دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ط حکومت: د ټاپي پروژې چارې دې ژر پیل شي، ځکه...

د ط حکومت: د ټاپي پروژې چارې دې ژر پیل شي، ځکه امنيت یې تامین دی

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) د طالبانو د ‏کورنیو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال د دفاع وزارت او استخباراتو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ټاپي پروژې له مرستيال اشیر ګوربانيازوف سره ولیدل.

طالبان وايي، چې په دې لیدنه کې مولوي نورجلال جلالي ټينګار وکړ، چې باید د ټاپي چارې عملاً پيل شي ځکه هيواد کې سرتاسري امنیت تینګ شوی.

‏د ټاپي پروژې معاون ګوربانیازوف وویل: موږ غواړو څومره زر چې کیدای شي د ټاپي چارې پيل شي او په دې برخه کې اړتیا دی چې کاري ټیمونه جوړ شی او پروژه خپلې چارې پیل کړي.

طالبان دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې مخکې د يادې پروژې د تطبيق پر وړاندې امنيتي ستونزې دوی جوړولې.

ويل کيږي، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه او پ

همدا شان روسیه د امنيت د تامين په اړه د طالبانو پر ژمنو بې باوره دي.

روسي او نورو چارواکو په ځلونو ويلي، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه په افغانستان کې د شته بهرنيو ترهګرو ډلو له کبله ګواښ سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب