پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهامریکا: زموږ مرستې د طالبانو لاس ته نه رسیږي

امریکا: زموږ مرستې د طالبانو لاس ته نه رسیږي

تاند:( شنبه ، د غویي ۱۶ )  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال “ویدانت پاټل” د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د دغه هېواد د سرمفتش ادارې (سیګار) د موندنو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان ته د مرستو د لېږلو میکانیزم او له مرستندویه بنسټونو سره همکاري کوي.

د نوموړي په وینا، په دې ډول ممکنه نه ده چې د دوی مرستې د طالبانو د رژیم لاس ته ورسیږي.

بريدجنټ سيګار په خپل نوي راپور کې ويلي چې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرمفتش اداره او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په دقيقه توګه نه پوهيږي چې طالبان د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له مرستو څومره پيسې ترلاسه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل، موږ له افغانستان سره د مرستو د وېش پر میکانیزم باور لرو او ډاډمن یو چې دغه مرستې به د دغه هېواد خلکو ته ورسېږي.

سیګار مخکې ویلي وو، چې د بشري مرستو په نوم افغانستان ته ورتلونکې امریکایي پیسې عامو افغانانو نه؛ بلکې طالبانو ته په لاس ورغلي او د مشرانو خیټې یې پرې غټې شوي دي.

طالبانو هم د امریکا او نړیوالې ټولنې له بشري مرستو برخمنیدل رد کړي او ویلي، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو له لوري لګول کیږي.

خو د طالبانو منتقدین په دې اړه قناعت نه لري او ټینګار کوي، چې امریکا هم د بشري مرستو د استولو له لارې او هم د پردې تر شا د طالب رژیم مهم اقتصادي ملاتړی دی.

2 COMMENTS

  1. د امریکا مرستی طالب ته نه رسی خو د طالب په مقابل کې یې د خلکو د حساسیت مخه پوره نیولې ده!

  2. دا دوحې تړون هم ورسره خلیلزاد او ټرمپ نه بلکې سرګي لاوروف او ویلاديمیر پوتین لاسلیک کړ، چې جمهوریت ته به د پای ټکی ږدي، امارت به جوړوي، دوی به د میدان نه وځي او د میدان امنیت به طالبان نیسي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب