Homeخبرونهد اریانا افغان هوايي شرکت نوې ۷۳۷-۳۰۰ بوینګ کارګو الوتکه کابل ته...

د اریانا افغان هوايي شرکت نوې ۷۳۷-۳۰۰ بوینګ کارګو الوتکه کابل ته ورسېده

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د اریانا افغان هوايي شرکت یوه بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ باروړونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.

د دغه هوايي شرکت په وینا، الوتکه به نورو هیوادونو ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره کارول کېږي او په هره الوتنه کې د شاوخوا ۱۷ مټریک ټنه مالونو د لېږد ظرفیت لري.

اریانا ویلي چې د دې باروړونکې الوتکې د فعالیت لپاره یې په متحده عربي اماراتو کې له «ایر چارټر اکسپرېس» شرکت سره یو کلن قرارداد لاسلیک کړی دی.

د اریانا افغان هوايي شرکت مشر بخت‌الرحمن شرافت ویلي، دغه شرکت هڅه کوي چې خپله د هوايي بار (کارګو) لېږد شبکه پراخه کړي، د افغانستان صادرات زیات کړي او د هېواد د هوايي ترانسپورټ ظرفیت پیاوړی کړي.

هغه ویلي، نوی باروړونکی خدمت به افغان سوداګرو ته زمینه برابره کړي چې خپل محصولات نړیوالو بازارونو ته په چټکۍ، خوندي او رقابتي بیو ولېږدوي.

اریانا ویلي، هدف یې دا دی چې د باور وړ او رقابتي هوايي باروړونکي خدمات وړاندې کړي او له سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو سره د افغانستان اړیکې لا پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...