جمعه, مې 3, 2024
Home+یو انسان څو خبرې / کامله عزیزي 

یو انسان څو خبرې / کامله عزیزي 

وایي انسان درې څېرې لري چې اوله یې د نابلده خلکو، دویمه د خپلوانو لپاره ده، خو درېیمه هغه څېره ده چې له ځانه پرته یې بل څوک نه ویني او دا د انسان اصلي څېره ده.

د اغلې شریفې شریف وعده هغه کیسه ده چې موږ د یوه انسان له څو رنګه حالاتو خبروي، په بله مانا په یوه انسان کې د دغو  درېیو څېرو تر منځ د جګړې داستان دی.

کیسه داسې پیلېږي؛

“سرور ورو له ځایه جګ شو، د ګوتو په څوکو د خوب له کوټې ووت. څو ځله یې شاته وکتل چې ډاډه شي، میرمن یې ویده ده… 

بوټونه یې واخیستل چې د پښو ترپا یې میرمن او ماشومان ویښ نه کړي… د دروازې مخته پر څو زینو کېناست، بوټونه یې په پښو کړل او د دفتر خواته رهي شو”

دلته د سرور له دغو حرکاتو سره لوستونکی یو عادي کارکونکی نه انځوري چې هر سهار دفتر ته ځي، یوه کیسه خو شته چې دی د بندي غوندي وځي.

سرور له خپلې همکارې سره مینه لري. د ده مېرمن له ټولو هغو ځانګړنو سره سره چې خلک یې خوښوي بیا هم ده ته عادي ښکاري. دلته پوهېږو چې نارینه طبیعي داسي جوړ دی چې د با ارزښته شیانو په کیسه کې نه د، ښه توب ورته عادي او ښایست ورته تکراري کېږي، فقط هغه څه ښه ورته ښکاري چې نوي وي.

که یو بد اخلاقه یادوو وایو فلانی ډېر بې وجدانه دی. خو ارواپوهان وایي وجدان هر څوک لري، مګر په یوه وړه بهانه یې تېرایستلی شو، مثلاً له انسانه به تر هغو قاتل جوړ نه شي چې وجدان په یوه بهانه خطا نه کړي، هیڅوک به جرم و نه کړي مګر دا چې وجدان په بهانو تېرباسي، په دې بهانو د شخصیت هغه برخه ارامېږي  چې زموږ له کړنو ناارامه شوې ده.

دغسي یوه بهانه سرور  هم ځانته جوړوي چې د شخصیت له دې برخې سره جګړه وکړي، دی نن یوه وعده ورکوي، په لار کې له ځانه سره وایي؛ 

“سر له ننه، زه نور ځان اصلاح کوم، ځان بدلوم، مرجانې سره اړیکه ختمووم، درسته ده چې ښکلې ده، مجلس یې خوند کوي…هم دې ته هم میرمنې ته درواغ وایم… نن د وروستي ځل لپاره ورسره رستوران ته ځم ورته وایم چې زه یې د ودولو نیت نه لرم پرېږده چې دا بېچاره هم خپل کور جوړ کړي”

د مینې په اړه موږ د نارینه وو خبرې  ډېرې لوستې دي اوس فکر کوو چې رښتیا هم ښځې وفا نه لري. د دې کیسې په لیکلو سره ډاکټر شریفې زموږ د فکر ډنډ ته ډبره ورخطا کړې، د ټولنې له یوه رازه یې پرده پورته کړې، یو نارینه سره له دې چې له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي، دی یوه بله ښځه هم په تمه پرېږدي، تر پایه نه ورسره پاتي کېږي فقط د رستوران ملګرتیا ورسره پالي او له حقیقي ژونده یې د موقت وخت لپاره لرې بیایي.

 “سرور په یو ان جی او کې چې په دموکراسۍ کې د ښځو د ظرفیت لوړولو په نامه یادېده کار کاوه” د دموکراسي په تعریف کې لولو چې ټول انسانان برابر حقونه لري، بیا په دې کې د ښځو استعداد لوړېدل یعنې چې ښځې پخپلو حقونو وپوهوي، مګر د دوی د کار اغېز دومره لا نه دی چې کارکونکي یې پخپل ژوند کې عملي کړلای شي، پاته خو لا یوه وروسته پاتې ټولنه شوه، نو د دغسې دفترونو پرانیستل یو نمایش دی، د پیسو تبادله ده او د خلکو خپلې ګټې دي، نور هیڅ نه.

په هغه سهار چې سرور دفتر ته رسېږي ګوري چې مرجانه نه ده راغلې. کله چې چاته کوم څه مهم وي فکر کوي د نورو لپاره به هم مهم وي، ځکه نو دی هم څو شېبې څه نه وایي، فکر کوي نور به هم په دې اړه خبرو ته لېوال وي، خو کله چې ټول مصروف ویني یو ناڅاپه یې له خولې وځي؛ مرجانه چرته ده؟

سرور د مرجانې له کوژدې خبرېږي، په وارخطایۍ خپلو همکارانو ته ګوري چې ډاډه شي څوک یې د زړه په لوېدلو او الوتي رنګ پوه شوي نه وي.

هغه خو نن وعده کړې وه، مګر د کوژدې په خبرېدو یې بیا ولې زړه لړزېږي؟ 

دغه په دفتر کې ناست سرور له هغه سرور سره چې سهار له کوره راوتلی و توپیر لري خو ولې؟

دلته ډاکټر شریفې مثبت و منفي ټکي په یوه کرکټر کې راټول کړي، د دې کیسې اصلي کرکټر خیانت کوي، یو څوک خطا کوي، خو حداقل ښه فکر خو کولای شي. 

دی چې د مرجانې له کوژدې خبرېږي یوځل بیا یې په ذهن کې څو لوري سره ټکر کېږي؛

له ځان سره وایي؛

” له مرجانې سره اړیکه بې له دې چې زه یې ختمه کړم او زړه یې ورته مات کړم دې ختمه کړه، داخو ښه خبره ده، پړه زما له غاړې خلاصه ده.

خو بل خوا وایي؛

زه به هیڅکله ورته اعتراف ونکړم، تل به ځان مین او دې ته وفادار ښکاره کړم.

بیا وایي؛

خو نه مرجانې سخته ناځواني او خیانت کړی هیڅ یې د کوژدې او د بل چاسره د واده خبره یاده کړې نه ده،  دا خو نو نامردي ده.”

بل وایي؛

“ما خو ورسره واده نه کاوه ښه ده چې ژوند یې سم شي، زه به هم خپلو بچیانو سره خوشاله یم، مېرمن او بچیانو سره صادق اوسېدل ډېر خوند لري.”

زموږ په ډېرو کیسو کې دوه ډوله کرکټرونه وي یو مثبت یو منفي او د دوی دوو تر منځ له ټکره کیسه جوړېږي، نو لوستونکی دا غواړي چې باید د کیسې اتل هیڅ بدوالی، همداسي مقابل یې هیڅ ښه والی و نه لري، خو هیڅوک نه بېخې ښه او نه بېخې بد دي، نو داسې کیسې له حقیقته لري کېږي او ناکامي دي.

خو په یوه انسان کې د دغسې بېلابېلو انګازو او فکرونو راټولول په لنډه کیسه کې نوښت دی.

له دې کیسې مالومېږي انسان هغه نه دی چې موږ یې وینو، په فکرونو کې یو بل عالم هم شته، هلته خبرې کېږي، جګړې کېږي، بحثونه کوي، بالاخره یوه پرېکړه کوي چې انسان فقط د هغوی د امر منونکی دی، خو کله کله بیا هم انسان دومره اختیار لري چې کوم فکر خبرو ته پرېږدي او کوم خاموش کړي.

د کتاب څو ځانګړتیاوي

د لنډي کیسې په اړه مې لوستي و چې کیسه باید یو ځانګړی پیغام ولري، تلوسه ولري او په پای کې لوستونکی حیران کړی،  خو کله چې مې د اغلې شریف د لنډو کیسو ټولګه “چاوچا ویل” ولوسته د لنډو کیسو یو نوی طرز او لاره مې پکې وموندله.

اغلې شریف یو حس، د ژوند یوه پېښه یا هم یو نوی فکر په هره کیسه کې لیکلی، دلته نو له کیسو فقط پیغام نه اخیستل کېږي د چا یو پخوانی حالت ور په زړه کېږي، یو هېر سوی کس دریادوي، داسي جملې لري لکه موږ چې له پخوا ورسره بلد و، داسي څه لولو چې تر اوسه مو یوازي حس کړي وي او کرکټرونه یې لکه له موږ هېر شوي انسانان داسې دي.

بله ځانګړتیا یې دا ده (شاید ځینې نور لیکوالان یې هم ولري، خو ما په پښتو کیسو کې ډېره نه ده لیدلي.) زموږ په ډېریو کیسو کې د کیسې پېښه پخوانۍ وي، راوي د څو ورځو یا څو کالو پخوانۍ کیسه درته کوي، خو په دې کیسو کې ډېر وخت دغسي نه ده.

مثلا یوه کیسه کې لولو، “د ټیلفون زنګ کړنګېږي، حکیم په څوکۍ کې ارام ناست دی له زنګ سره خوځېږي ریموټ وراخلي تلویزون ته ګوري بیا تلی فون ته او بیا میرمنې ته هغه پر ای پډ بوخته ده تلویزیون بندوي، د ټلیفون غږ ټیټوي،…”

یعنې دلته چې څه  روان دي همدا اوس څه کېږي هغه لیکل کېږي، په کیسو کې د دې نوښت ګټه دا ده چې لوستونکی سم له واره هماغې صحنې ته ورداخلوي چې تېرېږي، او بېلابېلې پوښتنې درسره پیدا کېږي چې مخکې به څه کېږي؟ ولې داسي کوي؟ تر دې مخکې څه تېر سوي؟ د دغسې پوښتنو پیدا کېده تلوسه پیدا کوي او د کیسې خوند دوه چنده کېږي.

بله مهمه ځانګړتیا د کرکټر کښنه ده. د لنډي کیسې د کرکټر په انځورولو کې یو د کرکټر ظاهري بڼه او دویم یې شخصیت دی، خو په دویم حالت کې یې یو بل انځور د کرکټر رواني حالت دی.

زموږ په کیسو کې لیکوال د کرکټر رواني حالت سم نه شي تشریح کولای ځکه نو د عاطفې د راپارولو لپاره تل د غریبو خلکو د کرکټر د انځور لپاره ببر سرونه او چاودي لاسونه را مخته کوي، یا د وارخطایۍ په خاطر د کرکټر سترګې رډي راخېژوي.

خو په دې کیسو کې لومړی موږ د کرکټر رواني حالت او  ذهني کشکمش وینو او بیا د ده پر بڼه اغېز. بریالۍ کیسه هغه ده چې د کرکټر ظاهري جوړښت دي له یاده وباسي، که چېري موږ ظاهري بڼه ډېره تشریح کړو یوازي د کیسې له کرکټر سره به بلد شو، خو که شخصیت، خبرې او بېلابېل حالتونه ولیکو نو لوستونکي ته  به د یوه کرکټر له کړنو وروسته خپل بېلابېل حالتونه او څو خلک په زړه کې ور انځور کړو. د اغلې شرف په ډېرو کیسو کې موږ نه د کرکټر له قده خبر یو، نه یې د سترګو رنګ راته مالوم دی، خو موږ له دې کرکټرونو سره بیا هم بلد یو، ځکه رواني تړاو ورسره لرو د هغوی شخصت او کارونو ډېر خلک را په زړه کړي او موږ پخپله یو څوک په زړه کې انځور کړی.

د شکسپیر په اړه یو لیکوال وایي؛ شکسپیر داسي شاعر دی چې لوستونکی هم د څو شېبو لپاره ورسره شاعر کېږي. د اغلې شریف د کیسو لوستل بیا لوستونکی د کیسې په لیکلو ور زړور کوي، دا در ښيي چې لیکوال  په هرڅنګه موضوع باندي کیسه لیکلای شي.

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوې وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د ډاکترې شریفې شریف د ادبي فعالیتونو لمانځلو او د دوی د نوي چاپ شوي اثر “چا او چا ویل” مخکتنې ته جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.



LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب