جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد افغان کډوالو پر شړلو د بلاول بوټو اعتراض

د افغان کډوالو پر شړلو د بلاول بوټو اعتراض

تاند (شنبه، د عقرب ۲۰ مه) د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو مخکیني وزیر بلاول بوټو زرداري له دغه هېواده د افغان کډوالو د شړلو په تړاو د واکمن موقت حکومت پر پریکړې او چلند اعتراض وکړ.

نوموړي وویل، چې په دې برخه کې د اوسني حکومت دریځ ګوند او د پوښتنې وړ دی.

هغه زیاتوي، چې باید د کډوالو او ترهګرو ترمنځ توبیر وشی او ورسره کیدونکی چلند متفاوت وي.

د پاکستان موقت حکومت په دې پلمه، چې ګواکې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د نا امنیو لامل دي او ورسره ترهګریز بریدونه زیات شوي، د ۱،۷ میلیونو هغو کسانو په ګډون چې پاکستان یې بې اسناده کډوال بولي، د ټولو افغان کډوالو د ویستو پریکړه وکړه.

د دغې پریکړې د عملي کیدو پر روان بهیر سخت اعتراضونه دي او ویل کیږي، چې پاکستاني پولیس افغان کډوال لوټي، شتمنۍ یې ضبطوي او ان د بې عزتۍ تر حده سپک چلند ورسره کوي.

یو شمېر نورو پاکستاني سیاستوالو  هم د خپل حکومت دا چلند تر نیوکو لاندې راوستی او پرې د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب