جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د استاد غضنفر تېروتنه || یونس تنویر

د استاد غضنفر تېروتنه || یونس تنویر

یاره چې اسمان ته دې باڼه ګوري

سترګې دې زما په مخ کې څه ګوري

حمزه بابا

ستا چشمان به څه نګاه کا په خاکسارو

چې له کبره دې باڼه ګوري اسمان ته

شیدا

اسمان ته د باڼو کتل او سترګې د حمزه په مخ څه کتل دا حیرت دی. یانې دواړه بیل روایتونه دي. باڼه له ډېره کبره اسمان ته ګوري، حیراني دا ده، چې د حمزه په مخ کې څه ګوري؟ اصل کې باڼه اسمان ته نه ګوري، ځکه د لیدو ظرفیت نه لري، مګر باڼه پورته وي او دا د باڼو یوه فطري خاصه ده. او دا د پورته سره مشابهت دی. یانې د پورته شباهت د لیدلو سره شوی دی، نو ځکه غیر حقیقي حالت رامنځته شوی دی او دا غیر عادي بیان دی. یانې په دې بیت کې ټول هنري تعمل د همدې دی، چې باڼه اسمان ته ګوري؛ مګر دا تخیل د شیدا دی، ځکه هغه مستقیم د کبر سره مشابهت کوي. یانې هغه وایي، چې ستا چشمان به څنګه د ځمکې خلکو ته ګوري؛ ځکه چې ستا باڼه اسمان ته ګوري. استاد غضنفر و دغه حالت ته (جالب تناسب) وایي؛ مګر د اسمان او ځمکې ترمنځ یو تقابل دی. او که چیرې دواړه حالتونه (یانې اسمان = کبرجن او خاکسار= عاجز هم شي،) ترمنځ یې تناسب نه دی، بلکې تضاد دی. او تضاد دا وي، چې ترمنځ یې تقابل واقع وي. یانې دغه دوه بېل متضاد روایتونه دي. هغسې، لکه ښکلا او بدرنګي. دوهمه مسله دا ده، چې د خاکسارو راتلل د شاعرانه اصولو لپاره د خاورې مشابهت نه دی، بلکې د عاجز انسان مشابهت دی. د حنیف خلیل له انده( خوار )(۱،۱)او د ده دا دلیل د مننې وړ دی، چې وایي(خاکسار د عاجز علامت دی)(۱،) په شرح دیوان کاظم خان شیدا کې حنیف خلیل د حمزه بابا همدا بیت راوړی دي، چې استاد غضنفر له ده مخکې په جادوګر هنر کې راوړی و؛ مګر استاد غضنفر د دې دوو پورته بیتونو په اړه غیر حقیقي خبره ځکه کړې ده، چې دی وایی:(د حمزه بابا بیت د وزن، انسجام او موسیقۍ له درکه د شیدا تر بیت بهتر دی.)(۲. ج …ه) او بیا د استاد غضنفر دا دعوه، چې (شیدا په خپل بیت کې یوه معمولي مانا ځای کړې ده) د استاد دا خبره ډېره معمولي خبره ده، چې موږ شیدا په دې ګرم وګڼو، چې ده خپله معشوقه په کبر یاده کړې او حمزه بابا په کبر کولو نه ده تورنه کړې، نو د استاد غضنفر دلیل دا دی، چې دا بیت ځکه معمولي دی، چې شیدا خپله معشوقه په کبر تورنه کړې او د حمزه بیت ځکه بهتر دی، چې هغه دا کار نه دی کړی، مګر دا خو په دې بیت کې یوه معمولي کیسه ده.

مګر که وکتل شي، ددې بیت اصلي کیفیت (باڼه ګوري اسمان ته) او (اسمان ته دې باڼه ګوري) کې دی. او دا غیر عادلانه ده، چې حمزه بابا د شیدا تخیل پردازي را اخیستې وي او موږ ووایو، چې اخیستونکی بهتر دي، مګر هغه کیفیت، چې په (خاکسارو) کې دي، په (مخ) کې نه شته.

نو اوس موږ دا ثابتولی شو، چې د شیدا بیت مضمون څه معمولي نه دی او نه هم د حمزه بابا بیت بهتر دی. لومړی دا چې دا تخیلي تجربه شیدا کړې او د ټولو شاعرانه اصولو سره یې پابنده کړې، مګر د حمزه بابا په بیت کې هومره مانیز کشش نه شته، ځکه چې د دواړو مسرو ترمنځ خیالي کشش پیاوړی نه دی، ځکه باڼه ګوري اسمان سره د مخ هومره شاعرانه شباهت نه وي، لکه څومره، چې د خاکسارو دی. یانه شیدا ډېر زیات په شاعرانه شباهت کې خپله خبره کوي، ولې حمزه یې هسې نه کوي، لکه څنګه چې شیدا دا خبره په شباهت، نازکیت او تخیل کې کړې ده. او حمزه بابا یوازې همدا د شیدا تجربه را اخیستې.

اخځلیکونه:

۱ـ  شرح دیوان کاظم خان شیدا. خلیل، حنیف، مخ: ۵۱۷،

۲- د کاظم خان شیدا دیوان، مخ: ۱۴۹

۳ – جادو ګر هنر. عضنفر، اسدالله. مخ: ۲۲۷

5 COMMENTS

  1. مننه له ليکنې مو خو دا عنوان يې لږ ډېر تند ښکاري. څرګنده خبره ده چې له تيروتنې څوک هم خلاص نه دی خو د شعر په باره کې کېدی شي څو کسان مختلف بر داشتونه ولري.

  2. محترمو پښتنو لیکوالانو زما وروڼو
    یو مختصر وړاندیز لرم؛هغه دا چې، خودساخته بی معنی کلمات ایجادول او بیا په پښتو ورګډول،
    دپښتو ژبی سره دوستی یا تصفیه نه افاده کوی؛بلکی پښتو بدرنګه او بی ریښی کلماتو تراکم زیاتوی،چې په نتیجه کی د پښتو ژبی علمی ارزښت تضعیفوی،لکه پورته لیکنه کی مسرو ته زیر شی
    دا اصلاََ مصراع عربی کلمه ده ،خو دغه ابتکارات دکلمی ارتباط د ریښی یا جرړی سره قطع کوی،که ډدی ډول بدلون لپاره کومه منطقی او علمی قاعده وی نو لطفاََ بیان یی کړی چې ټول تری ګټه واخلی
    د ډاکټر صاحب زیار نوښتونه با قاعده او اصول لری ،لطفاََ هغی ته مراجعه وکړی

    • مخترم همت صیب کور ودان، چې ومو لوسته!
      اصل کې موږ په لیسانس او ماسټرۍ کې د نیولوکیزم په اړه زیات قاعدې لوستې دي. ځینې علما یې ښه ګڼي او ځینې یې ښه نه ګڼي، په دې کلمو کې هغه کلمې شاملې دي، چې له عربي پښتو ته په مفغن شکل رامنځته شوې دي.
      بله مسله داده، چې زموږ اکاډمیکې ساحې لا دا وړتیا نه لري، چې یو ټول منلې او معاصرو اصولو سره برابره ژبپوهنه رامنځته کړي. نو مجبورا، ځینې کلمې همداسې کارو. او که تاسو بله کومه ښه قاعده لرئ، نو مهرباني وکړئ شرحه یې کړئ.

  3. محترم ورور تنویرصاحب
    السلام علیکم۰
    الله دِ په پوهه او عمر کی خیرونه نور هم زیات کړه ، تاسی ښه حل ته مو اشاره کړی؛او رښتیا هم دا
    فردی کار ندی،بلکی ملی مسئولیت دی۰
    اوریدلی می وو چې، استاد محمد اصف صمیم صاحب په اکادمی علومو کی کار کوی نو ښه به دا وی چې دِ اکادمی په محوریت دی کار ته تهداب جوړ شی او د صمیم صاحب او نورو متخصصینو
    په مشوره دغه خلا په علمی شکل ډکه شی۰
    ستاسو د لا زیاتو بریالیتوبونو په هیله او الله مو مل شه۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب