دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکابل ته د روسیې د ۴۰ ټنه مرستو را رسیدل

کابل ته د روسیې د ۴۰ ټنه مرستو را رسیدل

تاند (شنبه، د عقرب ۲۰ مه) د طالبانو د اقتصاد وزارت کابل ته د روسیې د ۴۰ ټنه بشري مرستې د رسیدو خبر ورکړی.

دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاده مرسته کې خوراکي توکي، البسه او کمپلې شاملې دي.

ویل شوي، چې دا مرستې به پر افغان کډوالو ووېشل شي.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

په وروستیو کې پاکستان او ایران لسګونه زره افغان کډوال شړلي، چې هېواد ته له ستنیدو سره ګڼې ستونزې لري.

طالب چارواکو دوی سره د نړیوالو بشري مرستو غوښتنې کړې دي.

روسیې دا مرسته په داسې مهال استولې، چې منتقدان یې افغانستان سره مرستې ناڅیزه بولي او وایي د روسیې په ګډون د سیمې نور هېوادونه ځان په افغانستان کې د لویدیز د رامنځته شوې تشې ډکوونکي بولي، خو په عمل کې یې مرستې په هېڅ حساب دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب