د انساني کړنو په ځوړتیا کې د نقد نه شتون لوی لامل ګڼل کېدای شي، چې د ژوند تګلاره او کړنلاره ترې متاثیره شوې ده.
همدا لامل دی، چې په انتقادي نظریو زموږ باور په کمېدو دی.
موږ په ټوله کې د نقد وړ یو؛ خو د دې شته ستونزو سره بیا هم د ژوند اړخونه نه نقدوو، بلکې له انتقاد سره غېرې شعوري چلن کوو، نقد له ځانه پیلول بیا په کورني او ټولنیز ژوند باندې راڅرخول اړین کار دی، چې له همدې ځایه د ثبات په لوري د ژوند چارې پیلیږي.
همدا انساني خوځښتونه دي، چې چاپیریالي او نړیوال نظم برابروي.
انتقاد د دښمنۍ په مانا نه دی، بلکې د فرد، کورنۍ او ټولنې د اصلاح لپاره ګام دی، چې انساني ارزښتونه او لومړیتوبونه وپېژندل شي؛ ترڅو ټولنه له ټولنیز، اخلاقي، فکري، سیاسي، اقتصادي او انساني فقر څخه وژغورل شي.
هر انسان اول خپله په خپل ځان نقد کوي، چې د اغوستلو، څښلو، خوړلو حتا په لیکلو، لوستلو او بیا په ټول خپلو تمایلاتو کې څرګندوي؛ خو کله چې بل فرد سالم نقد پرې وکړي له هغه سره بیا کینه او دښمني پالي.
موږ هر یو ځان باید د دې مسوول وګڼو، چې انساني کړنې، غوښتنې له نقصه خالي نه دي. باید له نقاد سره تقابل واقع نه شو، بلکې په خبرو کې یې ژور فکر وکړو او بیا د هغه انسان فکري اړخ مطالعه کړو وروسته پرې عمل وکړو. داسې هم کېدای شي، چې د یو کس نقد تر ډېره د کینې او نه لورېینې په اساس وي؛ خو د دې ډول نقد په وړاندې د خاموشۍ او تدبر له لارې ځواب ویل ښه تګلاره ده، بیا به هغه خپل دې چلند ته متوجه شي، چې زما لاره غیرې معقوله او د دوی د پام وړ نه ده.
موږ تر ډېره د بل په خبرو او نقد کولو ځورېږو؛ خو دا ځور د انرژۍ بې ځایه مصرفول دي، چې ولې ما سره داسې چلن کېږي؟ په اصل کې د مقابل خوښه همداسې وي، چې د ځور حالت تېر کړو او له خوشحالۍ سره د هغه په وجود د سکروټو باران وي.
انسان باید په ژوند کې حد وپېژني او بیا د عمل کړنلاره انتخاب کړي؛ ترڅو په ټولنه کې له انتقادي فکر سره د ټکر پر ځای د معقولیت لاره غوره کړي او انساني ارزښتونو ته هم باید پام وشي، چې انتقاد د تقابل په ځای د تعامل زانګو وګرځي.