یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+ناتمام پرون/لنډه کیسه، هیله پسرلی

ناتمام پرون/لنډه کیسه، هیله پسرلی

پرون مې تصادفا سبا ولیده، ژړل یې. سبا مې د ښوونځي د وخت ملګرې وه. تر ملګرې ښايي ټولګیواله بهتره کلیمه وي. کله چې مې ولیده ،۲۰۱۰ کال، کابل رایاد شو، ژمی و، د جدي میاشت وه. له ښوونځي د فراغت د جشن ورځ‌ وه. په هغې ورځ ټول ټولګیوال له یو بل سره اضافه مهربانه ول، حق و ناق مسک ول. ښايي دې ته به خوښ ول چې نور نو د مکتب له شره خلاصیدل او یا ښايي دې ته نارامه ول چې اوږد دولس کلن مزل په پای کې ولې دومره لنډ ښکارېده. البته شخصا زه چندانې د فراغت د ورځې له مهرباني برخوره نه شوم.‌ په هغې ورځ  نه د مکتب د شر د پای  ته رسېدو په کیسه کې وم، نه هم د خاطراتو د خیر په غم کې.. زما ټول تشویش زما پطلون و. ما د خور تور پطلون اغوستی و، په کور کې سم ښکارېده خو په مکتب کې مې فکر کاوه چې لږ غټ دی او همدا”  لږ غټ” کافي و چې ټوله ورځ  له پطلون سره بوخته پاتې شم. د دې لپاره چې  د پطلون تکمه له سره وتړم یو خالي ګوښه صنف ته لاړم. سبا هلته ناسته وه، ژړل یې، اوښکو یې له بڼو ریمل پریمنځلی و، د سترګو شاوخوا یې ور توره کړې وه. ما ور وکتل، زړه مې و ویې پوښتم ولې ژاړي؟ زه څه کولی شم؟  دې هیڅ عکس العمل ښکاره نه کړ..لکه زه چې اصلا هلته نه وم. ما هم د ټولګي دروازه ورو بنده کړه، ووتم.

سبا مې بیا نه د فراغت په ورځ ولیده او نه هم وروسته له هغې.  پرون مې تصادفا ولیده. مخکې تر دې چې د پرون  کیسه وکړم. له همدا اوسه لا وایم چې د سبا په لیدو کې کوم خاص څه نه شته، دا کیسه ځکه لیکم چې د کیسه لیکوالو په صنف کې یې کورنۍ دنده راکړې چې له ورځنیو پیښو نه په الهام باید یوه کیسه ولیکم. اوس نو اسلو غوندې ښار کې چې د کیسو الهام لکه لمر پکې کمیابه دی، پرته له دې چې یو نه چندانې مهم تصادف کیسه کړم ، څه وکړم؟  البته له دولس کلنو وروسته له یو اشنا سره تصادفا مخامخ کیدل د کیسو لپاره ډېره بده موضوع هم نه ده؟ اصلا د کیسو موضوع ښه او بد نه لري، ځکه په نهایت کې ټول لیکوال په ورته موضوعاتو لیکل کوي. موضوع نه بدلېږي یوازې کیسې بدلېږي نو په حقیقت کې مضمون مهم نه دی. پوهېږم زما د کیسه لیکلو د معلمې په شمول به نور کره کتونک‍ی دا خبره نه مني،  خو د دوی وظیفه همدا ده چې په کیسو کې ستونزې پیدا کړي نو ګیله ترې نه ده پکار.

په هر حال ما د پرون کیسه کوله، اوس نو د ا مه پوښتئ چې زه او سبا په اسلو کې څه کوو. د دنیا داسې ښار دې ورک شي چې مهاجر مني او افغانان پکې تشریف نه لري.

د پرون کیسه داسې وه چې:

له کوره تر ټولګي پنځلس دقیقې د‌ پښو لار ده. د صنف له شروع کیدو ساعت مخکې لا ووتم ، لار مې اوږده کړه، د هدیرې په خوا رهي شوم. زموږ د منطقې په لوړه کې ځنګل پروت دی، د ځنګل په یوه کنج کې هدیره ده او یوه کلیسا چې تعمیر یې لکه په مجموع کې د اسلو معماري توجه نه جلبوي.  له هدېرې تېره شوې لار د پلي تګ لپاره په دې ښه ده چې د موټرو لار نه ده.

 دا ډېر وخت وشو چې ډېر کله پیاده ګرځم. له ډېر وخته مې مطلب شپږ میاشتې دي. درې کاله مې د معماري په یوې پروژې کې کار وکړ. پروژه په اګسټ کې ختمه شوه. بل کار مې لا نه دی موندلی. که رښتیا ووایم چندانې پسې ګرځیدلې هم نه یم. بیکاري خپله خاصه خلقتنګي، پټ غوندې خوند او تر دواړو بدتره عادت لري. څه کم درې میاشتې کېږي چې اونۍ کې یو ځلې، هره سه شنبه د کیسو لیکلو یو صنف ته ځم. نور نو پوره بیکاره یم.

چې ګرځم موسیقي خامخا اورم. څو ځلې مې نیت وکړ چې د تکراري سندرو په ځای  موسم ته غوږ شم. مثلا دغه اوس چې کومه سندره اورم (پرون) نومېږي،‌ دومره  ډېره مې اوریدلې ده چې نور نو د درک کولو لپاره پکې هیڅ پاتې نه دي. زړه مې کېږي غوږې لرې کړم او ژمي ته غوږ شم.. د واورې په سر پل ایښودلو اواز ته ، په یخ سړک باندې د موټرو د تېرېدو غږ ته، په ساه باندې د لاسونو ګرمولو ته، د ویلي شوي یخ  چک چک ته ، په لغړو  ونو باندې ناستو مرغانو ته، د یخ وهلي ډنډ په ګوښه کې د راټولو شویو هیلیو مجلس ته.. دا ټول اوازونه په اورېدلو ارځي خو زه تکرار سندرې اورم، د دې لپاره نه چې ټولې  راته د هنر ټوټې ښکاري، د دې لپاره چې عادت یم. چې په غوږ کې مې غوږۍ نه وي پلی تګ راته داسې وي لکه بوټونه چې می تنګ وي. د عادت کمال دا وي چې سړی ورسره اسوده وي، عیب بې دا وي چې ممکن  اصلا ورته منطتق و نه لرې.

قبرونه ټول واورې پوښلي دي. د ځینو خو یوازې د شناختو څوکه ښکاري. نارویژیان چندانې د اخرت خلک نه دي. د هدیرې په لار ډېر کله هغه خلک تیرېږي چې خپل سپیان چکر او تشناب ته راباسي. هدیره په لوړه ده، ختل ورته اسانه نه وي خو د دمې لپاره اوږدې لرګینې څوکۍ پریمانه دي… په یوې څوکې کښناسم. له دې ځایه ټوله اوسلو ښکاري، د دې منظرې کمال دا دی چې احساس کوې په یوه نظر کې ټول ښار وینې، عیب یې دا دی چې دومره ډېر څه ترې ښکاري چې حافظه یې پوره جذب ته بې سیکه شي.

 له ما لږ لرې  یوه نجلۍ کښیناسته، تورې عینکې یې په سترګو دي، په یو نظر لیدو یې پوهه شوم چې سبا ده.. همهغه چهارشانه لوړ اندم، همهغه د زنې خال، جګه پزه، ډبلې شونډې.. د سترګو لیدو ته یې اړتیا نه و، مطمینه وم چې سبا وه.

دستکول ته مې لاس کړ، عینکې مې نه وې، د جمپر خولی مې په سر کړه، مبایل مې راوخیست، سترګې مې په مبابل کې ښخې کړې: «سبا ده. سلام ورکړم؟ څه ورته ووایم؟ دا به غږ وکړي.. نه خو زه به ور غږ کړم..» بیا مې ور وکتل، دستکول یې ارمیس (Hermès) و، اوږده، سیده ویښتان یې خرمايي ول، تورې موزې یې داسې پاکې وې ته وا تر دې ځایه سپایډر من په غږ کې راوستې ده. سر تر پایه یې تور کالي اغوستي ول. یوازې یې دستکول او د غاړې دستمال کم رنګه نارنجي ول.

 ځان  ته مې وکتل. دغه ماشي پطلون مې دومره ډېر اغوستی چې اوس بېخي را یادیږي نه چې له کومې مغازې مې اخیستی و. نو زه څه خبره وم چې سبا به ګورم، که خبره وای منظم کالي به مې اغوستې وای. خپلو موزو ته مې وکتل د پلي تګ دا زړې انډیوالانې بې سلیقه راته ښکاره شوې.

سبا نه پوهېږم په څه چرت کې وه ، خو یو شی چې واضح و هغه دا و چې ماته متوجه نه وه. نجلۍ بوت غوندې ناسته وه، اول کې مې فکر وکړ چې غوږی به یې په غوږ وي خو غوږونه یې خالي ول… زه لا په دې چرت کې وم چې سلام ورکړم یا نه، دې عینکې لرې کړې، ساه یې واخیسته، پزه یې کش کړه، اوښکې یې پاکې کړې، بیرته یې عینکې په سترګو کړې.

«یعنې ولې ژاړي؟ سلام به ورکړم وبه یې پوښتم؟ نه بده ده یعنې ممکن اصلا یې په یاد و نه اوسم. موږ نو کله د مکتب په وخت کې دومره نږدې و..‌»

موږ د یوه سټایل خلک نه و، مجلس مو نه درلود، یوازې مو سلام درلود. سبا له ټول ښوونځي سره سلام درلود خو په دې مانا نه ده چې ټول به یې په یاد وي. ‌ سبا له هغو کرکټرونو وه چې ناممکنه وه توجه جلب نه کړي. د کابل د لېسو په هغه قید ماحول کې چې له نجونو توقع  دا وه چې د کوڼدو غوندې سټایل ولري، سبا فیشن‌ پاله. سبا له هغو نجونو نه وه چې ټول خلک یې ښه وبولي خو له هغو وه چې که یې ښه بولې که بده په دې پوهېږې چې یو شی ده..درسي نمرې یې عالي نه وې خو په دې ښه پوهېده چې خپل لیاقت څرنګه خرڅ کړي.

پرېکړه مې وکړه، چې سبا ته سلام ور نه کړم، هلته ناسته او د سبا د ژړا سیل هم راته مناسبه ښکاره نه شوه. رهي شوم.« یعنې ولې یې ژړل؟ د فراغت په ورځ یې ولې ژړل، اوس یې ولې ژړل؟ یعنې واقعا متوجه نه شوه چې زه هلته وم؟‌ نو د فراغت‌ په ورځ خو یې ولیدم خو بیا یې هم څه و نه ویل،  اممم »

ما او سبا د ښوونځي په دوره کې یوازې یو ځلې مجلس کړی و. په یولسم صنف کې وو. د تاریخ ازموینه وه. معلمې ګډ وډ کښینولو. سبا زما څنګ ته برابره شوه. معلمه لا د صنف په تنظمولو بوخته وه چې سبا وپوښتم:« ازموینې ته تیاره یې؟»

– «‌ نه پوهېږم خو درس مې لوستی دی. تاریخ نور اسانه دی مګر له سنو ډارېږم چې غلطې یې نه کړم. دا ځلې سوالونه ټول چهارجوابه دي، مطلب اکثره ښايي د کلونو سوالونه وي. ته څنګه درس دې لوستی؟»

سبا پنسل له خولې لرې کړ، د میز په سر یې کېښود: « مطمینه یم چې ستا لپاره به امتحان اسانه وي. ما د کتاب مخ هم نه دی خلاص کړی.. بیا وروسته درته کیسه کوم.. ګوره معلمه د ازموینې په وخت کې د اخري څوکیو شاګردانو ته ډېر ګوري، موږ ته یې پام نه وي. لطفا راسره مرسته وکړه. د چهارجوابه سوالونو حل ډېر وخت نه نیسي، په خپلې پارچې نوم مه لیکه، حل یې کړه، بیا یې ماته راکړه، زه به هم نوم نه لیکم، سپینه پارچه به درکړم… لطفا ګوره په بدو شرایطو کې یم، وروسته درته کیسه کوم خو د اوس لپاره بل حل لاره نشته… لطفااا.»

‌که څه هم موږ نږدې نه وو خو سبا له هغو وه چې تل مې غوښتل د ژوند له کیسې یې خبره شم. ورسره مې ومنله خو ورته ومې ویل چې وعده نه درکوم خو که فرصت و حتما مرسته کوم. سبا په داسې انداز « ډېره زیاته مننه» وویل ته وا ما ورته ویلي وي‌ چې سل فیصده دې پارچه زه حل کوم. په هر حال، هغه ورځ مې د یوې پارچې په ځای دوه حل کړې، په یو ډول مو ورقې بدې کړې. معلمه پوهه نه شوه، له امتحانه مسک راووتو… په دهلیز کې سبا ګوښه کړم، په غېږ کې یې ونیولم: « ستا له برکته بچ شوم. هر څومره مننه چې وکړم کمه ده. ته عالی یې!»

ورته مې وویل: «هر کله، تا ویل درس ته دې وخت پیدا نه کړ، خیریت خو به وي؟»

– « اه اوږده کیسه ده. په لنډو یې درته ووایم. میینه شوم. وروسته پوهه شوم چې نه ارزي.. خو د دې شي په کشف کې چې هلک د سپي زوی دی دومره وخت ولګېد چې د تاریخ لوستو ته مې هیڅ وخت و نه موند.»

یوازې د دې لپاره چې خبرې وغځوم، ورته مې وویل:« پام کوه دا اوسني هلکان مینه یوازې د ساتري لپاره غواړي.»

-«په رسمیت یې پېژنم.. خو بس نو مینه، زوروره.»

– «خوشحال وايي:

عقل خپل پوځونه تار په تار خواره کا

چې پرې رایشي د عشق خوني لښکرې»

– «ههه سم وايي البته ما د عقل پوځونه بیرته منسجم کړي،  ههه د نن مرسته به دې هیڅ کله هیره نه کړم..»

سبا لړمړۍ نجلۍ نه وه چې میینېدله، نه هم لومړۍ نجلۍ وه چې د مینې کیسه یې ماته کوله،  خو لومړۍ نجلې وه چې دا یې راته و نه ویل چې ګوره ګوره دا خبرې بل چا ته و نه کړې. ښايي ځکه مې هم تر اوسه دا کیسه نه وه کړې.

له هغې ورځې وروسته سبا بیا راسره خواله و نه کړ،  نه یې هم په کومه ازموینه کې رانه کومک وغوښت. د تاریخ د امتحان نمرې چې راغلې دومره یې په ډاډ ټولو ته وویل چې ښې نمرې یې اخیستې دي ته وا خپله یې پارچه حل کړې وه. وروسته له هغې چې به سبا کله کله په صنف کې غلې ګوښه ناسته وه یا به مې چې چرتي ولیده‌ ، ځان سره به مې ویل ممکن له خپل میین سره کومه ستونزه لري، زړه به مې وغوښتل و یې پوښتم چې کیسه څنګه شوه خو هیڅ وخت مې و نه پوښتله.

چې صنف ته ورسېدم، معلمې په کیسه کې د پیښو تر مینځ د واضح ارتباط په اهمیت خبرې کولې: «  تل باید دې ته ځواب ولرئ چې یوه پېښه ولې بیانوئ او بیان یې د کیسې له پای سره څه مرسته کوي.»

معلمې ته مې وویل: «ځینې کیسې پای ته نه رسېږي خو بیا هم کیسې وي.»

-«هغه کیسې چې پای یې واضح نه وي، ممکن کار پرې وشي او بشپړې شي.»

– «که پای واضح نه و بیا؟»

– «بیا نو بشپړې کیسې نه دي.»

د چهارشنبې غروب دی، د کیسه لیکلو د ټولګي،  کورنۍ دنده ( له واقعي ژونده په الهام کیسه)‌ مې لا نه ده بشپړه کړې. ومې غوښتل د سبا کیسه ولیکم خو د کیسو د محترمو اصلونو په حساب نه کیسه کېږي. یعنې سبا شته، کیسه شته خو د کره کتونکو په حساب کیسه نه ده. اوس تاسو ووایاست ستونزه د کیسې شوه، که د کره کتنې؟ که کیسه ژوند وي نو په ژوند کې خو د ټولو پیښو ترمینځ ارتباطات د دوبي د ورځې په اندازه روښانه نه وي. کله کله د د پیښو تر مینځ اړیکه باید درک شي، نه بیان.

وغځیدم. په انستګرام کې مې سبا پیدا کړه. صفحه یې شخصي ده. زړه مې ده ورته ولیکم چې زه یم خو څه به ورته وایم.. یعنې یو قسم بې مانا غوندې راځي.. ورته ووایم سلام زه دې په یاد یم؟ زما له برکته د تاریخ امتحان کې کامیابه شوې… بیا مې د فراغت په ورخ ولیدلې چې ژاړې، بیا مې پرون بیا ولیدلې چې ژاړې…ههه توبه. مبایل مې بند کړ.

ځینې پیښې تل بې ارتباطه پاتېږي، خینې کیسې هیڅ وخت نه بشپرېږي، ځینې کیسې لکه ژوند ناتمامه په پرون کې پاتېږي.

کوټ مې واغوست. موزې مې په پښو کړې. پلي تګ ته ووتم. د « پرون» په نوم سندره مې ولګوله: « پرون، د مینې لوبه څومره ساده وه، نن د پټېدا لپاره ځای پسې غواړم، اوووو زه په پرون ایمان لرم… هغه ولې باید تللې وای، نه پوهېږم.. هیڅ یې و نه ویل…».

پای

‏ 2022‏/1‏/28‏ 17:02:38

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب