پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهنوې څېړنه: څرنګه له سرطانه ځان وساتو؟

نوې څېړنه: څرنګه له سرطانه ځان وساتو؟

تاند – ډېری خلک فکر کوي چې سرطان داسې ناروغي ده چې مخه یې نه شي نیول کېدای، خو نوې طبي څېړنه ښيي چې د یوه ساده عادت خپلول کولی شي د سرطان خطر په څرګنده توګه کم کړي۔

د بریتانیا د طبی سپورت ژورنال«برټش جرنل آف سپورټس مېډیسن» په مجله کې خپره شوې څېړنه وایي چې هره ورځ پلې ګرځېدل یا سپک فزیکي خوځښت د سرطان د ۱۳ بېلابېلو ډولونو د رامنځته کېدو خطر کموي۔

په دې څېړنه کې د ۸۵ زره کسانو معلومات څېړل شوي، چې د هغوی د لاس پر مړوند د یوې اوونۍ په مخه ټرېکرونه (څرک لګوونکي) تړل شوي وو، تر څو د هغوی د فزیکي فعالیت بشپړ ریکارډ ترلاسه شي۔.له دې وروسته د دغو کسانو روغتیا نژدې ۶ کاله وڅارل شوه، چې په دې موده کې له ۲۶۰۰ څخه په زیاتو کسانو کې د سرطان بېلابېل ډولونه تشخیص شول.

د پایلو له مخې، هره ورځ ۵ زره یا تر دې زیات ګامونه اخیستل د سرطان د خطر په کمېدو کې مرسته کوي. که هره ورځ ۷ زره قدمه وګرځئ، نو خطر ۱۱ سلنه نور هم کمېږي۔ همداراز، هره ورځ ۹ زره ګامونه د سرطان خطر تر ۱۶ سلنې پورې راکموي، خو تر دې زیات قدمونه کومه اضافي ګټه نه لري۔

څېړونکو ویلي چې څومره انسان ځان فعاله ساتي، هماغومره د سرطان د مخنیوي امکان زیاتېږي۔ سپکې فزیکي چارې، لکه هره ورځ پلې ګرځېدل، هم د سرطان د خطر په کمولو کې اغېزمنې ثابتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...