د چرګانو په غږ راویښه شوه تیاره وه له ځان سره یې وویل اودس به وکړم او لمونځ به هدیرې ته ورسوم.
له وره سره یې په پرتې پیشو پښه ولګیده اخ یې وکړ:
«ورکه شې خو درباندې وختم بل ځای درباندې دریدلی و.»
لاسونه یې سره وتپول، په تاکچه کې یې لاټین پیدا کړ له جیبه یې اورلګیت راویست لاټین یې ولګاوه. په کوټه کې یې پر ویدو لمسیو نظر تیر کړ، سړه ساه یې وایسته. سوکه وبنګېدله:
«له دې ورځې ډیره ډاریدلم چې بیا به یې د سپیرو خاورو دیدن هم سخته وي.»
سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، د ټیکري پیڅکه یې په لاس راتاو کړه او پزه یې پرې پاکه کړه.
اودس یې وکړ ، سوکه له کوره ووتله. بیګا یې بونځي هم ورته ویلي و چې حاجي اکا مې ویل تر تګ مخکې هېڅوک له کوره مه وځئ، حالت ښه نه دي.داسې نه چې په کوم ګل خان پولیس وربرابر شئ.نه د افغان په عزت دی او نه لحاظ او پاس لري.
زړه نا زړه د هدیرې په لور رهي شوه په خاک یې دواړه لاسونه واچول، سر یې پرې ولګاوه، په چیغو چیغو یې د زخمي زړه بړاس وایست او په وار وار یې ویل:
« زویه ما به بخښې، له لمر لیدو مخکې مو کډې د وطن په لور باریږي.»
«ډیر کلونه مخکې به لا تللي وو خو زویه ما به ویل دا تر څنګ خالی ځای به دې زما وي خو د خدای پاک اراده بله وه .»
لمونځ او نفلونه یې وکړل، د لمر رڼا ته یې ګرده هدیره تر سترګو تیره کړه، بیرته یې د زوی په خاک لاس کیښود او د خدای شکر یې وایست.
« د زوي درد مې ولید او نن مې یې د ورستي ځل لپاره د تورو خاورو دیدن هم وکړ، خو خاوند مې چې د روسانو په وخت کې بندي شو تر نن پورې چې دعا ورته کوم لاسونه مې ریږدي زړه مې نه مني چې مړ به وي او ووایم خدای دې د جنت سردار کړه.. د مړي او ژوندي حال یې معلوم نه شو.»
په سلګو سلګو یې یو موټی خاوره د زوی له قبره راواخیستله د ټکري په پیڅه کې یې غوټه کړه، رهي شوه.
پای،