Homeخبرونهڅېړنه: منظم خوب لیدل د ځینو ناروغیو خطر کموي

څېړنه: منظم خوب لیدل د ځینو ناروغیو خطر کموي

تاند (چهارشنبه، د تلې/ میزان ۸ مه) یوه نوې څېړنه ښيي چې منظم خوب لیدل کېدای شي د انسان د روغتیا په ساتلو کې مرسته وکړي.

د څېړنې له مخې، یوازې دا مهمه نه ده چې انسان څومره وخت ویده کېږي، بلکې د خوب کیفیت او پړاوونه هم د بېلابېلو ناروغیو د خطر پر اندازې اغېز لري.

پخوانیو څېړنو ښودلې وه چې هره ورځ له شپږو تر اتو ساعتونو خوب کول د ګڼو ناروغیو خطر کموي؛ خو د خوب د بېلابېلو پړاوونو او روغتیا ترمنځ د اړیکې په اړه لږې څېړنې شوې دي.

په چین کې په دې اړه یوه نوې ]ېړنه شوې ده. دې څېړنې تر ۹۵ زرو د ډېرو بالغانو معلومات ارزولي دي. پایلو ښودلې هغه کسان چې په خوب کې ډېر وخت په خوب لیدلو تېر کړی و، د ۸۳ ناروغیو له کم خطر سره مخامخ وو.

په انګلیسي کې دې پړاو ته Rapid Eye Movement یا REM ویل کېږي. دا د خوب هغه مرحله ده چې انسان معمولاً پکې خوبونه ویني. د ویدېدو له پیل شاوخوا ۹۰ دقیقې وروسته پیلېږي او بیا نژدې هر ۹۰ دقیقې وروسته تکرارېږي. د ټول خوب شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ سلنه برخه د REM خوب جوړوي. د خوب پاتې برخه د سپک او ژور خوب له پړاوونو څخه جوړه وي.

څېړونکي وايي، سهار وختي له خوبه پاڅېدل هم د خوب لیدلو د پړاو موده کمولی شي، ځکه د شپې په دوهمه نیمایي کې د REM خوب پړاوونه اوږدېږي.

څېړونکو د ګډونوالو د خوب د معلومولو لپاره له هغوی وغوښتل چې اووه ورځې پر مړوند یو ځانګړی سینسور (حسکوونکی وسیله) وتړي. دوی د خوب د هر پړاو موده، د ټول خوب وخت، د شپې د ویښېدو موده او د خوب په عادتونو کې بې‌نظمي وڅېړله.

وروسته ګډونوال شاوخوا نهه کاله وڅارل شول او څېړونکو د هغوی د خوب د عادتونو او له زرو څخه د ډېرو ناروغیو ترمنځ اړیکه وارزوله.

د څېړنې له مخې، هغه کسان چې د REM خوب کې یې ډېر وخت تېر کړی و، د زړه د حملې ۲۶ سلنه او د هېرې یا ډیمنشیا ۴۶ سلنه کم خطر یې درلود. همداراز، د رېږد (پارکینسن) ناروغۍ خطر یې ۸۰ سلنه کم و.

څېړونکي وايي، دا پایلې د REM خوب له شاوخوا ۴۸ دقیقې زیاتوالي سره تړاو لري.

هغه کسان چې ژور خوب یې هم ډېر درلود، ځینې روغتیايي ګټې یې لیدل شوي. په دغو کسانو کې د اوو ناروغیو خطر کم و، چې د دوهم ډول شکر او شدید خپګان هم پکې شامل وو.

څېړنې ښودلې چې د خوب په عادتونو کې بې‌نظمي او د شپې پرله‌پسې ویښېدل د ځینو ناروغیو، په ځانګړي ډول د اضطراب او د نشه‌یي توکو د استعمال اړوند اختلالاتو، له زیات خطر سره تړاو لري.

په ټوله کې، هغه کسان چې په منظم ډول هره شپه له شپږو تر اتو ساعتونو پورې خوب کوي، د ناروغیو عمومي خطر یې تر ټولو کم و. برعکس، هغه کسان چې له پنځو ساعتونو کم خوب کوي، د ۳۷ ناروغیو له زیات خطر سره مخ وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...