شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهباجوه ته د علي وزیر پرانیستی لیک: د انسانیت پر وړاندې جرمونه...

باجوه ته د علي وزیر پرانیستی لیک: د انسانیت پر وړاندې جرمونه ته کوې او بښنه به زه غواړم

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۴ مه)  د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر چې څو ورځې وړاندې له زندان څخه خوشې شوی و بېرته زندان ته وړل شوی دی.

علي وزیر له زندان څخه د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه ته په یو پرانیستي لیک کې ویلي، تاریخ به فیصله وکړي چې د انسانیت پر ضد جرمونه چا کړي او بښنه باید څوک وغواړي.

نوموړي زیاته کړې، دا پر هغه تریخ حقیقت اعتراف دی چې په دې هېواد کې د حکمرانۍ او سزا واک له چا سره دی او څوک علي او ملګري یې بیا بیا زندان ته اچوي.

هغه څرګنده کړې، (عجیبه ده د انسانیت پر وړاندې جرمونه تاسې کوئ او بښنه به زه غواړم).

نوموړي دا لیک وروسته تر هغه له زندان څخه باجوه ته استولی دی چې باجوه څو ورځې وړاندې ویلي وو چې علي وزیر باید د خپلو کړنو له امله بښنه وغواړي.

علي وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ او مبارز غړی دی چې دا مهال د پاکستان په یوه زندان کې د بند شپې تیروي.

هغه څو ورځې وړاندې له زندانه خوشې شو خو بېرته د پاکستاني پولیسو له لوري نیول شوې او زندان ته وړل شوی دی.

1 COMMENT

  1. GREAT ALI WAZEER SAHIB ZHWAND ZHWAND ZHWAND
    bachaa khan baa baa also spend life in Punjabi prisson
    PASHTOONS MUST START REVOLUTION FOR FREEDOM.
    HOW LONG OUR LEADER WILL KILLED BY PAKISTANI ISTABLISHMENT
    PASHTOONS/BALOCH/MQM &SENDEE BROTHERS MUST STANDUP AGAINST PUNJABI MILITARY DECTATOR.
    THANKS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب