یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد ایران پخوانی ولسمشر: د ط ملاتړ د سیمې د هېوادونو تاريخي...

د ایران پخوانی ولسمشر: د ط ملاتړ د سیمې د هېوادونو تاريخي تېروتنه ده

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي، چې د سیمې هېوادونه به ژر د طالبانو د ملاتړ له کبله پښېمانه شي.

نوموړي په يوه تازه مرکه کې ويلي، چې د سیمې هېوادونو له طالبانو څخه د ملاتړ له کبله تاریخي تېروتنه کړې ده.

د احمدي نژاد په وینا طالبان کوم راتلونکی نه لري او د افغانانو ترڅنګ یې د سیمې هېوادونه هم نه زغمي او نه تعامل ورسره کولای شي.

د يادونې وړ ده، چې محمود احمدي نژاد د افغانستان د جمهوري نظام په وروستيو مياشتو کې د افغانستان له یوې مشهورې ټلویزیوني خپرونې سره په مرکه کې له طالبانو څخه د خپل هېواد د استخباراتي ادارې ملاتړ هم تایید کړی او د دې ملاتړ د بدو پایلو خبرداری ورکړی و.

د سیمې هېوادونو د طالبانو د واک ته رسولو او حکومت څخه به ښکاره ډول د رضایت او نه رضايت خبره نه ده روښانه کړې، خو تر اوسه یې د تر ټولو ستر متحد او مدافع پاکستان په ګډون هېڅ يوه د طالبانو رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.

1 COMMENT

  1. نوره هیڅ خبره نشته په ارګ کې اوس دوه ټکي پښتو وېیل کیږي او خبرې پرې کیږي چې نه یې ایران غواړي او نه کلابي تاجکبازان ! ایران د شيعه مذهب له خاطره هم لویه اندیښنه لري !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب