عبدالوکیل سوله مل
ډالۍ:
د هیواد وتلي شاعر صدیق پسرلی ته چې یوې خاطرې ېې دا کیسه راباندې ولیکله
رخشانه
ددروازې د وهلوغږراغئ ،د مامورحیات الله او زامنو سترګې دروازې ته سیخې شوې، لنډ،منډو کی سړی راننوت، مامور د چایو ډکه پیاله کیښوده، له لاسونو ېې پړکا وویسته ،سترګې ېې وازې پاتې شوې، اخ ېې کړل:
ـ دا څنګه!؟ … ده خو سهار رانه رخصت واخیست، ما ویل اوس به کلی ته هم رسیدلی وي.
اول ګل چې خوله ېې له خندا چينګه وه، یوه یوه ته ورغاړې وت، مامورحیات نږدې ایښی بالښت
داول ګل شاته کیښود، مخ ېې ورواړاوه، په ولي ېې لاس ورکيښود:
ـ څنګه بیرته راوګرځیدې، تا خو رانه رخصت واخیست؟…. څه شي درنه هیرشوی دی که څنګه؟
اول ګل لکه په ستونی کې ېې چې مړۍ ونخلي، لاړې تیرې کړې، خوله ېې له خندا لاړه اوراغله ، لکه پخپل ځواب چې شرمیږي، په شرمیدلي اندازېې وویل:
ـ څنګه ېې درته ووایم مامورګله
د مامور زامنوته ېې ته لاس ونیو:
ـ وریرونه ناست دي، خوله مې ځواب ته نه جوړیږي مامورګله…. خوڅنګه ېې کوئ ….چې مسخره مې نه کړې خوشوق دی غولی ….!
مامورحیات ېې خبره ونیوله، په ملنډو ېې وویل:
ـ د څه شي شوق بیا رااخیستی ېې، نه چې دبلې ښځې شوق دې نه وی راپاریدلی؟
اول ګل په کټ، کټ وخندل:
ـ نه یاره ما موره، زه له یوې په عذاب یم ، ته لا بله راباندې تاوانوې.
مامور او زامنو ېې هم په کړس کړس وخندل، مامور بیا وویل:
ـ نو دڅه شي شوق؟
اول ګل سترګې واړولې راواړولې، ته واشرمیږي او یا ېې خبره هیره شوه، وټوخید، غاړه ېې تازه کړه، مامورته ېې مخ ورواړه، په خنداېې وویل:
ـ خوګورئ خاندئ به نه راباندې ….رخشانه ….
لکه ژبه چې ېې ونخلي ،خبره ېې په خوله کې وچه شوه ـ خو مامور کلک راونیو، بیا ېې په ملنډو وننګاوه :
ـ وایه ، وایه … رخشانه …. نو رخشانه ښځه نه ده که څه؟!
اول ګل اوږې پورته ونیوې، غاړه ېې هسکه کړه، ځواب ېې ورکړ.
ـ نوما خونه دی ویلي چې واده ورسره کوم …ماموره د خدای بنده…
په جیب ېې لاس وما نډه، د نصوارو دبلی ېې راوویست، د مامور کشري زوی ته ېې لاس ونیو:
ـ بچو ته خو هغه تف دانۍ مخې ته راته کیږده
مامورتف دانۍ ته پام ورواوښت ، بیا ېې ده ته مخ ورواړاوه:
ـ نوڅنګه دی رخشانه نن په زړه راووریده؟
اول ګل د نصوارو کپه خولې ته واچوله، شونډه ېې په غاښو کې ونیوه، په سختۍ ېې په خندا وویل:
ـ په هډه کې موټر ته ختم چې چا وویل، سبا ېې کنسرت دی.
مامور له لاسو پړک وویست، سرېې ورنږدې کړ:
ـ ښه ، ښه …نو کنسرت ته ېې ورځې که څنګه؟
اول ګل چې وپوهید، مامور ېې تر هغې نه پریږدي، چې دزړه حال ېې ټول نه وی ورته ویلی، تف دانۍ ته ېې بیرته نصوارورتو کړل، په شونډو ېې ګوتې تیرې کړې ، په خوندېې وویل:
ـ یاره ما ویل، دنیا فانی ده ، سبا به مړېې …ته راځه یو ځل خو د دې سندرې له نږدې هم واوره. هم به ېې په دیدن موړشې او هم به ېې له سندرو خوند واخلې.
مامور جبار وخندل، په ولي ېې وټپاوه:
ـ او تا هم ورته کلی ته تګ بلې ورځې ته وروستی کړ!
اول ګل بیا وویل:
ـ بس شوق غولی دی ماموره، څنګه ېې کوئ… په ما ېې غږ خدایی هسې ښه لګیږي .
مامور بیا لاسونه وپړکول، ولي ېې وخوځیدل:
ـ اخ … دی ته نو شوق وایی
د ده ولي خدایي وخوځیدل، ته وا اتڼ ته ځان جوړوي ،سرېې وخوځاوه:
ـ هو مامورصاحب، چې کله دا سندرې وایی، ته وا پیریان مې ونیسې، هسې خدایی مې ولي ګډا ته وښوري، ځکه خو مې تیرکال دژمي پسه وانخیست، او په هغو پیسو مې راډیو راونیوه، ما ویل راځه دا ژمي بې غوښې او بې ښوروا سپور تیر کړه، خو ځان له دې خوشالۍ مه محروموه.
د مامور زامنو هم خندل، د اول ګل خبروخوندورکړي و، ټول ېې خبرو ته داسې غوږ ولکه پخپلو ټولګیو کې چې دتکړه ښوونکي لکچر اوري او یا ته وا د کوم ټوکي او مسخره سړي حیرانونکی حرکات څاري، مشرزوی ېې وویل:
ـ کا کا نو ته خو دریشي چې نه لرې!
اول ګل مامورته سترګې ونیوې، د هغه په اوږه ېې لاس کیښود:
ـ د پلاردریشي خو دې شته، خو یوې ورځې ته به ېې راکړې کنه وراره ګله
د مامور سترګې وځلیدې، ده ته ېې په ځیر وکتل، بیا ېې ځانته نظر واچاوه ، پخپلې راوتلې ګیډې ېې لاس کیښود:
ـ زما دریشي کله په تا جوړیږي ، و دخدای ساده
اول ګل اخوا دیخوا سترګې واړولې، د کوټې په برکنج کې ایښې رسۍ ته ېې لاس ونیو:
ـ نو څه، په رسۍ به ېې تنګه کړم.
مامور له ځا یه راپورته شو، دی هم له اوږې ونیو ، راپور ته ېې کړ، دواړه سره ودریدل، وی ویل:
ـ اوږدوالی به ېې څنګه کړې؟ زه دوه متره او ته چې یونیم مترېې د خدای ساده!
مامور لکه دمخه چې ېې په هرڅه فکرکړي وی په لنډو ورغبرګه کړه:
ـ خو رابډبه ېې وهم، دا نو کومه خبره ده؟!
دواړه بیرته کښیناستل، بالښت ته ېې ډډې ووهلې، مامورچې پوه شو اول ګل کنسرت ته خامخا ځي، وی ویل:
ـ یعنې خامخا به ېې اغوندې؟
اول ګل سروخوځاوه:
ـ نو خود….اوس به څه دیوې ورځې لپاره په ښارکې نوی دریشي رانیسم.
اول ګل خبره ودروله ، لکه نوی خبره ېې چې ېې زړه کې وروګرځي . د مامور زامنوته ېې سترګې ونیوې، ما مورته ېې مخ ورواړاوه:
ـ د دې وریرو د کوم یو نه رااغوندې؟
د ده کشری زوی ته ېې لاس ونیو:
ـ د دغه وراره چې زما غوندې ټیټ دی. دهغه راکړه.
مامور زوی ته وروکتل، سرېې وخوځاوه، لکه یو عسکري بولندوۍ چې سرتیری ته امرکوې زوی ته ېې لاس ونیو:
ـ ځه کاکا ته دې دریشي راوړه، چې په ځان کې وګوري.
زوی ېې هم لکه عسکر چابک له ځایه پاڅید، په درنګ شیبه کې ېې دریشي د ده مخې ته کیښوده .مامور دریشي څنک ته کړه، ده ته ېې لکه ملا په نصیحت پیل وکړ:
ـ ګوره اول ګله، غریب سړی ېې، که یو ځل دې دا د کنسرتو شوق په سرکې کښیناست، بیا پرې روږدی کیږې، نن دې د رخشانې شوق په سرکې راوټوکید، سبا د قمرګلې او بل سبا د ګلشن ….
اول ګل ولی وښورول، ته وا دا نشه ېې له پخوا سرته ختلې ده ،خبره ېې ورپرې کړه :
ـ د سندروشوقي خوله ډیره پخوا یم او داد ښځوغږونه خوبیا بیله نشه او خوندلری.
غوږونه ېې لاسونوکې ونیول:
ـ توبه خدایه ، توبه …. ولاکه مې دلمانځه صورتونه دومره ښه یاد وی لکه ددې ښځې سندرې
له دې سره ټولو په کړس کړس وخندل، خودی نه وبیرید او نه وشرمید:
ـ تاسې خاندئ، چې یو ځل دا شوق خپل کړئ بیا پوهیږئ،
مامورته ېې راڼه وروکتل:
ـ نوته وا څه وکړم؟
ما موروخندل:
بس چې داسې ده او له خپل شوق نه راګرځې ، زه وایم څه به هرکنسرت ته له دې وروسته له موږ دریشي غواړې!
اول ګل سترګې بقې راووتې:
ـ نو څه وکړم
مامورورلنډه کړه:
ـ یوه راونیسه
ده ېې لاس راونیو:
ـ ولاکه دې بده ویلي وي، بس نن ددې وراره راواغونده، بل ځل چې راغلم، خپله به راسره ته یا کوم وراره واخلئ.
په دې سره ټولې کورنۍ په کټ ،کټ وخندل
لندن ــ انګلستان
مارچ ـ ۲۰۲۱