Homeخبرونهپه لومړي وار له روباټ څخه د کور جوړولو کار اخیستل کېږي

په لومړي وار له روباټ څخه د کور جوړولو کار اخیستل کېږي

تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۲ مه) متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار د ساختماني سکتور په برخه کې یو بل انقلابي ګام پورته کړی او د کورونو د جوړولو لپاره یې نوې روباټ ټکنالوژي معرفي کړې ده.

د دوبۍ ښاروالۍ په وینا، په ښار کې به د نړۍ لومړنی داسې استوګنه ویلا ودانه شي چې په بشپړه توګه به د روباټ سیستم له لارې جوړېږي۔ د دې هدف لپاره ځانګړي جوړ شوي روباټونه به د ودانولو بېلابېل پړاوونه، د جوړښت (چوکاټ) چمتو کول او نور بنسټیز کارونه، په بشپړ ډول په اتومات ډول ترسره کوي۔

د انټرسټنګ انجینیرینګ د راپور له مخې، چارواکي وایي، دا پروژه به په تعمیراتي سکتور کې د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمن استعمال یو عملي مثال وي۔ په دې پروژه کې تر ۲۵ زیات کورني او نړیوال بنسټونه شامل دي، چې د خپلې تجربې او پرمختللې ټکنالوژۍ له لارې به د دې پروژې په بریالیتوب کې ونډه واخلي۔

د دې پروژې اساسي موخه دا ده چې د ودانولو بهیر لا چټک، خوندي او اغېزمن شي، او دا هم وڅېړل شي چې روباټونه تر کومه بریده د ورځنیو ساختماني فعالیتونو په ترسره کولو کې بریالي کېدای شي۔

چارواکي زیاتوي چې که دا تجربه بریالۍ شي، نو په راتلونکي کې به دوبۍ او نور هېوادونه د استوګنو او سوداګریزو ودانیو د جوړولو لپاره روباټ ټکنالوژي په پراخه کچه وکاروي، چې دا به د ودانولو نړۍ ته نوې لار او نوی لوری ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...