پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

(5)

د کرکې خپرول او افراطپالنه

د نفرت ریښې

د نفرت کلمه د «نفور» له ریښې څخه راخیستل شوې ده او معنا یې لرې کېدل، فاصله نیول او تښتېدل دي. د بیولوژۍ د ځینو پوهانو په نظر، د نفرت ریښې د بقا غریزې ته چې د ټولو ژوندي سارو او انسانانو عمده غریزه ده، ورګرځي. میکرونونه چې د مختلفو ناروغیو سرچینې دي او د انسان ژوند ته خطر جوړوي، عمدتاً په ککړو او خوسا ځایونو کې وي. په همدې وجه انسان د مردار شوي حیوان د خوسا شوي جسد یا د زوناکه زخم په لیدو سره د کرکې احساس کوي او هڅه کوي چې ځان ترې لرې کړي. همدغه د کرکې او بېزارۍ احساس د نفرت د ریښې اساس دی او تر دې حده پورې بېخي طبیعي او د ژوند د بقا لپاره لازم دی.

هاغه مهال چې انسانان په غارونو کې اوسېدل او ژوند یې عمدتاً په ښکار چلېده، د کرکې احساس له طبیعي حد څخه ور ها خوا ته وغځېد او انسان له هر هغه شي څخه کرکه وکړه چې د هغه ژوند ته یې خطر جوړولی شو، لکه لړم، مار، او نور خطرناکه موجودات.

وروسته تر دې چې انسانانو لږ لږ قبیلوي جوړښتونه او ډله‌ییز هویت پیدا کړ، ګډې ګټې سبب شوې چې له یو بل سره پیوند شي. دوی به د نوزېږیو په پالنه، د کورنۍ لپاره د خوراک په برابرولو، او د نورو اړتیاو په لرې کولو کې د یو بل په څنګ کې درېدل. په دې پړاو کې، پر طبیعي خطرونو سربېره، د نورو قبیلو او ډلو برید او حمله هم د دوی ګټو ته خطر جوړاوه. خطر دا و چې نور به د دوی پر قبیلې برید وکړي او یا د دوی خواړه ولجه کړي. په همدې وجه د دوو قبیلو تر منځ به جګړه کېده. دا تجربه سبب شوه چې د نفرت د حس لمن نوره هم پراخه شي او هغه انسانان هم رانغاړي چې د قبیلې ګټې یا ژوند ته خطر وي. دا انسانان په رقیبه او یرغلګره قبیله کې وو.

خو انسانانو ورو ورو زده کړل چې د دې پر ځای چې هر وخت پر یو بل بریدونه او له یو بل سره جګړې وکړي، د محصولاتو د تبادلې او په واقعیت کې د ګټو د تبادلې لاره ومومي. په تېره بیا هله چې انسانانو کرنه پیل کړه، دې ته یې پام شو. د ښاري ژوند په پیلېدو سره، د ګټو د تبادلې د لارو چارو په اړه د انسانانو درک او مهارت لا زیات شو او د جنګ او تېښتې رابطې خپل ځای همکارۍ، راکړې ورکړې، او په لویو ټولنیزو چارو کې مشارکت ته پرېښود. په همدې لاره تمدن ایجاد شو او انساني فرهنګ د تعالي او تکامل لاره ونیوه.

خو ښاري او تمدني ژوند د کرکې د ختمېدو معنا نه درلوده. د تمدنونو او فرهنګونو تر سیوري لاندې د نښتو او جګړو لپاره نوې زمینې پیدا شوې او د هویت نوې پولې رامنځته شوې چې دا هویت د انسانانو د ډلې د ګټو د پیوند تارونه وو. نوي هویتونه د توکم، قبیلې، مذهب، دین، فرهنګ، سیمې، ژبې او نورو ښکارندو پر اساس ورغېدل. دغو نویو هویتونو غوښتل چې د ډلې غړي سره یو لاس وي او د ډلې د ګټو د تأمینولو لپاره په ګډه هڅه وکړي. همدرانګه د نورو رقیبو ډلو په مقابل کې یې د «غیرت» د پارولو هڅه کوله. د ګټو پر سر شخړې چې عمدتاً مادي او د هوساینې سرچینې رانغاړي، د بشر په څو زره کلن تاریخ کې تل روانې وې او لا هم روانې دي. د غیرت کلمه او مفهوم یې هم له همدې ځایه راولاړېږي او په خپل ځای کې باید وسپړل شي.

د ښاري ژوند په پړاو کې، کرکه نویو لوریو ته سیخه شوه. داسې ویلی شو چې کرکه له بیولوژیکي او فیزیولوژيکي حالت څخه سوشیولوژیکي حالت ته ورسېده او د دین او فرهنګ ډګر ته یې لاره وکړه. د یوه دین لارویان د بل دین له لارویانو سره، د یوه فرهنګ کسان د بل فرهنګ له کسانو، او د یوې امپراتورۍ وګړي د بلې امپراتورۍ له وګړو سره په ټکر شول او دغه ټکر کرکه او جګړه رامنځته کړه. البته د بشر د تمدن ټول تاریخ په جنګ او نفرت نه خلاصه کېږي، بلکې لویې فکري او ادبي هڅې هم په کې شوې دي او زیات او ګټور حاصلات یې هم درلودلي دي. په همدې وجه انسان ته یې دا لاره هواره کړې ده چې خپل او د نړۍ وضعیت لا ښه درک کړي او د لا ښه ژوند کولو او لا اخلاقي اوسېدلو لارې زده کړي.

خو انساني تمدن د کرکې له شره خلاص نه شو. کرکه له بل څخه له وېرې سره او د بل له جوړولو سره ملګرې شوه. د دې شي نتیجه هغه خطرناک جنایتونه دي چې بشر په خپل تاریخ کې کړي دي او یو قوم پر بل قوم او د یوه دین لارویانو د بل دین پر لارویانو ظلمونه کړي دي. د دې جنایتونو وروستنۍ لویه بېلګه په شلمه پېړۍ کې د جرمني د نازي ګوند او د کمونیستي ټولواکو حکومتونو ظلمونه دي چې میلیونونه وګړي یې ووژل. له پخوا زمانې څخه تر ننه پورې، په دې ټولو وژنو کې کرکه د عمده عنصر په توګه پاتې شوی دی.

د کرکې جلوې:

کرکه اساساً یو دروني حس دی چې د ډار، بېزارۍ او غوسې ترکیب دی. دا حس که یوازې د تاواني شیانو په مقابل کې وي، مثلاً د میکروبونو په مقابل کې، نو طبیعي دی. موږ له میکرونو څخه لاشعوري وېره لرو او د ککړو شیانو او ځایونو په لیدو سره چې معمولاً بد بوی لري، د کرکې احساس کوو. تر دې بریده دا طبیعي چاره ده. خو که د کرکې سرچینه یو ژوندی موجود وي او موږ احساس وکړو چې هغه راباندې حمله کوي، لکه مار، لېوه او داسې نور خطرناک ژوي چې د زیان رسولو تصور یې کولی شو، نو د بقا غریزه په موږ کې د غضب قوه راپاروي چې د ځان دفاع وکړو. دلته وېره او کرکه له غوسې سره یو ځی کېږي. که د کرکې منبع انسان وي، د غوسې اندازه به لا زیاته وي ځکه چې ګومان کوو چې مقابل لوری په لوی لاس غواړي زیان راواړوي، په تېره بیا په دې چې پوهېږو چې د دې کار غیر اخلاقيتوب هم ورمعلوم دی. دلته بیا کرکه د وېرې، بېزارۍ او غوسې ترکیب وي او کله کله تر دې دوو نورو اروايي عنصرونو د غوسې اندازه زیاته وي.

که د کرکې اساس واقعي چارې وي، نه وهمي، مثلاً یوه ښکاره کس په لوی لاس تاوان را اړولی دی او په خپل کار پښېمانه هم نه دی او کېدای شي چې دا کار تکرار هم شي نو له هغه څخه زموږ کرکه به څو چنده زیاته شي. دلته نو کرکه له خطر او زیان سره د مقابلې لپاره زموږ د وجود په دفاعي میکانیزم بدلېږي او موږ بله چاره هم نه لرو. په دې حالت کې هم که څوک کرکه کوي، ګرم نه دی.

خو که کرکه د یوې واقعي چارې په وجه نه وي، بلکې د یوې وهمي او خیالي چارې په خاطر وي او کرکه دومره زیاته شي چې د وجود نور میکانیزمونه لکه اخلاقي فکر کول او اخلاقي عمل کول څنډې ته پورې وهي، نو بیا به اندېښنه ورته په کار وي. که کرکه د یوه خاص وګړي، قوم، طبقې، ډلې، ګوند، مذهب، توکم … په باره کې د کلیشو، وار له مخکې فرضونو، او خامو تصوارتو پر بنا وي، نو کرکه په اروايي ناروغي اوړي.

څوک چې د کرکې په ناروغۍ اخته شي، د هغې ډلې یا هغه وګړي په اړه ناپیېلی فکر نه شي کولی او په لاشعوري ډول د هغوی په مقابل کې عکس العمل کوي. که د هغوی ښه هم وویني، نه یې مني او داسې توجیهات ورته ګوري چې ګواکې دا استثنا ده، او که یو وړوکی عیب په کې وویني، ډېر یې غټوي او له پشم نه پشم خان جوړوي.

په کرکې اخته وګړی تل وسواسي وي ځکه ګومان کوي چې هغه بل کس یا بله ډله په بالقوه ډول غواړي ده ته زیان ور واړوي. فکر کوي چې هغوی تل په دې لټه کې دي چې ده ته دسیسه او توطئه جوړه کړي. هغه له ډاره د هغو کارونو د مخنیوي لپاره لاس په کار کېږي چې مقابل لوری کړي نه دي او ښايي ویې نه کړي، خو دی ګومان کوي چې وبه یې کړي.

کرکه د ډېرو نورو ناروغیو په شان، تر هر چا زیات پخپله کرکجن ته تاوان رسوي او له دننه یې خوري، د هغه روغ احساسات ورنه اخلي، د مینې کولو مجال ځنې اخلي، په زړه کې یې بد ګوماني او بد ویني واکمنوي، هغه د نا متعادل سلوک خوا ته بیايي، ناوړو فکرونو او ناسم قضاوت ته یې رسوي او ورو ورو یې ژوند ګډوډي.

څوک چې په کرکې اخته دي، هماغسې چې پخپله له دننه خوا څخه ویجاړېږي، نورو ته هم زیان اړوي. کله چې نورو ته یې زیان رسېږي، نور هم عکس العمل کوي او بیا هغه د دې پر ځای چې د خپل سلوک په اړه بیا فکر وکړي، پر ځای یې خپل ګناهونه او اعمال توجیه کوي او نور تورنوي چې ګواکي زیان ور اړوي.

کرکجن کس کرکجنه ژبه لري، یرغلیز ادبیات کاروي، احساساتي او غوسه‌ناکه غاړه یې وي، زیاړې، بد رد ویل، او داسې خبرې چې د نورو احساسات زخمي کوي، د ده زړه ته تسلي ورکوي. کرکه یوازې د هغه په ژبه کې نه وي، بلکې سلوک او ټولنیز چلند یې کرکجن وي.

په نړۍ کې د کرکجنو اعمالو بېلګې ډېرې دي او په کراتو لیدل شوې دي. د امریکا په ځینو برخو کې له تور پوستکو سره چلند، په ځینو هېوادونو کې له یهودانو یا مسلمانانو سره چلند، په ځینو اروپایي ملکونو کې له غیر اروپايي یا غیر آلماني وګړو سره سلوک، په ځینو اسلامي هېوادونو کې له نامسلمانانو یا د هغوی په ګومان له منحرفو مسلمانانو سره چلند، په میانمار کې د روهینګا له مسلمانانو سره چلند، په اسرایئل کې له فلسطیني مسلمانانو سره د ځینو متعصبو یهودیانو سلوک ، له بوسینیايي یا آلبانیايي مسلمانانو سره د صربانو توکمپاله چلند، په ایران کې له سني مسلمانانو سره د متعصبو شیعیانو سلوک، په ځینو عربي ملکونو کې له شیعیانو سره د متعصبو سنیانو سلوک، له افغان مهاجرانو سره د ایرانیانو توکمپاله چلند، له هندوانو او بودایانو سره د متعصبو سیکهانو چلند، له چیچیني یا د منځنۍ آسیا له وګړو سره د متعصبو روسانو سلوک، او داسې نور د کرکې بېلګې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب