شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهد بدني روزنې نړیواله سیالۍ کې د افغانستان دویم مقام

د بدني روزنې نړیواله سیالۍ کې د افغانستان دویم مقام

تاند (شنبه، د عقرب ۲۰ مه)  د بدني روزنې په نړیواله سیالۍ کې نن د محمد ایوب اعظمي نوم افغان لوبغاړي په دوهم مقام وګاټه.

د افغانستان د بدني روزنې ملي فدراسیون وايي، افغان لوبغاړي محمدایوب اعظمي نن (شنبه) د بدني روزنې د مسابقو په څوارلسم پړاو کې، چې په جنوبي کوریا کې روانې دي، د سپینو زرو میډال وګوټ.

اعظمي، چې سل کیلو وزن لري، له سیالۍ وروسته وویل چې د دې میډال ویاړ د خپل ولایت، هرات اوسیدونکو ته ډالۍ کوي.

ده همداراز وویل چې په هرات کې د زلزلو له کبله یې په سخته تمرین کاوه او شپه به یې په موټر کې تېروله.

په وروستی کې افغان ورزشکارانو په بېلابېلو برخو کې مهم نړیوال مقامونه ګټلي او د خپل هېواد درې رنګه ملي بیرغ یې رپولی.

افغانان سره له دې، چې د هېواد وروستي وضعیت یې ځوروي، په دغو بریالیتوبونو خوشاله دي او خپل ورزشکاران د خوښۍ او ملي بیرغ رپولو یوازیني مراجع بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب