جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د سمونې پړاوونه | وحیدالله مومند

د سمونې پړاوونه | وحیدالله مومند

      هره لیکنه چې له بېلابېلو پړاوونو تېره شي نو کره شي، ارزښت خپل کړي او په ټولنه کې د تل پاتې مانا سبب ګرځي. په همدې ترتیب سمونه هم د لیکلو د هنر یو مهم پړاوو  دی او دا پړاو بېلابېلې وړې برخې له ځان سره لري.

د خاکې لوستنې پړاو:

په دې برخه کې موږ لومړی لیکل شوی متن له ځان سره لولو او په سلالت کې رامنځته شوې ستونزې پکې له منځه وړو، یا په دې برخه کې د رواني‌والي او موسیقۍ خوند په پام کې نیول کېږي. کله چې په لیکنه کې تسلسل او یو له بل سره تړون پیدا کړو، نو دا مرحله پای ته رسېږي.

د لیک‌نښو پړاو:

وروسته د متن له رواني‌والي د متن د لیک نښو ترتیب په پام کې ونیسئ. په دې برخه کې د متن ټولې لیک‌نښې سمې کړئ. وګورئ کامه، سېمکولن، ټکی، دش او شارحه ټول په خپل ځای کارول شوي او کنه. ترتیب او تنظیم یې کړئ.

د موضوع بیان:

د یوې لویې موضوع په بېلابېلو برخو وېشل او د یوې موضوع له بلې سره یا د یوه دلیل د بل ترمنځ د نږدې‌والي په موخه سره پرتله کړئ؛ که امکان یې د یو ځای او لا ښه کېدو وه، نو ترتیب او تنظیم یې کړئ تر څو د موضوع د بیان ارزښت له منطقي پلوه لوړ شي.

– د پاراګرافونو ترتیب:

د هرې مقالې یا لیکنې تر منځ د پاراګرافونو، حاشیو، پیل او پای منظم ترتیب جوړ کړئ. په انګلیسي ژبه کې یوه مقاله «article & essay» د معیار له مخې پنځه پاراګرافونه لري، خو دا مهمه نه ده چې باید هره مقاله باید پنځه، درې یا شپږ پارګرافه اوسي؛ مهمه ستاسو ټاکل شوې موضوع او د هغو تر منځ د وېش پړاو دی. پاراګرافونه هم یو تر بله توپیر لري، په لومړي پاراګراف کې عمومي خبرې کېږي؛ په دویم کې د اصلي عنوان په اړه معلومات وړاندې کېږي، په دې معلوماتو کې یې شالید هم را اخیستلی شو، په درېیم کې موږ د خپلې مقالې لپاره دلایل را اخلوو، پرتله یې کوو او تر منځ یې سرحدونه ټاکوو. په څلورم کې د یوې موضوع پایله یا غورچاڼ را اخلو او په وروستي کې د ټولې موضوع ټولونه کوو.

په ځیرکتیا او لوړ غږ لوستل:

کله چې مو لیکنه له پورتنیو پړاوونو راتېره کړه، په پای کې سمه شوې لیکنه په ځیر او لوړ غږ سره ولولئ. کوښښ مه کوئ چې ژر ژر لوستل وکړئ، بلکې متن داسې ولولئ چې خوند ترې واخلئ. داسې لوستل باید وشي چې لوستونکی فکر وکړي یوه کیسه یا یوه لیکنه دلومړي ځل لپاره لولي او دا اېډېټ یې خپله نه دی کړی، بلکې یو چا د سمونې او تېروتنو موندلو لپاره ورکړی دی. کله چې انسان ځان له لیکنې یا هر هغه څه سره چې غواړي سم یې کړي، سیالۍ یا رقابت وکړي؛ هغه څه په ماهر ډول ترسره کوي او د بریا څښتن ګرځي. انسان باید نه یوازې ايډېټ، لیکل، لوستل، طرز، لیدل، اورېدل او ویل بلکې د ژوند په هره برخه کې ځان د هغو ستونزو سره چلېنج یا په سیالي کړئ، چې ترسره کول یې زړورتیا او سرښندنه غواړي. له متن سره ځان په مجادله کې اچول، تاسو ته د متن ټول پټ رواني، لغوي، اصلاحي او معنوي تناقص برسېره کوي.

پر بل کس لوستل:

د امکان په صورت کې تاسو خپله سمه شوې لیکنه له ټولو پړاوونو وروسته هغه کس ته ورکړئ، کوم چې فکر کوئ له تاسو ډېر په دې برخه کې ماهر دی. که تاسو ته هغه کس نږدې وي؛ نو لیک مو ورته د کمپیوټر په ورډ فورم یا هارډ بڼه د لوستلو او تېروتنو د موندلو لپاره ورکړئ،که چېرې هغه کس له تاسو په لرې واټن کې و، او انټرنېت ته یې لاس‌رسی درلود،  نو کولای شئ خپله لیکنه ورسره د ټولنیزو شبکو له لارې شریکه کړئ. په دې کار سره به نه یوازې بل کس هغه تېروتنې چې له څو پړاوونو بیا هم پټې سترګې پرې تېرې شوي دي ښکاره کړي، بلکې تاسو به نور هم په خپله برخه کې د مهارت موندلو وړتیا پیدا کړئ. زموږ ډېر شمېر لیکوالان او ادیبان فکر کوي، چې دوی تر ټولو غوره لیکوونکي دي، ډېر ښه نوم، شهرت او څوکۍ لري او داسې انګېري چې دوی بشپړ دي، د لیکنو ایډېټ یې تر دغه بل څوک ښه نه شي کولای: چې دا د ځان غوښتنې تر ټولو لویه معما ده، ما اورېدلي و، چې انسان په هره دوره کې احمق دی، هېڅکله په خپلو ښو او بدو نه پوهېږي، په خپل ځان کې غرق وي، هر کار چې کوي ځانته پرې رضایت او خوښي ورکوي، خو دغه انسان ته بیا که له نورو سترګو وګورو ښايي ډېرې نېمګړتیاوې پکې ومومو. ټوله خبره مې دا کوله، چې علم ټول په تقلید او ډېر کم په نوښت کې دی. تل له تاسو غوره کسان شته چې یو کار له تاسو ډېر ښه او په مهارت ترسره کولای شي، نو د همدې لپاره اړینه بولم، چې د نورو با تجربه او ماهرو سموونکو او لیکوالانو تجربې ځان سره واخلئ او خپل مهارت لاپياوړی کړئ. له پورتنیو ټولو مهارتونو وروسته تاسو یوه لیکنه په ډاډه زړه او پرته له کومې وېرې خپرولی شئ.

یوه اوونۍ وروسته لوستل:

د انسان حواس په یوه وخت کې سره راټول نه وي؛ د همدې لپاره اړینه ده، چې خپلې هغه لیکنې ، چې د چاپ تمه یې لرئ، یوه اونۍ په داسې حال پرېږدئ، چې د لیکنې مواد درڅخه هېر شي. کله چې له یوې لنډې مودې وروسته خپلې لیکنې ته بیا لولئ، هر څه به نوي ښکاري، په دې پړاو کې تاسو کولای شئ، چې نور هغه اضافي مواد چې د موضوع  لیکلو په لړ کې درڅخه پاتې شوي وي، ځای پر ځای او لا سم کړئ. دا پړاوو وروستی پړاو دی، چې تاسو په بشپړ ډول د خپلې لیکنې په اړه ډاډ ترلاسه کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب