تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۲مه) اپل د آیفون ۱۸ پرو او آیفون ۱۸ پرو مېکس لپاره د یو نوي او ځانګړي فیچر د معرفي کولو تیاری کوي، چې له لارې به یې کاروونکي د سپوږمکۍ (سیټلایټ) له لارې په مستقیم ډول ټېلفون کولی شي.
د راپورونو له مخې، د دې فیچر لپاره اپل له سپېس اېکس سره خبرې روانې کړې دي، تر څو د سټارلنک سټیلایټ شبکه د ټېلفون کولو د اسانتیا لپاره وکارول شي۔ په اوسنیو آیفون ماډلونو کې د سپوږمکۍ له لارې پیغام لېږل یوازې د بیړنیو خدمتونو (ایمرجنسي) لپاره ممکن دي، خو په نوي فیچر کې به عادي ټېلفون هم کار کوي۔
د دې فیچر لپاره به اضافي هارډویر ته اړتیا نه وي، او کاروونکي به کولای شي له هغو ځایونو څخه هم له مرستندویو ادارو سره تماس ونیسي، چې سیلولر یا انټرنېټي خدمتونه نه شته۔ د اپل او ګلوبلسټار ترمنځ د سپوږمکیو شراکت د پای ته رسېدو له امله، اپل له سپېس اېکس سره د همکارۍ په اړه خبرې کوي۔
سربېره پر دې، اپل د خپلو مشتریانو لپاره پر یوه API هم کار کوي، تر څو په اپلېکېشنونو کې د سسپوږمکۍ د وصسلېدو (کنکشن) ملاتړ شامل شي۔ همداراز، د اپل مپس (نقشې) پر داسې بڼې کار روان دی چې د سیلولر یا وایفای له اتصال پرته هم د لارموندنې (نیویګېشن) اسانتیا برابره کړي۔
راپورونه دا هم وایي چې په نویو آیفونونو کې به کاروونکي دبې له دې چې خپل موبایل د اسمان لور ته ونیسي، له سپوږمکۍ سره ونښلول شي، او په راتلونکي کې به د سسپوږمکۍ له لارې په پیغامونو کې د تصویرونو ملاتړ هم شامل شي۔
اپل تر اوسه په رسمي ډول د دې فیچر پخلی نه دی کړی، خو تمه ده چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې د آیفون ۱۸ لړۍ د مخکتنې پر مهال به یې بشپړ جزئیات څرګند شي۔