یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرسملاسي (فی البدیهه) مشاعره

سملاسي (فی البدیهه) مشاعره

دا مشاعره د جولای په ۱۹ مه نېټه شوې. د شعرونو راټولوونکې: ملالۍ بشیر
پيل د عابده سپوږمۍ په غزل:
پيمانې په لاس کې مه شرنګه وه هسې
ساقي راوړه خمار مه ځوروه هسې
زما سترګو کې تاثير دى دا منمه
خو لاسونه په لار مه زنګوه هسې
عابده سپوږمۍ
زه خو ستا له جفاگانو لاس په سر شوم
اوس مې زړه په ظلم مه ماتوه هسې
سهيلا حسرت نظيمي
ستا که زړه رانه خپه وي راته وايه
د سفر بهانې مه جوړوه هسې
آسيه محرابی
زړه مې ژاړي چې ما د هېرولو هڅې وکړې
ځه نور ولاړ شه زړه مې مه بوږنوه هسې
مريم ساپۍ
چې د زړه ته لاره ونه کړه نو تیر شه
بې مطلبه سترګې مه جنګوه هسې
نعيمه غني
زه سوالگره د ديدن يمه دلبره
په کچکول کې سکې مه راکوه هسې
مريم ساپۍ
که اظهار د مينې نشې ته کولی
لار بدله کړه ما مه زوروه هسې…
سپوږمۍ اکبرزۍ
لاس مې خوشې کړه چې ورور مې راپسې دی
ته مړېږې نه ما مه ځنډوه هسې
 مريم ساپۍ شينوارې
ستا په مينه کې وفا نه وه پوه نه شوم
د هجران په اور مې مه سوځوه هسې
خالده فوجون
ستا د غېږې خوشبويې ده جنت نه دی
ماته هغه کيسې مه غږوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
عقله ګوره د جانان يادونه راغلل
دزړګي دروازې مه بندونه هسې
عارفه عمرلور بشير
زه سپېڅلې يم سپېڅلې به شم پاتې
اې رقيبه نغارې ډنگوه هسې
پروانه ضيايي
ليونيو لره لويه چاره عشق دى
دګناه تورونه مه لګوه هسې
عارفه عمرلور بشير
زمانې د زړه ارمان مې راپوره کړه
دا خیالي نړۍ مې مه ړنګوه هسې
نعيمه غني
چې مجنون د ليلی نشې څه ېې خوند شو?
 عشق چې نه وي ژوندون مه تېروه هسې
آسيه محرابي
 مورې زړه به مې له ياره صبر نشي
تاويزونه راته مه ځړوه هسې
مريم ساپې شينوارې
زه د مینې انتها ته رسیدلې
د نفرت دامونه مه خوروه هسي
هما ظغر احمدزۍ
چې سفر ته تلې ويده دې پرېښودلم
اوس په سکايپ کې دې لاس مه ښوروه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
زه خو ستا د مینې دام کې یم نښتې
ګرانه زړه مې راته مه ماتوه هسې
ناجيه نجات
ناز نخرې خو دي معشوقه  بې ننګي ده
په عاشق باندې تور مه لګوه   هسې
آسيه محرابی
زنده گي ټوله هستي مې له تا جار شه
ناز همدومره نور مې مه تنگوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
ستا دعشق په اور کې زه سوزېږم ټوله
د دوزخ لمبې نو مه پو کوه هسې
سهيلا حسرت نظيمی
بيا به سرې سترگې خوبلن دفتر کې ناست يې
ياره يخې شړومبې مه غړنگوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
زه په قول د پښتو درته ولاړه
ته نظر د مینې مه بدلوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
زما له ياره يار له مانه بېلتون نشته
بنې جانې نوکان مه جنگوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
نوربه وانخلم ستا نوم په محبت کې
خو رقيبه ته مې مه تنګوه هسې
ناجيه نجات
مخامخ کتلې نشې راته ياره
پټ په غلا مې انځور مه ښکلوه هسې
آسيه محرابی
ته قدم قدم قدم په کږلیچونو
په ما لار د مینې مه  کږوه هسې
معصومه غرنۍ
چې دې زړه رانه نور صبر شي جانانه
یو تعویذ په ګریوان وځړوه هسې
ناجيه نجات
که په نشت درته حساب یم پروا نشته
ما د تلې په تول مه کموه هسې
هما ظفر احمدزۍ
يو کتاب يو کتابچه او يو قلم
راته راکړه ښوونځي مه سوزوه هسې
عابده سپوږمۍ
که په نشت درته حساب یم پروا نشته
ما د تلې په تول مه کموه هسي
هما ظفر احمدزۍ
لا پخوا دې په جفا ومه وژلې
نور د زهرو ګولۍ مه راکوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
زه دا خپله تنهايي په کې رانغاړم
شاعرې نه مې زړه مه توروه هسې
معصومه غرنۍ
چې وعدې دي پوره نه کړې دروغجنه
 په دروغو مې زړه مه خوښوه هسې
آسيه محرابی
زما له شور زما له ښکلا زما له بنګړيو
ځانته نوم د غيرت مه جوړوه هسې
عابده سپوږمۍ
ستا د مینې منظرونو ته ورګورم
زما د زړه برجونه مه ړنګوه هسې
معصومه غرنۍ
زه د ژوند له ښکلاګانو ډکومه
ته د زهرو ګوټى مه راکوه هسې
عابده سپوږمۍ
د نامزدې کور ته وڅکې وړه چې خوند کړي
ټوله شپه گازرې مه کرپوه هسې
 مريم ساپۍ شينوارې
لا د سترګو په لیدو دې زړه کې څړیکې
 بله خوا دې سترګې مه اړوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
پیغلتوب مې له بنګریو نه خوند اخلي
په لمنه مې داغ مه لګوه هسې
معصومه غرنۍ
تا چې څه وکړل ياره ښه دې وکړل
اوس د زړه دردونه مه ويښوه هسې
خالده فوجون
د مالت د رواجونو اقتضا کې
زندګي راباندې مه تنګوه هسې
معصومه غرنۍ
زه ملاله زه افغانه يم ستومانه
د غرور ماڼۍ مې مه ورانوه هسې
عابده سپوږمۍ
هم زما او هم دې خپل قسمت خراب وو
ما یوازي په بخت مه ګرموه هسي
هما ظفر احمدزۍ
ژونده ستړو ستړو ستړو کې دی ګوره!
نرۍ ملا مې راته مه ماتوه هسې
معصومه غرنۍ
یا مې ونیسه په غیږ کې یا مې پریږده
انتظار باندي مې مه ستړیوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
ژوندون ښکلى دى او خوند ورځينې اخله
په غمونو زړگى مه پړسوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
ژونده بس کړه دا ظالمونه کړاونه
نور مې زړه ته غوټې مه اچوه هسې
فرشته سهاک
ما سپوږمۍ سپوږمۍ دیدن درته راوړی
ته بلۍ نه غیږه مه تاووه هسې
معصومه غرنۍ
بنې! پام کوه چې يار زما په وار دى
له لستوڼي جانان مه کشوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
بنې! حق به درويښيېم چي څه دی
د مېړه واری مې مه تېروه هسې
آسيه محرابی
راشه راشه ښه په نره یاري وکړه
نن سبا کې مې ژوند مه تیروه هسې
معصومه غرنۍ
د پلو پېڅکې درټولې کړه په هيلو
دا نهيلې غوټې  مه خلاصوه هسې
آسيه محرابی
زه په ګوډ او مات حالت درته لګیا یم
زما خبرې په شعر مه یادوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
د ازل په ویش خو زما څه ګناه نشته
له پلو مې هیلي مه تویوه هسې
معصومه غرنۍ
زړه دې غر، مټې مظبوطې کړه ملالې
همت ټینګ کړه، پېښې دي مه لرزوه هسې
عابده سپوږمۍ
چې خبرې دې مانا نه لري واوره
دا مړژواندې خوله دي مه خوځوه هسې
آسيه محرابی
زه خمار خمار خمار د یار په مینه
د شرابو خمار مه یادوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
زه نشه نشه نشه يمه په غزل کې
دا بی سر دوتار دې مه ډنګوه هسې
آسيه محرابي
په ګلاب ګلاب ځواني مې بخته ګوره
د خزان لوونه مه ګډوه هسې
معصومه غرنۍ
خوږ مجلس مشاعره مو هم خوږه وه
خوب راځي نوره مې مه کړنگوه هسې
مريم ساپۍ شينوارې
ګرانو لاړه شه ويده شه مخ دې ګل دی
پر ما ځان زړګيه مه کنجوه هسې
آسيه محرابی
د سپوږمۍ زړه له خپل شعر نه ور تور نه کړو
ګډې وډې نورې مه بادوه هسي
هما ظفر احمدزۍ
اې ټاګوره! تاته ولې زه يو خار شوم
تا نه جار شمه زړه مه بدوه هسې
آسيه محرابی
زه سپوږمۍ يم چې د شپې ړنا کومه
ته تيارو کې ډيوې مه بلوه هسې
عابده سپوږمۍ
په تيارو کې حاجت نشته وه ډېوو ته
تورې ورېځې څادر مه غوړوه هسې
آسيه محرابی
چې په ژوند کې مې د هیلو قدر نه کړې
په شناختې مې اوښکې مه څڅوه هسې
مصعومه غرنۍ
یوه ورځ به مې زړه ټول در نذرانه کړم
په زړګي اندېښنې مه تیروه هسې
عابده سپوږمۍ
عابدې ستا په غزل کې ډیر خوندونه
په ما شپه د شعر مه اوږدوه هسې
معصومه غرنۍ
د سپوږمۍ په رڼا زه يمه ميېنه
غرنۍ شغلې دې مه بلوه هسې
آسيه محرابی
د سپوږمۍ میینان ډیر دې په آسمان کې
ما د ستورو سره مه  جنګوه هسې
معصومه غرنۍ
مينې مينې ټولې مينې ته چې ګورم
محرابی په عشق کې مه ګرمه وه هسې
آسيه محرابی
بخته واوره!  د وصال ښکلو شیبو کې
دا ماشوم زړګی مې مه ژړوه هسې
معصومه غرنۍ
د سپوږمۍ غوندې رڼا د تورو شپو شه
پيلبو په شان ځان مه لرزوه هسې
آسيه محرابی
د پی مخو په حرم کې چې تیریږې
د نظر غشي دې مه ځنډوه هسې
معصومه غرنۍ
ما دروبوله چې مينه دي حاصل کړم
غرنۍ ما په تهمت توره هسې
آسيه محرابی
په دا بزم, دې خوږې مشاعرې کې
د ماښام سجده مې مه ځنډوه هسې
معصومه غرنۍ
په ريښتيا باندې مې وژنه پروا نشته
ما په دروغو باندې مه سوځوه هسې
پروانه ضيايي
زما دمینې له خماره ځان خمار کړه
ما نشه کړه نور مې مه ښکلوه هسې
حوره سپېڅلې
ستا د مينې په خمار چې بيا  نشه شم
بيا د شونډو پيمانې راکوه هسې
آسيه محرابی
چې دې شونډې زما له شونډو نه رنګ اخلي
په ‌‌‌‌‌‌ډک جام پسې مې مه ګرځوه هسې
حوره سپېڅلې
زړه مې تنګ وو , ساه مې ډوبه ته چې نه وې
نور بېلتون راباندې مه لوروه هسې
آسيه محرابی

3 COMMENTS

  1. مشاعره ښه وه بده نه وه ????????
    که نور څه نه وي یو لغات خو مې ترې زده کړه فی البدیهه یانې سملاسي یا سمدستي

  2. سلامونه،
    ډیره مزه داره سملاسي مشاعره وه.
    آغلې ملالۍ بشیر ولې یو دوه بیته نه و ویلي؟
    او بل، یوه کوچنۍ املايي یا چاپي غلطۍ په دې بیت کښې:
    “ما دروبوله چې مينه دي حاصل کړم
    غرنۍ ما په تهمت توره هسې
    آسيه محرابی”
    زما په آند دوهمه مصرع به ېې داسې وي ” غرنۍ ما په تهمت (مه) تور(وه) هسې”
    خدای وکړي صحیح اوسي.
    په ډیر درنښت او درناوۍ ، د نازکخیالو خورلڼو د نورو مرغلرو په هیلو او انتظار!
    حمیدالله زړور صافی

  3. یاره ددې تودې ښځینه مشاعرې څخه د نرینه شاعرانو د سلیقې په وړاندی د یوې ادبی کودتاه بوی تر پزه کیږی
    د ټولو ورېندارګانو ابیات ښکلی دی
    ستاسی ټولو مېرمنو د لا زیاتی شاعرانه تودوخی او بریالیتوب په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب