جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرد علم ګل سحر څو شعرونه

د علم ګل سحر څو شعرونه

د مينې شبنامې

زه له سهاره تر ماښامه پورې

تاته شعرونه لیکم

خوب رانه هېر وي

ته مې یاد یې

کاغذو کې دې تصوېر لټوم

کله دې سترګې، کله خال

کله دې شونډې ستایم

تاته په پټه زه شعرونه لیکم

دغه دمینې شبنامې په ویره ویره لیکم

که څوک خبر شي

چې له تاسره زه مینه لرم

تاته شعرونه وایم

ماته به څه ووایي

تاته به څه نوم درکړي؟

دلته خو مینه او ګناه په یوه کاڼي تلي

دلته په هیچا هیڅوک نه دي مین

چې زما درد احساس کړي

دلته د چا زړه، د ښکلا تندر وهلی نه دی

دلته ړانده دي خلک

څوک چې بینا دي، یاخو ما او یا خو تاته ګوري

او د تهمت رنګونه ویشي وړیا

               ***

شپه وي، تیاره وي

اونور ټول ویده وي

زه دې تصویر سره خبرې کوم

قلم را واخلم درته شعر ولیکم

چې خوښ مې نه شي

کاغذ څېري کړمه

خو ستا څېره راته موسکۍ شي

او سوکه ووایي

عجب ساده سړی دی

چاته شعرونه لیکي؟

بیرته راټولې د کاغذ وړې ټوټې کړم سره

او بیا بل شعر ولیکم

خوب رانه هیر وي

بیا سندرې اورم

هره سندره کې بس تا ګورمه

هره سندره ویل شوې تاته

ټولو ستایلې یې ته

خو

د دوی یوازې ستا ښکلا ته پام وي

او بس یوازې دې ښکلا سره جفا یادوي

دوی ستا غمجنه څېره نه یادوي

ستا خوږو سترګو کې د ویر دنیا لیدلی نه شي

قلم را واخلمه، غزل ولیکم

ورپسې بل وي او بیا بل ولیکم

خو ستا څیره مې انځورکړي نه وي

چې شپه سبا شي

رڼایې خوره شي

                              ***

سهار چې تا ووینم

نو راته وایې

–         رنګ دې ژيړ ولې دی؟

سترګې دې ولې پړسېدلې داسې؟

–         بس له ماښامه تر سهاره پورې

ويښ پاتې وم

-ولې ناروغ خو نه وې؟

-نه، هسې مې خوب وتښتېدلی رانه

تاته ویلای نه شم

چې ستا لپاره

له ماښامه تر سهاره پورې

ویښ پاتې یم

خوب رانه هیر وي

ټوله شپه تاته شعرونه لیکم

۲۳ /۴ /۱۳۸۳

وزیر اکبرخان مېنه ـ ازادۍ راډیو


د مينې شبنامې

زه له سهاره تر ماښامه پورې

تاته شعرونه لیکم

خوب رانه هېر وي

ته مې یاد یې

کاغذو کې دې تصوېر لټوم

کله دې سترګې، کله خال

کله دې شونډې ستایم

تاته په پټه زه شعرونه لیکم

دغه دمینې شبنامې په ویره ویره لیکم

که څوک خبر شي

چې له تاسره زه مینه لرم

تاته شعرونه وایم

ماته به څه ووایي

تاته به څه نوم درکړي؟

دلته خو مینه او ګناه په یوه کاڼي تلي

دلته په هیچا هیڅوک نه دي مین

چې زما درد احساس کړي

دلته د چا زړه، د ښکلا تندر وهلی نه دی

دلته ړانده دي خلک

څوک چې بینا دي، یاخو ما او یا خو تاته ګوري

او د تهمت رنګونه ویشي وړیا

               ***

شپه وي، تیاره وي

اونور ټول ویده وي

زه دې تصویر سره خبرې کوم

قلم را واخلم درته شعر ولیکم

چې خوښ مې نه شي

کاغذ څېري کړمه

خو ستا څېره راته موسکۍ شي

او سوکه ووایي

عجب ساده سړی دی

چاته شعرونه لیکي؟

بیرته راټولې د کاغذ وړې ټوټې کړم سره

او بیا بل شعر ولیکم

خوب رانه هیر وي

بیا سندرې اورم

هره سندره کې بس تا ګورمه

هره سندره ویل شوې تاته

ټولو ستایلې یې ته

خو

د دوی یوازې ستا ښکلا ته پام وي

او بس یوازې دې ښکلا سره جفا یادوي

دوی ستا غمجنه څېره نه یادوي

ستا خوږو سترګو کې د ویر دنیا لیدلی نه شي

قلم را واخلمه، غزل ولیکم

ورپسې بل وي او بیا بل ولیکم

خو ستا څیره مې انځورکړي نه وي

چې شپه سبا شي

رڼایې خوره شي

                              ***

سهار چې تا ووینم

نو راته وایې

رنګ دې ژيړ ولې دی؟

سترګې دې ولې پړسېدلې داسې

بس له ماښامه تر سهاره پورې

ويښ پاتې وم

ولې ناروغ خو نه وې؟

نه، هسې مې خوب وتښتېدلی رانه

تاته ویلای نه شم

چې ستا لپاره

له ماښامه تر سهاره پورې

ویښ پاتې یم

خوب رانه هیر وي

ټوله شپه تاته شعرونه لیکم

۲۳ /۴ /۱۳۸۳

وزیر اکبرخان مېنه ـ ازادۍ راډیو


لا مو په زړونو کې بلا کرکې دي

موږ چې واړه وو،

موږ به لوبې کړلې

زموږه لوبې وې د نورو ازار

موږ به د نورو ځورولو څخه خوند اخيستو

موږ به ړانده څخه لکړه غلا کړه

چې چيرته ولويږي،

 نسکور شي،

 موږ پرې ښه وخاندو

چې کوم سوالګر به راغى

موږ به یې ګوډي(۱) کې،

                         ډبرې پټې واچولې

چې دی یې وویني، خواشینی شي

                   موږ ښه وخاندو

زموږ عادت شو چې د بل په خپګان،

                                       خوښ واوسو

موږ به په لارو کې کډي جوړول

چې لاروى پکې نسکور شي

موږ پرې ښه وخاندو

پردي خو څه، تره مو هم بد ایساوه

ځکه خدری(۲) و، هغه

پلار به ویل:

–        تربور اول دښمن دی

موږ مینه نه پیژنده

یوازې کرکه مو په زړونو کې وه

له وروره کرکه

له تره کرکه

له تربوره کرکه

غریب مو سیال نه باله

نایي، ترکاڼ او اهنګر مو هیڅ انسان نه باله

چې چا به نوې جامې واغوستې،

                         په موږ باندې به اور پورې شو

چې ولي پاک ګرځي بل

د بدنیتۍ عادت له موږ سره ملګری شو تل

چې لږ رالوى شوو او مکتب ته ولاړو

تعلیم پر موږ باندې اثر ونه کړ

موږه د علم پر ځای کرکې زده کړې

معلم مو بد ایسیده

ځکه هغه به نصیحت کاوه تل

داسې خبرې چې موږ کله اوریدلې نه وې

درس به مو نه زده کاوه

معلم به شنې لښتې راوغوښتلې

موږ به یې ووهلو

زموږ عقدې به هم دوه درې چنده شوې

موږه هم ځان تر معلم کم نه ګاڼه

موږ به هم لښتې،

              په کمزوري همصنفي ماتې کړې

په موږ کې هغه قهرمان و

چې تخته ماته کړي

بل به سيالي کړه تباشير بې غلا کړل

موږ به تفریح کې د مکتب ګلونه ټول وشکول

موږه تعلیم هم لا بدل نه کړو هیڅ

موږ له بدلون، موږ پرمختګه څخه کرکه کوو

موږه له ځانه له جهان خپه یو

موږ عجیبه خلک یو

موږ د کینو منځ کې رالوی شوو داسې

چې نه مو مینه، نه مو ژوند وپیژاند

لا مو په زړونو کې بلا کرکې پرتې دي،

                                  ورکې شوې نه دي

او اوس دوى غواړي

چې موږ مينه وکړو

او خپل وطن آباد کړو؟!!!

20/ 10/ 1391

کابل- ارګ

(1)        ګوډی په کلیو کې د هغو سوالګرو کڅوړې وې چې اوړه او نور شیان به یې پکې راټولول.

(2)        خدری: پښتو متل ته اشاره ده چې وایي: تره که ښه وای خدری به ښه و.


پسرلی

تا که پسرلی راوستی نه وای ژر

زه د خزان ونه وم،

لویدمه نور

۲۲/ ۱۲/ ۱۳۹۳

پښتونستان واټ – کابل


د یوه شعر ته ورته لیک په ځواب کې چې لیکلي یې و(په دې دنیا کې دمینې وړ څوک پاتې دي؟)

مینه نه مري

ولې نه 

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي

لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو

مینه ژوندۍ ده لاهم

مینه هیڅکله نه مري 

           * * *

لا ډیرې سترګې دي له مینې ډکې

لا مینه ژوند کوي زموږ په زړو کې

ګیلاس لا نیم پاتې دی

لا انسانیت ژوندی دی

انسان دمینې نوم دی

لا زړونه شته چې کرکه نه پیژني

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي

لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو

مینه ژوندۍ ده لاهم

مینه هیڅکله نه مري 

* * *

تا دبې موره وري په سترګو کې لیدلي کله ؟

تا کومه ورځ ګل ته اوبه ورکړې؟

دبلبل اوښکې دې لیدلې کله؟

باران وهلې توتکۍ ته دې پناه ورکړې؟

کتار دزاڼو دې لیدلی کله؟

دونې څانګې دې لمس کړې کله؟

دکوم بوډا لاس دې نیولی کله؟

تا له سوالګر سره خواله کړي دي؟

تا ددښمن سترګو ته سم کتلې؟

مینه هغلته هم شته

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي

لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو

مینه ژوندۍ ده لاهم

مینه هیڅکله نه مري 

* * *

اغزي دې ورک شي ،

                       اغزي ډیر بدرنګ دي

                       چاته یې مه ورکوه

چیرې یوګل پیدا کړه

په موسکو شونډو یې ډالۍ کړه چاته

مینه له مینې پیدا شوې هروخت

که نور نفرت کړي موږ به مینه کوو

زړه به هیندارې غوندې پاک ساتو تل

کینې به نه ورپریږدو

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي

لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو

مینه ژوندۍ ده لاهم

مینه هیڅکله نه مري 

مینه هیڅکله نه مري


غزل

لږ مې ځان په یاد وي او جانان وي ډیر

خلک په همدې راته حیران وي ډیر

کله زړه ته واچوم قلفونه ډیر

کله وایم پریږده کې خوبان وي ډیر

کله یار خپه کړمه هیڅ ور نه شم

بیرته هغه سات زما ارمان وي ډیر

ستړې دژوندون نورې هم ډیرې دي

زړه مې له ولس سره ستومان وي ډیر

بل ځای به پښتون یو ځای ونه وینې

دوی دخپل قاتل ترشا روان وي ډیر

موږه په هرګام کې کار له زور اخلو

ځکه دوستان لږ وي دښمنان وي ډیر

کله چې بدبخت کومه ټولنه شي

خلک یې وي چوپ او رهبران وي ډیر

کله مې زړه وایي وطن پریږده ځه

کله ترځان هم راباندې ګران وي ډیر

موږ چې سره کینو نور خبرې کړي

لږپکې رښتیا وی نور ګومان وي ډیر

مینه کې هرڅوک رښتیا درواغ وایي 

زه وایم سحر به پکې وران وي ډیر

۱۴/ ۴/ ۱۳۸۹

کابل- خیرخانه مینه      


ازادي

موږ په خوله باندې ستایلې ازادي ده

بس له هرڅه راته ښکلې ازادي ده

موږ په وینو ازادي ده تل اخیستې 

موږ په خوشي شي بایللې ازادي ده

یو دوه درې کسه مین په ازادي یو

دلته نور وایي چې ولې ازادي ده

موږ د خپلې ازادي آتل تکفیر کړ

نه په ځان مو لورولې ازادي ده

زموږ برخه بې علمي ، لوږه اوتنده

موږه نوروته ګټلې ازادي ده

موږ به څه دازادي په قدر پوه شو 

موږه کله لا لیدلې ازادي ده

               ۲۰ / ۵ / ۱۳۸۷  – 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب