Homeخبرونهتویوتا په ۲۰۲۵ کې د خرڅلاو ریکارډ ثبت کړ

تویوتا په ۲۰۲۵ کې د خرڅلاو ریکارډ ثبت کړ

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۲مه) تويوتا موټر شرکت يو ځل بيا د موټرو په نړيوال صنعت کې خپله برلاسي ثابته کړه او په ۲۰۲۵ کال کې يې د ۱۱ میلیونه او ۳۰۰ زره (۱۱.۳ مېلیونه) موټرونه پلورلي چې یو ریکارډ دی.

په دې توګه دا پرله‌پسې شپږم کال دی چې تویوتا تر ټولو ډېر موټرونه پلوري او د فولکس وګون ګروپ په ګډون يې پر نورو سيالانو خپل برلاسی وساته۔

د تویوتا په مجموعي خرڅلاو کې د اصلي ماډلونو او برانډونو تویوتا او لېکسس ترڅنګ د هغې خویندې کمپنۍ ډای‌هاټسو او هينو موټرونه هم شامل دي. د ډلې خرڅلاو د تېر کال پرتله شاوخوا ۴.۶ سلنه زيات شوی، او په امريکا او جاپان کې یې، چې مهم بازارونه بلل کېږي، پياوړې پايلې ترلاسه شوې دي۔

هايبريډ موټرونه د تویوتا د ودې مهمه برخه پاتې شوې او په نړيوال خرڅلاو کې يې د پام وړ رول لرلی دی.

 د تویوتا د SUV ماډلونو، په ځانګړي ډول د RAV4 ماډل، له جاپان څخه امريکا ته صادرات د پام وړ زیات شوي دي. بل لور ته، په چين کې د سختې سيالۍ له امله په خرڅلاو کې يوازې لږ زياتوالی لیدل شوی دی۔

د بېټرۍ پر برېښنا چلېدونکو موټرونو (BEVs) خرڅلاو د هایبريډ موټرونو پرتله محدود پاتې شوی، چې دا د تویوتا د اوسنۍ تګلارې او د محصولاتو د امتزاج څرګندونه کوي.

د دې دلیل ښايي دا وي چې د تویوتا تر ټولو په لوی بازار یعني امریکا کې واټنونه زیات دي او برېښنايي موټرو ته خلک ډیره لېوالتیا نه ښيي.

چېري چې تویوتا د پام وړ پرمختګ کړی، هلته يو شمېر نړيوال سيالان له ستونزو سره مخامخ شوي دي۔ د فولکس واګون ګروپ نړيوال خرڅلاو، په ځانګړي ډول په چين او نورو بازارونو کې د فشار له امله، لږ کموالی ښودلی دی۔ نور جاپاني برانډونه لکه سوزوکي په ۲۰۲۵ کال کې د يادونې وړ پرمختګ کړی او په نړيواله درجه بندۍ کې يې نيسان غوندې پخواني برانډونه شاته پرې ايښي دي۔

د تویوتا د ۲۰۲۵ کال پايلې د دې شرکت دوامداره برلاسی او د هایبريډ ټکنالوژۍ پياوړتيا په ډاګه کوي۔ خو د نړيوالې تقاضا بدلون او د برېښنايي موټرونو پر لور د زياتېدونکي تمايل په رڼا کې به، په راتلونکې کې پرمختګ پر نويو محصولاتو، ټکنالوژۍ او سيمه‌ييزو تګلارو ولاړ وي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...