دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد اروپا پارلمان کې سبا « د افغان ښځو ورځ» ده

د اروپا پارلمان کې سبا « د افغان ښځو ورځ» ده

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) ټاکل شوې، چې سبا‏د اروپا پارلمان سبا او بل سبا « د افغانستان د ښځو ورځ» په نوم غونډه جوړه کړي.

د اروپا د پارلمان په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دې غونډه کې به افغان ښځینه فعالانې او د نړیوالو بنسټونو استازي واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت خبرې وکړي.

ويل شوي، چې په دې غونډه کې به د افغان ښځو د وضعیت په اړه يو جوړ شوی فلم هم نندارې ته وړاندې شي.

معلومه نه ده، چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه هم ښځینه فعالانې بلل شوي او که يوازې بهر مېشتې فعالانې ګډون پکې کوي.

د طالبانو له واکمنیدو سره میلیونونه افغان نجونې له ښوونځيو منع شوي، په زرګونو نورو ته د دندو او فعاليت اجازه نه ورکول کيږي او حتا په لباس او ګرځيدو کې یې خپل قیودات جبري کړي دي.

د دغه وضعیت په غبرګون کې په لسګونه ځله افغان ښځو لاریونونه کړي او نړیوالو د دې وضعیت د نه تغیر په صورت کې به د طالبانو رژيم په رسميت ونه پيژني.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان دمړیو او بې ګناه انسانانو او وژل شویو افغانانو ورځ ولې نه لمانځي ؟؟ په کابل کې د شرابو د کلب د ښځو ورځ لمانځي او هغه. نور ې۹۹ ٪ ښځې په افغانستان کې خو دوی بمبار کړې او بې تعلیمه ژوند کوي ! هغوی د شیطاني لپاره دا کار کوي !

  2. هی په هغوی او په درواغو دې نا لت شي ! افغانې ښځې خپل حق په خپله غواړي ! خارجیان دا کار دشیطاني لپاره کوې او هغه ښځې کار ورسره کوي چې یا یې کلوبي یارانه لرله او یا د شورای نظار د غلو لپاره یبهوده پرو پاګنده کوي ! زه په ۱۱.۲۰۲۱ کال کې په کابل کې وم دا ټوله پرو پاګنده ده طالبان په هیچا کار نلري ! البته فحشا نه پرېږدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب