ځای ځنې لیکوالان کله کله ،، تر یا نوره  ،، لیکي یعنې:
که پوښتنه وشي، چې له سپین اوشین څخه کوم ښکلی دۍ اوسپین ور څخه ښکلی وي، نووایو: سپین تر شین ښکلی دۍ. دلته ،، تر څخه،، نه وایو.
تر د هغه مهال، ځای اویوه څه د پای په نخښه کونې سره یعنې ،،تر…پورې،، سره توپیر لري.
ګورو چې دا پورته ،،تر یا ترې،، د ،،ورڅخه،، په ځای راغلی.
موخه: پرتله ونه د هغه ،، تر،، سره چې موخه ورڅخه د ….پای وي، نه کیږي، دا په دې مانا چې په لاندې کې ،، تر،، 
سپین تر(ما،هغه، تاسو او…) ښکلی ( ډېر -،خورا -) ښکلی دۍ، ناسم دۍ.

یادونه: یعنې دا ،،تر،، هغه اړیکوی نه دۍ، دا له یوڅه یا چا یا شي څخه ښکلی دۍ، چې زیات کسان یې لیکي:: ترې ښکلی….. چې دا ترې هغه د ،، ورڅخه ،، په موخه یا مانا دۍ.


نسبت: 

موږ په پښتوګې نسبت ټه څه وایو؟ ( څه ووایو سم نه دۍ، ځکه دا موږنه وایو، دا څه ورته ویلکیږي، دۍ. له دې امله: څه وایو،دۍ).


دلته هم شیان سره پرتله کیږي 
دا چې نسبت پښتو نه دۍ، نوکارونه یې کیدی شي له عربي څخه بل ډول وي، خوموږ یې هغه پښتو ډول سره کولی شو، ځکه په عربي خونه پوهیږو.
په ګڼونو کې لویوالی، کوچنیوالی اوبرابروالی سره پرتله کیږي.
۲ نسبت ۴ (ته) کوچني (دۍ)
په کسانو یا شیانوکې، لویوالی، ښکلا، پلنوالی، …
کسان یا شیان:
الف نسبت ب (ته) ښکلی ( جګ،پلن،…) دۍ.
تناسب: ګڼونو کې:
د دوه ګڼونو پرتله کونه که دا سې وي، لکه د نورودوه ګڼونو،نو وایو:
۲ نسبت ۴ متناسب ۳ نسبت ۶ ته
یا یې انډول ۲ پر څلور برابردي له ۳ پر۶ سره

 

نسبت به نو په پښتوڅه وي؟
په ګڼونوکې پرتله کونه:
۲ و ۵ ته کوچني دي

 

کسانو یا شیانو کې 
سپین وشین ته ښکلی(جګ،….) دۍ
د ننګرهار انګور د کابل انګورو ته ځواږه (تروه، ….) دي
نوګورو، چې د عربي ،،نسبت،، د پښتو ،، و..ته،، سره انډول دۍ. 

 

تناسب به نوپه پښتو څه وي؟
۲ و۴ته داسې دي لکه ۳ و۶ته
یعنې ۲ په څلورو برابردي د ۳ پر ۶ سره.
سپین وشین ته داسې جګ( ښکلی،….) دۍ لکه برګ وخړته.
په پورته کې نوتناسب د برابر په مانا دۍ

یا داسې هم وایو چې:
سپین وشین ته په جګوالي کې داسې ځان نیسي، لکه برګ وخړ ته.
ګوروچې دلته تناسب ته د پښتو انډول،،ځان نیونه،، کیدی شي.

که  شمیرپوهنې ته پام وکړو،نومتناسب دبرابرپه مانا راځي.

الف وبه ته داسې جګ دۍ، لکه پ و ت ته

یا

الف و ب ته برابر جګ دۍ لکه پ و ت ته.

 تناسب داسې هم لیکو. 

a/b = c/d

پخوا موداسې هم لیکه:

a:b::c:d

ګومان مې دۍ انګرېزي کې یې  اوس هم داسې لیکي.

لاس ته راوړنه: ګورو، چې پرتله کونه د ،،تر ،، سره نه کیږي.

بیا: سپین وشين ته ښکی دي یا 

 سپین له شین څخه ښکلی دۍ.

ناسم: سپین تر شین ښکلی دي.

خو سمې پرتله کونې له پاره لیکو، چې : سپین له شین څخه ښکلی دۍ. 

نو د ،،تر،، سره پرتله ونه نه شي کیدی،دا د ،،له … څخه،، سره کیږي.

ادجکتیو یا خوي وی  Das Adjektiv 

adiectivumad-iectivum nach altgriechisch epí-theton ((lateinisch [nomen]  ( ،، ورزیات شوی،، 

په ژبپوهنه کې هغه ویډول دۍ، کوم چې د یوه څرګند شي یا یوه ذهني شي، یوې کیدنې یا کړنې یا حالت او داسې نور جوړښت روښانه یا تشریح کوي.

ادجکتیو،،خويوی،، یا ،،ملوي،، هم بلل کیږي، په ښوونځي کۍ  ،،څنګه،، وی( یو شی څنګه دۍ؟) هم بلل کیږي.

خوی ویونه کیدی شي وکارولشي:

attributiv (auf ein Substantiv bezogen, z. B. der schöne Tag),

  • اتریبوتیو( یوه شي اړوند یا یوه شي ته یې نسبت وکړی، د بیلګې په توګه. ښکلې ورځ )

prädikativ (als Teil eines Prädikats mit Kopula; z. B: der Tag ist schön) oder

  • پرېدیکاتیو ( د یوه پرېدیکات برخه د کوپولا سره: د بیلګې په توګه: ورځ ښکلې ده) یا
  • ادوربالadverbial (هغه ښکلې سندرې وایی)

د ګرامرټول د خبروڅه پوره غزېدلې وي،خو د اوس له پاره زه په دې لږڅه بسیا کوم. که ژوند وو، نو بیا به یې سم وغزوم، خو دا کار د ژبې مینه وال ښه کولی شي.

د الماني ژبې زیات خویونه کیدی شي جګ شي. دا تلنه کومباراڅیون Komparation یا درجه بندي بلل بلل کیږي.

موږبه یېدا اوس همدا د ډېر اوخورا سره درجه جګه کړو.

  ښکلیPositivschön

 ډېر ښکلی Komparativschöner

  خورا ښکلیSuperlativam schönsten

داسې خویونه هم شته، چې د هغوي د جګونې سره سټوی بدلیږي:

او موږیې بیا په ډېر اوخورا سره جګوو:

  ښه،ډېر ښه ،خورا ښهgut, besser, am besten;

 زیات،   ډېر زیات، لا زیات ، viel, mehr, am meisten.

دې ته ټول مینه رابولم،چې اندونه سره ګډ کړي.

اوکه د نوروژبوڅخهیې همګټه واخستله، نولا نوربه هم ښه شي.

ځنې خویونه شته،چې په هغې دا جګیدنه نه شيراتللی:

ټیک همغه یا مطلق خویونه لکه بلاربه ( ډېره بخښنه دېوي، چې دا بې ادبي ونه ګنۍ، که حامله ولیکم هم همدا ده، خوعربي ده)،مړ اونور.

د رنګونو جګیدنه بیا شته لکه شین، تک شین، شین چک. 

سپین، تکسپین،  سپینچک اوهمداسې نور.

[email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب