شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeادبلنډه کیسهماريا، ماريا، ماريا! | ليکوال: اندرې مالرو

ماريا، ماريا، ماريا! | ليکوال: اندرې مالرو

ژباړن: سپين روان نورزی

د خاطراتو ضد له کتابه         

نن مجبور شوم چې د دښمن سرتيری سر ته وولم… کله چې په ځمکه ولوېدو، له خولې يې نری نری غږ راوتو او د خپلې مېرمنې نوم يې اخيستو.

ماريا… ماريا… په همدې کې زما د سترګو په وړاندې مړ شو. په غاړه کې يې د تعويذ په څېر غاړکۍ وه، کله مې چې دا غاړکۍ وکتله د دې سرتيري د واده عکس او د خپلې وړې ماشومې لور انځورونه يې په کې ځای پر ځای کړي وو. عکسونو ته مې وکتل حدس مې ووهلو چې له دې سرتيري سره ناوې ماريا ده، له ځانه مې بد راغلل.

زه هر وخت کوښښ کوم چې د دښمن سرتيري پښو ته وولم او يوازې ټپي يې کړم ترڅو ومې نه څاري، خو کله مې چې د دې سرتيري پښه په نښه کړه، ناڅاپه دی ټيټ شو او مرمۍ يې په سر او سينه ولږېدې.

اوس ماريا او ماشومه به يې تر کومه د ده انتظار کوي، تر کومې به په دې طمع ګرم کالي او ژمني پټوان اودې چې يوه ورځ به يې خاوند راشي.

خو ماريا په دې نه ده خبره چې خاوند يې د شړکنده باران لاندې په لمدو خټو کې په وروستي ځل دي ته نارې وهلې، خو پرته له دې چې ځواب واوري غږ يې په خوله کې وچ شو.

جګړه د بشر تر ټولو بد او قبيح فکر دی… له ماشومتوبه مې په دې فکر کولو، خو خلک مجبور دي چې د يوه او بل په مقابل کې جګړه وکړي.

هو! 

اوس يې زه په خپلو سترګو وينم…

ډېری وختونه جنګيالي مجبور وي…

خو هغه خلک چې د جګړې امر کوي هغوی د باران لاندې نه دي.

په خټو او لمدو ځمکو نه دي پراته، او نه د ماريا، ماريا ناهيلې ناروې په خوله کې وچيږي.

دوی د ژمي په سړه شپه کې تاوده ناست دي… يوازې له سيګرټ کش وکړي او امر ورکړي… ای کاش د خپلې وسلې خوله مې د هغو مشرانو خوا ته ورګرځولي وای چې په خونو کې تاوده ناست دي او اولادونه يې په تودو اوبو لامبي، خو په څو کرښو ليکولو او يوه لاسليک د ماريا په څېر د زرګونو مېرمنو او ماشومانو د مرګ حکم ورکوي، او په پای کې ورته په ډېر اطمينان او ارامۍ ليکي، وسلام

د ځمکې پر مخ جګړې تر ټولو شرير انسانان پيلوي

او تر ټولو شريف انسانان يې کنترولوي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب