پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد طالبانو جګړو لسګونه زره کورنۍ بې کوره کړې

د طالبانو جګړو لسګونه زره کورنۍ بې کوره کړې

تاند(دوشنبه، د سرطان ۱۴) د ولسمشري ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د طالبانو د بریدونو له کبله د یو شمېر ولایتونو لسګونه زره کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بې‌ځایه شوي او لویو ښارونو ته کډوالې شوې دي.

ښاغلي صالح په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، ځینې بې‌ځایه شوي خپلو خپلوانو کره تللي او ځینې یې په خیمو کې د ژوند شپې ورځې تېروي او مرستو ته سترګې په لار دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې دوی به تر خپلې وسې یادو کډوالو ته مرستې ورسوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ صالح ویلي چې طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم یاده ډله د حکومت کولو وړتیا لري.

صالح څرګنده کړې چې دوی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري ځکه چې په خبره یې، د هېواد د هرې سیمې خلکو خپلو ځایونو ته د افغان ملي اردو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کړې ده.

بلخوا د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود بیا وایي چې افغان حکومت په یوازې ځان نه شي کولی د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت کنټرول کړي.

نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغان حکومت باید ژر تر ژره د سیاسي او پوځي مشرانو یوه بېړنۍ شورا جوړه کړي.

هغه زیاته کړې چې یادې شورا ته باید پوره صلاحیتونه ورکړل شي څو له حکومت سره اړینه همکاري وکړي.

دا څرګندونې وروسته تر هغه دي چې طالبانو په دې وروستیو کې د ۱۴۳ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب