سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهسل ورځې او سل زېري؛ ولسمشر غني: څوک چې د افغانستان بربادي...

سل ورځې او سل زېري؛ ولسمشر غني: څوک چې د افغانستان بربادي غواړي پر وړاندې یې درېږو

تاند (سه شنبه د ثور ۱۴) ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د افغانستان حکومت تل د سولې غوښتنه کړې ده او د تل په څېر به په دې برخه کې خپلو هڅو او قربانیو ته دوام ورکړي.

ښاغلي غني دغه خبره نن سه شنبه/ د ثور۱۴/ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سل ورځې او سل زېري (د پوهنې اونۍ) په نوم یوه پروګرام کې وکړه.

نوموړي وویل، د خوشالۍ ځای دی چې د هېواد ښځو او ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره په ۲۲ ولایتونو کې ۵۹ ښوونځي او په ټولو ولایتونو کې د کورني اقتصاد روزنیز پروګرام افتتاح کېږي.

ولسمشر وویل، اوس د دې وخت نشته چې د افغانستان حکومت پیسې ضایع کړي، نو هغه ادارې چې په خپل وخت او ځای بودیجه مصرف نه کړي، بودیجه به یې واخیستل شي او پر نورو ادارو به ووېشل شي.

محمد اشرف غني د خپل خبرو پر دوام پر طالبانو باندې تُندې نیوکې وکړې چې د بهرنیانو له وتلو وروسته ولې د جنګ لپاره پلمې لټوي.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او وې ویل چې که چېرته افغانان وي نو باید د افغانانو د سولې غوښتنې ته لبیک ووایي او که نه نو هغوی چې د پردو په امر د افغانستان بربادي غواړي ټول ولس به یې پر وړاندې ودرېږي.

هغه وویل، «ستاسو مشر چېرې دی وه طالبانو! چېرې پټ یې؟! دا ولس د افغانستان ته ووایئ چې په څه دلیل باندې تاسو ته موږ غوږ ونیسو. هو موږ سوله غواړو. له سولې نه موږ شا ته نه ځو. ځکه سوله هغه بنیادي حق دی چې ټول حقونه ورباندې درېدلي دي. اما دې باندې پوه شئ وروسته له دې اوس چې بین المللي قواوې وځي او له خیر سره ځي ملي تصامیم دولت او ولس د افغانستان نیسي.»

ولسمشر غني دا ګواښ هم وکړ چې که طالبان جنګ غواړي او په دې فکر کې دي چې له القاعدې سره اړیکې پالي یا له داعش سره یوځای کېږي، بیا یې هم افغانان د ده په خبره ځواب وايي.

طالبانو لا تر اوسه د ولسمشر غني د دې څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

دې ډلې انتقاد کړی چې تر څو بهرنیان له افغانستانه په بشپړه توګه ونه ووځي د افغانستان په هکله چې چې هره غونډه کېږی په کې برخه نه اخلي.

1 COMMENT

  1. ملا باجوه د ټالبانو مشر دی ، دوی چې هرځلې اسلام بربادته ورځي او د خپلو مذاکراتو نتیجه ورته تشریح کوي . ملا براډرز ، ملا عبس او ملا خېټو چې خپل وطن ته لاړشي ، حتما د خپلو بادارانو لاسونه مچو کوی ، تحفې وروړي ، له هغوی نه اوامر او هدایات اخلي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب