جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د پراګ مکتب پېژندنه او په ژبنیو مطالعاتو کې یې ونډه

د پراګ مکتب پېژندنه او په ژبنیو مطالعاتو کې یې ونډه

  ژباړونکې: اوږۍ امانزۍ

پېژندنه:

دا مکتب په رسمي بڼه په ۱۹۲۶م کې د ماتسیوس له خوا  رامنځته شو او د دوهمې نړیوالې جګړې پورې یې دوام لره.  د دوهمې نړېوالې جګړې د پیل له امله ددې مکتب ځيني نامتو او فعاله غړي لکه رومن یاکوبسن ددې مکتب څخه لاس واخیست، امریکا ته لاړ او په ۱۹۸۲کې هملته ومړ.

ماتسیوس مخکې له دې چې ددې مکتب بنسټ کېږدي د انګلیسي او چک ژبنیز جوړښتونو په اړه یې څېړنې کولې کله چې یاکوبسن په ۱۹۲۰م کې له روسیې  څخه پراګ ته راغی د همدې کال په نولسمه نېټه یې د ماتسیوس سره وکتل، دواړو خپل افکار د لومړي ځل له پاره همدلته سره شریک کړل. ماتسیوس په روسیه کې زیادتره وخت د فقه اللغوي په اړه څېړنې کولې، د روسي ژبې د لغتونو تصویرګرایۍ سره هم اشنا وو همدا وختونه وو چې ددی په فکر کې د ژبې د یو ځانکړي ځیړنیز مرکز د رامنځته کېدلو انګېزه څپه ووهله او وې غوښتل تر څو داسې يو څېړنیز مرکز جوړ کړي چې ټول غړي یې ځوانان وي او د ژبې په اړه په پراخه حوصله نوې څېړنې وکړي همدا وه چې په ۱۹۲۵م کې رومن یاکوبسن،بوهومیل ترنکا( د ماتسیوس علمي معاون او مشاور وو)سرګټي کارچفسکي، بوهاسلاوهاوارانګ د  ماتسیوس له خوا د یوې علمي غوندې د ترسره کولو له پاره پراګ  ته وغوښتل شول، ددې جلسې بحثونه د یوې غونډې په ترڅ کې  کومې ځانکړې پایلې ته ونه رسېدل او پرله پسې څو غونډو ته دا لړۍ وغزېده چې بلاخره د ټولو نظریاتو سره د تفاهم  په ترڅ کې دا علمي او څېړنیز مرکز رامنځته شو ددې له پاره چې دوی خپلې لومړنۍ ډله ییزې څېړنې په پراګ کې ترسره کولې او موقعیت یې هم همدې ځای کې وو نو ځکه د پراګ ژبنی څیړنیز مکتب په نامه باندې ونومول  شو .

ددې مکتب ژبنۍ څېړنې دومره مشهورې شوې چې د همغه وخت نامتو ژبپوهانو پام یې خپلو فعالیتونو ته واړوه او ډېرۍ ژبپوهان دې ته وهڅېدل تر څو ددېو سره د  ګډو څېړنو له  پاره پراګ ته راشي د لومړي ځل له پاره له چک څخه څو نامتو ژبپوهان د پراګ پوهنتون ته راغلل او ددې مکتب لومړنۍ رسمي جلسه په ۱۹۲۶م کې پیل شوه چې لومړنی ویناوال یې الماني هنري بکر وو .

دې مکتب د روسي ژبپوهانو د مطالعاتو په اساس وده وکړه او دا  مکتب د نورو ژبپوهنیزو مکتبونو په پرتله ځکه نامتو دی چې منسجمې څېړنې یې کولې او تر څنګ یې،نوي ژبني مباحث،او د پرله پسې اړینو مسایلو په اړه بېلابېل خبري کنفرانسونو  دایرول یې  یوه خاصه ځانګړنه وه.

مخکښان

د پراګ مکتب په زیادترو ځایونو کې د چند ملیتي په نامه یاد شوې ځکه غړي يې د نړۍ د بېلابېلو برخو څخه وو  خو اکثریت غړي یې روسان وو چې نامتو مخکښان یې په روسیه کې عبارت دي:

ماتسیوس رومن یاکوبسن،هنریک بکر،بوهومیل ترنکا،سرګټي کارچفسکي،بوهاسلاو هاوارنګ،ایلیګ،ابر پفالر،یان مورکاروفسکی،یان الیپکا،یوبن،واسینګارت،یوزف،سرګني،نیکولای تروبستکوی،بوریس توماشفسکي،پتربوګاتیروف،تني،مارتینه، او بنونیست. له فرانسې نه: بلیچ له یوګوسلاویا نه دګردت،له هالینډ نه:بکر،بولر،رودولف،کارناپ او ادموند هوسل .

ددې ترڅنګ  له المان نه یو شمېر څېړونکي د پورتنیو کسانو تر څنګ ددې مکتب د فعالیتونو اساسي محور ګڼل کېدل.

فعالیتونه او لاسته راوړنې

ماتسیوس د خپل مکتب د فعالیتونو په  اړه په خپله  یوه مرکه کې  ویل چې:

په ۱۹۳۳م کې زمونږ فعالیتونه یوازې د  داخلي پوهانو د پام وړ وګرځېدل خو بهرني څېړونکو زمونږ فعالیتونه له لومړي  نه څارل همدارنګه مونږ د ژبپوهنې په هره نړېواله کنګره کې ګډون کاوه په ۱۹۲۸م کال کې چې د ژبپوهنې په اړه کومه کنګره دایره شوې وه په هغو کې هم زمونږ څېړونکو پراخ ګډون لره او ځيني ژبني مساییل کې تر بحث لاندې ونيول چې تر ټولو مهم بحث په کې د (د ګرامر له اړخه د ژبې تحلیلي او عملي تجزیه ) وه  دا څېړنه د یاکوبسن،تروبستکوی،کارچفسکی او ما (ماتسیوس) له خوا چمتو شوی وه ، په دې کنګره کې د ژنو د مکتب نماینده ګانو (شارل،باجي او سه شه هه) او له هامبورګ څخه مایر او لوبکه زمونږ سره د زړه له تله همکاري وکړه او د ژبني تحلیل په اړه مو ګڼ موضوعات په دې کنګره کې د وړاندې کولو  له پاره چمتو کړل چې وروسته وروسته بیا د دې کنګرې ټول نظریات د کتاب ګوټي په بڼه د ( نوي ژبپوهنې اصولو ) په نوم د چاپ په ګاڼه سمبال شول .

د ۱۹۲۹م  په اکتوبر کې  د ژبې په اړه یوه بله کنګره چکسلواکیا  کې  ترسره شوه دې کنګره کې هم  ما د ژبپوهنې نقشي مسایلو په اړه،هاوارنګ د معیاري او ادبي ژبې د رول په اړه، موکاروفسکي د شعر پېژندنې نوي اړخونو په نوم، او ترنکا د معاصرې انګلیسي د پېدایښت په اړه خپلې څېړنې وړاندې کړې او ګڼ نوي معلومات مو د نورو ژبپوهانو سره شریک کړل همدارنګه په ۱۹۳۰ م او ۱۹۳۱م کې زمونږ څېړونکو په ژبنیو کنګرو کې خپلې داسې څېړنې د نړیوالو  مخ ته کېښودې چې مخکې له هغه یې یا په اړه کم اورېدلي وو یا ورته بیخي نا اشنا وو .

ددې مکتب نماینده ګانو چې په کومو کنګرو ، کنفرانسونو او کومو غونډو کې ګډون کړی او خپلې څېړنې یې په کې وړاندې کړي تر ننه پورې ټول مباحث یې په شپږو ټوکونو کې چاپ شوي دي چې دوه لومړني ټوکونه یې  یوازې په فرانسوي او الماني ژبو دي او څلور نور یې په مختلفو ژبو بېلابېل لکچرونه په خپله لمن کې رانغاړي.

 د پراګ مکتب بنسټيز مباحث

د پراګ مکتب د ژبې په جوړښتي نظام تاکید کوه او د ژبې د جوړښتي نظام د توضیح له پاره یې دومره کار وکړ چې په ۱۹۲۹م کې خلکو رومن یاکوبسن  د جوړښتي نظام نوی بنسټګر بله او پراګ یې د نښه پېژندونکي مکتب په نامه  پېژنده .

د دې مکتب بنسټيز مباحث د ژبپوهنې تخصصي مسایلو په اړه وو تر څنګ یې د شعر پېژندنې، توکم پېژندنې،فنولوژي،مورفولوژي،غږ د روانپېژندنې  بنسټيز توک په توګه،غږ د فیزیولوژیکي واحد په توګه، او صرفی مورفولوژي هغه برخې دي چې په هر اړخیزه بڼه دې مکتب کې تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوي دي . حتی د ځينو پوهانو له خوا خو دا  ادعا هم کېږي چې ژبپوهان فونیمیکس او فونیټکس پېژندنې ته د همدې مکتب د لارویانو له خوا  اشنا شول او لا پېژندنې ته یې وهڅېدل.

د بریاوو رازونه

۱: ګډ،مشورتي کار او مرسته و همکاري

 ددې مکتب د څېړونکو له خوا چې کومې څېړنې  ترسره شوي اکثره یې ډله ییزه بڼه لري او د ټولو لارویانو د نظریاتو له تفاهم وروسته په یو څېړنیز مرکز کې وړاندې شوي دي حتي ځيني داسې څېړنې هم په کې تر سترګو کېږي چې ددې مکتب د لارویانو ترڅنک په کې  د نورو مکتبونو د  نماینده ګانو د نظریاتو نچوڼ هم شتون لري .

۲:وړ او لایقه څېړونکي

ددې مکتب کومو څېړونکو ته چې ددې مکتب رسمي غړیتوب ورکړل شوی وو هغه  کسان وو چې  د زړه له تله یې د څېړنو سره مینه وه او د مکتب د ټاکل شویو شرایطو سره سم  ورته ددې مکتب په حلقه کې د فعالیت اجازه  ورکول کېده.

۳-:د نویو موضوعاتو او مباحثو څېړنه

 په دې مکتب کې  داسې مساییل مطرح شول چې په نورو مکتبونو کې نه وو څېړل شوي او یا پخوانیو څېړونکو ورته  پاملرنه نه وه کړې همدا وجه وه  چې ټولې څېړنې یې په بېلابېلو ټوکونو کې چاپ، او په مختلفو ژبو وژباړل شول .

۴- کره  او دقیقې څېړنې

 ماتسیوس غوښتل ددې مکتب د بنسټ کېښودلو سره د نویو څېړونکو له تجربو او وړتیاوې څخه  ګټه واخلي همغه وه چې ددې مکتب اکثره څېړونکي ځوانان وو د څېړنې پراخه حوصله یې لرله او  د یوې کوچنۍ لیکنې  د کره کولو له پاره به یې ډېر وخت تېروه د هر څېړونکي لیکنه تر هغه وخته پورې ددې مکتب په نماینده ګۍ نه خپرېده ترڅو یې ددې مکتب د ټولو لارویانو مثبته رایه  نه وه اخیستې.

۵:په نړېوالو ژبنیو کنفرانسونو او غونډو کې ګډون او د خپلو فعالیتونو د خپراوي له پاره هر اړخیزې هلي ځلې .
۶: د یو ځانګړي پلان په اساس  منظم حلقوي کارونه او څېړنې.

د دې مکتب د ماتې لاملونه

په لومړیو کې د ماتسیوس مرګ چې ددې مکتب بنسټګر دې ددې مکتب فعالیتونه د خنډونو سره مخ کړل او ورو ورو  لا پسې کم رنګه شول خو د لومړي ځل له پاره یې د منظمو کارونو لړۍ په ۱۹۷۰م کې وشلېده چې زیادتره پوهان یې سیاسي لاملین ګڼي. په ۱۹۸۹  م کې  یې یو ځل بیا د خپلو فعالیتونو لړۍ پیل کړه او په دې وتوانېدل تر څو په ۱۹۹۵م کې د خپلو څېړنو یو نوی ټوک  ژبپوهانو مخ ته کېږدي خو بیا هم کله چې دوهمه نړیواله جګړه پیل شوه د ناوړه اغېزو له امله یې ددې مکتب نامتو څېړونکو پراګ پرېښود او نورو هېوادونو ته لاړل او د پراګ څو ملیتي  مکتب کړۍ ورو ورو سستې شوې او وشلېدې.

  په ۱۹۹۶م کې یو ځل بیا د نړۍ ژبپوهان په پراګ کې راټول شول خو  دا راټولېدنه له بده مرغه چې د نویو څېړنو په موخه نه وه بلکې هغوی  د رومن یاکوبسن د  لسم  تلین او ددې مکتب د څېړونکو  لیکنو ته  د درناوي او قدر په پار سره یوځای شوي وو .

  یوه خبره  د یادونې وړ دا او هغه دا  چې ددې مکتب  فعالیتونو  په  ډېره کمه موده کې د اروپا او نړۍ  د ژبپوهانو په افکارو باندې ژور اغېز لرلی دی  او هغو ته یې د نویو ژبنیو معلوماتو د لاسته  راوړلو لاره پرانیسته او داسې ویل کېږي چې په ژبه کې د هنر په اړه نظري او کره کتنه ییز  بحثونو رامنځته کېدل هم ددې مکتب د اغېزو له امله دي .

اخځلیکونه

۱:ساساني،فرهاد، زیبا شناخت،مقاله نگاهی به مطالعات پراگ در زمینه یی نقش زبیا شناختی،تهران:پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی پرتال جامع انسانی،صحفه:۲۷۲.

۲:مهدی،سبزواری،(۱۳۹۷)،درامدی برمکاتب زبانشناسی،تهران:نشر بوی کاغذ.

۳:مقدم،سیدبهنام علوی،(۱۳۸۴)،مکاتب زبانشناسی مسلط،تهران:مجله آموزش زبان و ادب پارسی شماره۸۳.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب