دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهلویدیځو بنسټونو افغانستان ته د شتمنو هېوادونو په لږو بشري مرستو نیوکه...

لویدیځو بنسټونو افغانستان ته د شتمنو هېوادونو په لږو بشري مرستو نیوکه وکړه

تاند:(يکشنبه، د عقرب اتمه)‏‌ د لویدیځ د يو شمېر بنسټونو راپورونه څرګندوي، چې شتمنو اسلامي هېوادونو د افغانستان بشري ناورين ته په کتو سره، دغه هېواد ته ډېره لږه مرسته را لیږلې ده.

سرچينو په دې برخه کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو يادونه کړې، چې د ډېرو امکاناتو سره – سره ېې افغانستان ته ډېره لږه پاملرنه کړې ده.

ويل شوي، چې سعودي عربستان تېره اونۍ له اوکراین سره ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه، په داسې حال کې چې افغانستان ته ېې ۱۱ میلیونه ډالره اعلان کړې وه.

د متحده عربي اماراتو، قطر او ترکيې په اړه هم نيوکې شوي دي.

متحده عربي اماراتو په روان میلادي کال د ایتوپيا په ګډون بېلا بېلو هېوادونو ته ۳۰۹ میلیونه ډالره مرسته برابره کړې، چې د افغانستان ونډه پکې يوازې ۱،۹ میلیونه ډالره وو.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو له لوري د غوښتل شوې بشري مرستې یوازې ۴۵ سلنه برابره شوې او ۵۵ سلنه نوره یې نه ده پوره شوې.

پر دغو اسلامي هېوادونو سربېره پر ګاونډيو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو، په خاص ډول پر روسیې او چین هم نیوکې شته، چې افغانستان سره ډېر سطحي چلند کوي.

1 COMMENT

  1. ​ملی او د افغان ملت خپلواکی او ازادی سپڅلی مبارز مومند صاحب ته احترامانه سلامونه وړاندی کوم ، د تاسو محترم د ما ناسوسیالستی نامولوڅخه زیاته مننه او اضافه کوم چی د افغان ملت ځلانده تاریخ کښی د مونږ او تاسو قهرمانو پلارونو او نیکونو نیکونو په ملی اتحاد سره د افغان خاوری او د افغانانو خپلواکی او ازادی لپاره ناستومانه د خپلو وینو په قربانی او ناسوسیالستی احساساتو سره مسلسل اجنبیان د خپلی خاوری څخه شړلی دی او وروسته او فعلی شرائیطو کښی د تاسو محترم له خوا د یادو اجنبیو غلامانو د اجنبیانو نوو مضرو تخنیکو سره د افغان غیرتی ملت صادقانه ملی جهاد جهان ته د خپلو روزل شوو غلامانو په نام تمام کړیدی او همدارنګه ددوی دوامداره ساتلو لپاره اجنبیانو د ددوی همه شمول چیغی هم شروع کړیدی او هم ئی بل ډول خائین ګوډګیان خوشی کړی دی چی د معلومداره حمایه کوونکیو پورتالونو په وسیله د هغه وخت افغان غیرتی ملت صادقانه ملی جهاد د انګریز په مقابل کښی هم تر سوالیی لاندی راولی او باالاخیره اجنبیان ددی رنګا رنګو خائینینو په وسیله هم ثابته کړی چی افغانان وحشیان دی او ددوی تر مینځ اتحاد غیری ممکن دی چی یو واحد حکومت رامینځ ته کړۍ شی !!!

    کله چی زه په ۱۹۶۲ کال کښی د المانی ژبی زده کړی لپاره المان ته داخل شوم نو د ستر هیجانی تعجب سره مخامخ شوم یعنی ما کابل کښی په فیلمونو کښی د جهانی دوهم جنګ المان او اطریش د روس ، امریکا ، انګلیس او فرانسی له خوا تامه خرابی لیدلی وه او المان او وروسته اطریش ماته داسی ښکاره شو ل لکه چی دی ممالکو کښی جهانی دوهم جنګ هیڅ صورت نه وی موندلۍ نو ددی لیدو سره ما خپل احساسات نشول کنترولای او فورآ می مرحوم محمد ظاهرشاه او دده کابینی ته د شکایت لیکونه مارش کړل او ورته نوشته شول چی افغان ملت صادق تعلیم یافته لری او افغانستان په معدنی موادو ډیر مشبوع دی او باید پاکو او صادقو افغانانی او افغانانو ته د کار موقع ورکړۍ شی او دا چاپلوسه او منافق اشخاص د حکومتداری صحنی څخه خارج شی ما دی لاره کښی ناستومانه د نوشتو په وسیله هلی ځلی وکړی چی بالاخیره د ما بورس ئی راباندی قطع کړ او افغانستان ته د تګ ټکټونه دوه ځلی راغلل اما ما ځان تسلیم نکړ او خپل تحصیل ته می دوام ورکړ او د خپل تحصیل سره می په رنګا رنګو کارونو هم شروع وکړه چی باالاخیره تحصیل می موفقانه خلاص حتی دفزیک دوکتور جریان کښی د اطریش لیسو کښی می د معلمی کارهم پیل کړ لنډه دا چی وروسته له تحصیل څخه د اطریش ریاکتور مرکز سایبسدورف اسیستان شوم، په ۱۹۷۳ کال کښی د لیونی شهید محمد داؤدخان کمونیستی کودتا صورت وموند ماته دده فرعونی دبی رحمی رفتار او د قدرت حریصی په قندهار او ننګرهارکښی پوره معلومه وه نو دده راتګ ته کمونیستی افغان غلامان په اروپا کښی ډیر خوشحاله وو او ډیر کابل ته ولاړل نو په ۱۹۷۹ کال ابتدا کښی مرحوم توریالی اعتمادی ( ما د هغه سره ، مرحومو دوکتور پوپل صاحب او دوکتور حامد صاحب سره مسلسل تماس درلود) د پاریس څخه تلیفون وکړ او ویل ئی چی روم د ستا تلیفون نومری په لټه کښی دی او ګمان کوم چی روم معلومات پیداکړۍ چی مونږ دواړه تماس سره لرو ایا د تا تلیفون نمبر دوی ته ورکړم ؟ نو ما تپوس ورڅخه وکړ چی ولی د ما تلیفون نومری پوښتنه کوی ؟ نو هغه محترم وویل چی د افغانستان موضوع باره کښی دی نو ماورته وویل چی بلی د ما تلیفون نومره ورکړه نو څو ورځی وروسته مرحوم جنرال عبدالولی تلیفونی تماس ونیو او وئی ویل چی حضوری اعلیحضرت غواړی د ستا سره لیدنه وکړی او لطفآ روم ته راشه نو ما ورته وویل چی بلی روم ته درځم اما دوه میاشتی وروسته ما دی دو میاشتو کښی د مرحوم محمد ظاهرشاه اعتماد درلودلو لپاره افغانستان کښی په ډیر احتیاط سره تماسونه ونیول او هغوی وروسته له څو هفتو معلومات راکړ چی اکثریت بی سواده دده راتګ افغانستان ته استقبال کوی نو وروسته له معلوماته روم ته ولاړم او مرحوم محمد ظاهرشاه د رغبړ جریان کښی وویل چی د ستا انتقادونه په ځای وو او معذورت غواړم چی د ستا بورس هغه وخت قطع کړۍ شو اما نظر و معلومات ته د خپل نیکه او دده وروڼو په شان عزم کښی ټینګ ئی او روس افغانستان کښی پاتی کیدۍ نشی مونږ او تاسی باید کوشش وکړو چی پاکستان او ایران کښی تش په نامه تربیه شوی مذهبی ګروپونه حکمرانی تر لاسه نه کړی او تاسی باید افغانستان ته ولاړشۍ نو ما ورته وویل چی زه د کمونیستانو مینځ کښی ددوی مخالف شخص په حیث مشهور یم نو هغه وویل چی مونږ د ستا استقامت او زیرکتیا برخه کښی پوره معلومات تر لاسه کړۍ او د تاسو کورنۍ شجاعت او صداقت می مسلسل د خپل پلار څخه اوریدلی دی ولو چی تاسی خپل جنت خان غروال هم د چاپلوس په سترګو لیده اما هغه پاک امامحتاط کار ه دی ، لنډه داچی ما هم دا موضوع ( په ویانا کښی د خپلی مرحومی میرمنی ( اطریشی ویانا ) سره شریکه کړه نو هغی وویل چی چیری چی ته ځی زه هم درسره ځم نو د ما میرمنی خپل مور او پلارسره د مونږ تګ موضوع افغانستان ته شریکه کړه اوددی مور فورآ د وکتور کرایسکی ( د اطریش صدراعظم وو ) سره تماس ونیو او ورته ویلی ئی وو چی د مونږ لور د مونږ یوازنۍ اولاد دی اوس ئی افغان میړه غواړی چی د مونږ لور افغانستان کښی سر ه اورته د ځان سره بوزی نو د محترم دوکتور کرایسکی سکرتر ماته د اطریش ریاکتور مرکز ته تلیفون وکړ ( زه حیران شوم چی دوی له کومی خوا پوه شوی وو چی زه دلته کار کوم اما وروسته مرحومی میرمن راته وویل چی د تا تلیفون نومره ما دوی ته ورکړه ) او راته وویل شول چی دوکتور کرایسکی غواړی تاسی سره لیدنه وکړی نو وخت راکړۍ شو او دلیدو وخت کښی راته وویل چی ما د ستا موضوع کور کښی یاده کړه نو زوی می راته وویل چی هغه افغان انقلابی د ما محکم دوست دی او هغه د ستا تګ افغانستان ته په فعلی شرائيطو کښی مخالف د ی اما زه ( دوکتور کرایسکی ) ددی طرفدار یم چی افغانستان ته ولاړ شی او یوه هفته وروسته ویلی براند ( د المان صدراعظم ) ویانا ته راځی نو تاسی به دهغه سره معرفی کړم همدارنګه د سویدن صدراعظم پالمی سره هم اوددی اطمنان درکوم چی تاسی سره به د مونږ ، المان او سویدن سفارتونه مسلسل تماس وساتی او دا کار وروسته عملآ هم صورت وموند لنډه دا چی زه په ۱۹۷۹ سپتامبر میاشتی کښی افغانستان ته ولاړم او دوه میاشتی وروسته د ما میرنی سره د کوچنی زوی او کوچنی لور افغانستان ته راغلل ، ظالم امین ( نوموړۍ په رحمان بابا لیسه کښی د مونږ فزیک معلم وو ( هغه وخت وزارت معارف کښی وو ) قدرت درلود او نوموړی غروال کورنۍ څخه کرکه درلوده او دده دفتر امر یو خوستۍ او یو وخت د مونږ لیلی معلم وو نو ماته دوستانو وویل چی کمونیستان ډیر بی رحمه دی نو بهتره دی چی د امین څخه رسمی د لیدنی خواهش وکړی نو ما د امین دفتر ته تلیفون وکړ او د امین سره می د لیدنی خواهش وکړ نو هغه خوستی فورآ وویل چی تاسی زه دمکتب څخه پیژنم چی همیش مستقیمی خبری کوۍاو امین صاحب د تاسی راتګ څخه خبر دی او ډیر په قهر دی زه کوشش کوم چی دده قهر ارام کړم او تاسی باید ننګرهار پوهنتون ته ولاړ شۍ هلته د ما دوست ( هغه هم خوستۍ ) د پوهنتون رئیس دی دهغه سره به زه تلیفونی تماس هم ونیسم او زه هم ننګرهار ته ولاړم پس له دو میاشتو می یو ګروپ د صادقو افغانانو څخه جوړ کړ او دا ګروپ اوس هم هلته د ملت په مینځ کښی فعالیت لری !!!

    ډیر ی خبری موجودی دی اما د ما خاطری به د کتاب په شکل نوشته شی ، ډیره بخشنه غواړم چی په دومره مفصلی نوشتی د تاسی محترم مضاحم شوم !

    یاده : په اخیر کښی د مرحوم جنرال عبدالولی او دده میرمنی منا فقت د مرحوم محمد ظاهرشاه سره هم خوابدی رامینځ ته شوه او مرحومو دوکتور پوپل صاحب ، دوکتور حامد صاحب او توریالی اعتمادی همیش یاده راته کوله چی جنرال ستر خبیث دی او همیش احتیاط کوه افسوس چی د مرحوم محمد ظاهرشاه ښۍ لاس یوازی همدا جنرال وو او دده المسۍ ظاهرثابت خصلت نه درلود او د اعتبار وړ نه وو ، لنډه دا چی د دوستانو او دما ټول زحمتونه ددوی دوه مخه رفتار له کبله بی ځایه شول اما بیا هم چانس موجود دی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب