د تصوف د تعریف او پېژندنې په څېر د هغه د ريښو په اړه هم بېلابېل نظریات موجود دي، ځینې څېړونکي په دې عقیده دي چې تصوف د عربو د اسلام په وړاندې د خراساني اریايي فکر یو غبرګون ؤ، دوی استدلال کوي هغه وخت چې خراسانیانو او ایرانیانو د قادسیې، حلوان او نهاوند په جګړو کې له عربانو څخه ماتې وخوړه او خپل استقلال یې له لاسه ورکړ، نو د خپلو ځانونو د ساتلو له وېرې یې ظاهراً اسلام ومانه، خو د زړه له تله هغو عربانو
ته، چې دوی له پخوا څخه د حقارت په سترګه ورته کتل، تسلیم نه شول؛ پر همدې اساس عربانو ونه شوای کولای چې د اریایانو سلیقې او عقیدې ته تغيیر ورکړي او د دوی له ډلې څخه په ځانګړې توګه خراسانیان دې ته چمتو کړي چې د سلیقې او عقیدې له مخې هم له عربانو سره شریک شي. ځکه دا ډول توپیرونه د دوی ترمنځ ډېر بارز وو.
همدغه توپیرونه وو چې له دې جګړو څخه وروسته یې د اریایانو په افکارو کې د یوه لوی ذهني کشمکش بڼه غوره کړه او د عربانو په وړاندې د دوی د راپورته کېدو او غبرګونونو لامل شول. له دې غبرګونونو څخه یو هم “تصوف” دی. دا پرته له دې چې خلک خپل افکار او احساسات تحلیل کړي او د هغوی آر لامل ومومي، په لاشعوري توګه یې ذهن د دې ډول غبرګونونو په لور سوق شوی دی.
ځينې څېړونکي په دې عقیده دي چې اسلامي تصوف د فلسفي افکارو څخه سرچینه اخلي، په ځانګړې توګه د نوي افلاطوني له فلسفي نظریاتو څخه؛ د دې ادعا د اثبات لپاره دوی وايي چې د اشراق د فلسفې، چې سرلاری یې شیخ شهاب الدین سهرودي دی او تصوف ترمنځ ډېر شباهت او ورته والی موجود دی. دغه شباهت دا دی چې اشراقي فلسفه هم پر باطني شهود او عرفاني تجاربو ولاړه فلسفه ده(۲: ۲۳) او د تصوف په دنیا کې هم همدغه څیزونه د ځانګړي اهمیت وړ دي .
دغه څېړونکي چې تصوف د فلسفي افکارو زېږنده ګڼي پر دې خبره استدلال کوي چې د تاریخ له مخې یوناني فلسفه د اسلام له خپرېدو مخکې په لوېدیځه اسیا کې خپره شوې وه. د دوی په ځواب کې بیا دا خبره کېږي چې نوې افلاطوني فلسفې هم ډېر نظریات له ختیځ څخه خپل کړي وو او فلوطین د ختیځ والو د فلسفي نظریاتو څخه د خبرېدو په موخه ختیځ ته سفر کړی ؤ.
ځینې وایي چې تصوف خود بخود او په مستقله توګه په اسلامي هېوادونو کې رامنځته شوی دی. او وایي چې کوم ورته والي او شباهتونه چې د اسلامي تصوف او د نورو ادیانو د تصوف ترمنځ لیدل کېږي، د دې دلیل نه شي کېدای چې موږ اسلامي تصوف د هغوی د افکارو او نظریاتو زېږنده او محصول وګڼو، بلکې ویلای شو چې دواړه د یوه علت معلول دي.
ځینو د تصوف سرچینه مسیحیت او رهبانیت ګڼلی دی، او ځینو نورو بیا د تصوف تر ټولو لویه منبع بودایي افکار او نظریات ګڼلي دي.(۱: ۱۹، ۲۰)
خو که چېرې اسلامي تصوف او سلوک ته ژور نظر وکړو، له پورتنیو نظریاتو څخه یو یې هم د اسلامي تصوف او سلوک د ریښې او سرچینې په توګه سم نه شو ګڼلای؛ ځکه د اسلام په مبارک دین کې تصوف نه د کومې ځانګړې ډلې او قوم پر ضد رامنځته شوی او نه یې هم په هیڅ یوه ګروهه کې تر دې دمه د شخصي عقدو کوم څرک لیدل شوی دی. مسلمان صوفیان عربي ژبه د اسلام د مبارک دین ژبه، عربان د قدر وړ خلک او عربي نړۍ د اسلام د رښتیني پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د مبارک ژوند اصلي ټاټوبی ګڼي.
دغه راز اسلامي تصوف د فلسفي افکارو او نظریاتو محصول ګڼل او ریښې یې د فلوطین او نورو یوناني فلاسفه وو په نظریاتو کې لټول هم پر آر حقیقت او واقعیت سترګې پټول دي. ځکه د تصوف او فلسفې د ځینو نظریاتو ترمنځ ورته والی او شباهت محض یو توارد او تصادف دی او بس.
هو! د دوی دا ډول نظریات له اسلامي تصوف څخه پرته د نورو ادیانو د تصوف سره څه نا څه سر خوري، خو د اسلامي تصوف په باب یې بیا خبرې سمې نه برېښي. ځکه د اسلامي تصوف اصلي ريښې او سرچینې الهي کلام او د پيغمبر اکرم (ص) سپېڅلي احادیث دي.
اخځلیکونه
۱ـ رفیقي، احمدشاه.( ۱۳۸۹). سیر تصوف در اسلام. کابل: انتشارات اقرا.
۲ـ کرګر، محمد اکبر.(۱۳۹۸). بایزید روښان او اشراقي معرفت. د افغانستان د علومو اکاډمي د خپرونو او عامه اړیکو ریاست. کابل: چهادهي صنعتي معطبعه.